جودر
Rye
په انګریزۍ کې ورته (cereal rye or winter rye) نومونه هم اخلي. د کورنۍ نوم ېې پو اېسای (Poaceae) ده. جودر علمي نوم ېې (ecale cereale) ده. په ډېرو سیمو کې د ډوډۍ د پخولو لپاره کرل کیږي خو د الکول لرونکو مشروباتو په تولید کې په ځانګړي ډول ویسکي کې ډېر زېات کاریږي. ځنې خلک ترې بسکویټ او کلچې هم پخوي. جودر په ډېر بې حاصله ځمکه کې کرل کیږي او د ژمي له سختو سړو سره تر ډېرو نورو غلو زېات مقاومت کوي. په ټوله نړۍ کې روسیه او پولنډ د جودرو تر ټولو ستر تولیدونکي دي.
 
په جودر کې خورا زېات کاربوهایډرېټ (carbohydrates) او غذایي ریښې (dietary fibre) موجودې دي؛ کمه اندازه پروتین، پوتاشیم، B ویټامینونه هم لري. له ډوډۍ پخولو او د الکولو په تولید کې له کارونې پرته د شنې سرې (green manure) په توګه او د حیواناتو لپاره د خوړو په توګه هم کاریږي. له ډډونو څخه ېې کاغذ، توشکې او رنګ تولیدیږي. د نبات لوړوالی ېې د جودرو له ډول سره تړاو لري او له ۱ تر ۲ متره پورې رسیږي. د ګلانو القاح (pollination) ېې د باد لږېدو په ذریعه ترسره کیږي.
 
نبات ېې له اېرګوټ مرخیړي (ergot fungus) سره سخت حساسیت لري او که د جودر په پټیو کې دا مرخیړي شنه شي نو سم د لاسه پکې د ایرګوتیزم ناروغي (ergotism) پیدا کیږي. د جودرو کرنه په جنوب غربي اسیا کې د زېږون له کال څخه ۶۵۰۰ کاله وړاندې پېل شوې ده خو په اوسني وخت کې خورا زېات په اروپا، اسیا او شمالي امریکا کرل کیږي. خودر په هغو ځمکو کرل کیږي چې خاوره ېې د نورې غلې لپاره مناسبه نه وي او یا په ژمي کې ساړه خورا زېات وي او د ژمي د غنمو کرنه پکې نا ممکنه وي. په جودر کې ګلوتین شته او له غنمو وروسته دویمه غله ده چې نرمه ډوډۍ ورڅخه پخېدلای شي.
د جودر د غلې دانه

د جودر له غلې پخه شوې ډوډۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *