تاند، چهار شنبه، د عقرب ۸مه: د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل موټر بم چاودلی چې له کبله یې ۱۰ وسله وال ځای پر ځای وژل شوي دي.
د جوزجان امنیه قومندان عبدالواحد وجدان تاند ته وايي، طالبانو غوښتل دا موټر بم د جوزجان – بلخ پر لویه لار د افغان ځواکونو پر پوستو وربرابر کړي، خو د روانېدو په وخت کې پخپله په طالبانو را الوتلی دی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
نوموړی وايي، په دې پېښه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.
طالبانو د دې پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.