سیاستمدار او د هند لومړنی لومړی وزیر جواهر لعل نهرو، د خپلواکۍ د اعلان له مخه په ۱۸۸۹ زېږدیز کال د نوامبر پر ۱۴ هندوستان په الله آباد نومې سیمه کې زېږېدلی دی.
دهند د خپلواکۍ وړاندې نهرو لس کاله په غېر منظم ډول تېر کړل او دا کلونه یې په استعماري زندانونو کې تېر شول.
ده د لومړۍ وزیرۍ له څوکۍ وړاندې د یوشمېر هېواد پالو ملګرو سردار پاتل او ډاکټر امبدکار په مرسته وکړای شول دهند ټولنې ته نوی قانون جوړ کړي، چې مهمه برخه یې د طبقاتي نظام پر ضد یا دنظام له منځه وړل ول.
نهرو د احمد سوکارنو، مارشال تیتو او جمال عبدالناطر سره په یوځای پر ژمنه ولاړ حرکت د بنسټ ایښودونکو څخه دی.
جواهر لعل نهرو چې د هند په عالي ښوونځیو کې يې زده کړې وکړې بیا د انګلیستان د د هارو ښوونځي، اکسفورډ او ایننز پوهنتون ته لاړ او هلته یې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې.
او له زده کړو کولو وروسته چې کله له انګلیستان هند ته ورغی نو د ګانګریس د ګوند غړی شو، چې بیا وروسته دهمدې ګوند مشري ور تر غاړې شوه.
جواهر لعل نهرو د هند د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته د ۱۹۴۷ زېږدیز کال څخه تر ۱۹۶۴ زیږدیزکال پورې دهند صدراعظم ؤ.
نهرو نه یواځې سیاستمدار بلکې یوستر تاریخپوه هم و، چې د ( نړۍ تاریخ ته کتنه ) نومې اثر یې ډېر مشهور و چې نیږدې د نړۍ زیاترو ژبو ته ژباړل شوی.
د جواهر لعل نهرو نور اثار دادي:
((هند کشف))
((د خپلواکۍ په لور))
(( د نړۍ تاریخ ته کتنه))
دا مبارز بلاخره په ۱۹۶۴ زېږدیز کال د ۷۵ کلونو په عمر ومړ.