جي پي آر اېس (GPRS) څه شی دی او کومې ګټې لري؟

جي پي آر اېس GPRS يا General Packet Radio Service ستاسې په موبایل کې د جي اېس اېم GSM شته شبکې ته د Packet-Switched آفشن ورزياتوي.

له دې تکنالوژي څخه د ګټې اخيستو لپاره، بايد تاسې داسې موبایل ولرئ چې د جي پي آر اېس (GPRS) ملاتړ وکړای شي. او داسې يوه شرکت ته چې د جي پي آر اېس (GPRS) خدمتونه وړاندې کړای شي لاسرسی ولرئ.

جي پي آر اېس (GPRS) د هر کار يا عمل لپاره درې ګټې لري. لومړی دا چې تاسې ته په پرله پسې توګه له انټرنېټ سره د اړيکو امکانات برابروي، بله دا چې اړ نه ياست، چې د انټرنېټ د کارولو لپاره هر ځل د انټرنېټ له وړاندې کوونکي شرکت سره په اړيکه کې شئ. نظر ورکړل شوو معمولي ارتباطي ليکو ته جي پي آر اېس (GPRS) په ذاتي ډول څو ځله په موبایل کې د لوړې چټکتيا لرونکی دی.

د موبایل معمولي ليکې په معمولي توګه په ثانيه کې ۹،۶ کيلو بايټه وي او که چېرې د High-Speed Circuit Switched Data او يا د HSCSD له خدمتونو څخه کار اخلئ، نو تر ډېرې کچې کولای شي په ثانيه کې 1.44چټکتيا ولري. دا په داسې حال کې ده، چې جي پي آر اېس (GPRS) په آسانۍ سره کولای شي، له انټرنېټ سره مو د ۴۰ کيلو بايټه په چټکتيا سره وتړي. چې په معمولي موبایلونو کې د معمولي ليکو لږ تر لږه څلور برابره چټکوالی وي.

د جي پي آر اېس (GPRS) درېيمه او اصلي ګټه او خوند دا دی، چې تاسې يوازې هغه پيسې د انټرنېټ د خدمتونو وړاندې کوونکو ته ورکوئ، چې تاسې له انټرنېټ څخه ګټه اخلئ، په دې معنی که ټوله ورځ هم په خپل موبایل کې انټرنېټ خلاص کړئ هم تاسې يوازې هغه اندازه پيسې ورکوئ، چې پيغامونه مو لېږلي او يا مو چټ کړی دی. نه دا چې څو دقيقې مو د انټرنېټ بروز پرانيستی دی.

جي پي آر اېس (GPRS) کوم کارونه کولای شي؟

الکترونيکي يا برېښنايي پست:

برېښنايي پست داسې ځای دی، چې جي پي آر اېس (GPRS) په هغه کې راښکارېږي. له انټرنېټ سره ستاسې د پرلپسې اړيکو او ستاسې د راغلو او تللو اطلاعاتو د لګښت په ورکولو سره کولای شئ، د خپلو دوستانو او ملګرو برېښنايي ليکونو ته په لږ لګښت او لوړې چټکتيا سره ځواب ورکړئ او يا هم نورو ته د ناڅاپي کارونو لپاره ليک واستوئ.

پرله پسې پيغامونه:

له انټرنېټ سره ستاسې دايمي اړيکې تاسې ته د دې امکانات برابروي، چې تاسې خپل پرلپسې پيغامونه چې د Chat له لارې يې استوئ، هره لحظه تر لاسه کړئ او پيغامونو ته ځواب ورکړئ. په دې معنی چې تاسې کولای شئ ټوله ورځ له IRC/ICQ/Yahoo Messenger/MSN Messenger/AOL Messenger څخه ګټه واخلئ.

اېم اېم اېس (Multimedia Messaging Service) يا د څو رسنيزو پيغامونو خدمتونه:

تاسې کولای شئ، له غږ، وېډيو او تصوير څخه په(MMS) Multimedia Messaging Service کې چې د (SMS) پرمختللی سېسټم دی ګټه واخلئ.

د انټرنېټي سايټونو کتل:

تاسې د جي پي آر اېس (GPRS) په واسطه سره همدارنګه نورو خدمتونو ته هم لاسرسی پيداکولای شئ. چې تاسې په لږ وخت کې د موبایل د معمولي کرښو په تناسب په ثانيه کې په ۵۶ کيلو بايټه سره د خپلې خوښې وړ برېښناپاڼې کتلای شئ.

ډله ييز کارونه:

جي پي آر اېس (GPRS) تاسې ته امکانات برابروي، څو په کاري وخت کې، د ملګرو له ګډون څخه خبر شئ.

د جي پي آر اېس (GPRS) د کارولو چاپېريال:

  1. د جي پي آر اېس (GPRS) د شرکت نننی الکټرونيکي پست
  2. د انټرنېټ په مخ د GPRS/SMS الکټرونيکي پست
  3. د جي پي آر اېس (GPRS) اطلاعاتي خدمتونه
  4. هره ورځ د جي پي آر اېس (GPRS) په واسطه ترسره کېدونکي کارونه
  5. د جي پي آر اېس (GPRS) په اوږده لاره LAN ته لاسرسی
  6. د جي پي آر اېس (GPRS) په واسطه د اطلاعاتو رسول
  7. د جي پي آر اېس (GPRS) په واسطه د غيرمتحرکو تصويرونو ليدل
  8. د GPRS/HSCSD په واسطه د متحرکو تصويرونو ليدل
  9. د GPRS/SMS په واسطه دوستانه بنډار
  10. د جي پي آر اېس (GPRS) په واسطه د کورنيو کارونو ترسره کول
  11. د جي پي آر اېس (GPRS) په واسطه د ډله ييزو کارونو ترسره کول
  12. د جي پي آر اېس (GPRS) غږ

جي پي آر اېس (GPRS) څومره توانايي لري؟

جي پي آر اېس (GPRS) بايد وکولای شي، په ثانيه کې د خبرونو او اطلاعاتو د لېږد چټکتيا ۱۱۵ کيلوبايټه ته ورسوي. خو په عمل کې نوموړې چټکتيا په ثانيه کې۴۰ کيلو بايټه ته رسېږي. په داسې حال کې چې د اړيکې چټکوالی د جي پي آر اېس (GPRS) په بېلابېلو دستګاوو کې له يو بل سره ډېر توپير لري. د جي پي آر اېس (GPRS) په دستګاوو کې د اړيکو د چټکتيا د محاسبې لپاره ښه لاره دا ده، چې په جي پي آر اېس (GPRS) پورې اړوندو برخو جوړښت او د کوډونو طرحو ته پاملرنه وکړو.

جي پي آر اېس (GPRS) په ټوليز ډول د څلور ډوله کوډونو (CS1,CS2,CS3,CS4) لرونکی دی. له دې کوډونو څخه هر يو يې په ثانيه کې د 21.4 کيلوبايټه په اندازه د خبرونو او اطلاعاتو د لېږد وړتيا لري. په هر يو کوډ کې د خبرونو او اطلاعاتو په لېږد کې د ستونزې د سمون يا تصحېح لپاره په نظر کې نيول شوې ده. د CS1 کوډ د اطلاعاتو د سمون يا تصحېح په برخه کې ډېره ونډه لري او په ثانيه کې له 21.4کيلوبايټه څخه يوازې ۹ کيلو بايټه په ثانيه کې د اطلاعاتو د لېږد لپاره ورکوي. د CS2,CS3 کوډونه د لوړې چټکتيا لرونکي دي او په هغه کې د اطلاعاتو د لېږد چټکوالی په ثانيه کې د 13.4 او 15.6 کيلو بايټه ته رسېږي. او په CS4کوډ کې د لېږد چټکتيا خپلې لوړې کچې ته رسېږي او په دې برخه کې د خبرونو هېڅ ډول سمون يا تصحېح نه ترسره کېږي. د جي پي آر اېس (GPRS) په دستګاوو کې يوازې د CS1,CS2 کوډونه په ټيټې چټکتيا سره وړاندې کېږي او د اړتيا په وخت کې دا دواړه د يو بل په ځای هم کاروي.

د جي پي آر اېس (GPRS) او جي اېس اېم (GSM) دواړه شبکې په هر وخت کې د ۸ ورکوونکو انشعابونو لرونکې دي، چې هر انشعاب ته يې timeslot وايو. چې په دې ټايم سلاډونو يا انشعابونو سره به د اطلاعاتو او خبرونو د لېږد چټکتيا تر ډېرې کچې زياته کړي. چې ځينې وخت يې د شبکې د خدمتونو د وړاندې کوونکو او يا هم په دستګاه کې د محدوديت د شته والي له امله چټکتيا لږ کېږي. ځکه چې د ګڼې ګوڼې په وخت کې کېدای شي د غږ يا ورکولو له لارې يوازې يو ټايم سلاډ يا انشعاب خالي وي. په دې وخت کې کېدای شي، د انټرنېټ وړاندې کوونکی شرکت مشترک وي او په ځينو وختونو کې به د ټليفون د معمولي ليکو په پرتله د انټرنېټ د اړيکو چټکتيا لږه وي.

د جي پي آر اېس (GPRS) دستګاه هم په دې توانېږي چې يوه لږه اندازه انشعابونه له يو بل سره ګډ کړي. چې له همدې امله په بېلابېلو څپرکو وېشل کېږي. دويم څپرکی د اطلاعاتو او خبرونو د لېږد لپاره يوازې يو سلاډ او د اطلاعاتو او خبرونو د ترلاسه کولو لپاره دوه سلاډه لري. په داسې حال کې چې دوولسم ۱۲ څپرکی د هرې برخې د تنظيم لپاره پنځه ۵ سلاډه لري. د جي پي آر اېس (GPRS) په دستګاه کې شپږم ۶ څپرکی ډېر د کار وړ دی. چې د اطلاعاتو د لېږد لپاره يو سلاډ او د ورکړل شوو د ترلاسه کولو لپاره هم درې سلاډه لري.

د جي پي آر اېس (GPRS) راتلونکې به څه ډول وي؟

موبايل ته ورکړل شوې ليکې د دې واقعيت څرګندوونکې دي، چې د جي پي آر اېس (GPRS) دستګاه ته ورکړل شوې چټکتيا به ورځ په ورځ ډېره شي. په داسې توګه چې وبه کولای شئ په خپل موبایل کې د ځينو سپورټي او نورو خبرونو وېډيويي برخې هم وګورئ او يا هم يو بشپړ تصويري موبايل ولرئ. د جي اېس اېم (GSM) اصلي سټنډرډ په 1991 م کال کې رامنځ ته شو، چې په 2G يا دويم نسل باندې ونومول شو. په دوو تېرو کلونو کې د جي اېس اېم (GSM) په دستګاه کې د HSCSD او جي پي آر اېس (GPRS) ځانګړتياوې ډېرې شوې دي. په داسې حال کې چې د EDGE (Enhanced Data rates for GSM Evolution) تکنالوژي هغه ته ښه والی ورکوي. چې دا تکنالوژي به وکولای شي چټکتيا يې په ثانيه کې ۶۰ کيلو بايټو ته ورسوي. څه ډول چې ګورئ، د يو بل په څنګ کې به ۴ ټايم سلاډونه په دې ډول سېسټم کې وتوانېږي، ستاسې په موبایلونو کې په لوړه کچه د ليکو چټکتيا وړاندې کړي.

د جي اېس اېم (GSM) اصلي څانګې چې عبارت دي له (GPRS، HSCSD،EDGE) څخه، ټول د 2.5G له خدمتونو څخه شمېرل کېږي. په اوس وخت کې ټول موبایل کاروونکي د 3G يا درېيم نسل راتلو ته انتظار باسي. خو فکر کېږي چې د شبکو درېيم نسل يا 3G به ونشي کولای چې په هر ځای کې خپور شي، ځکه چې هغه به يوازې په ښارونو کې په کار واچول شي چې شته والی يې د اطلاعاتو د ډېروالي له امله اړين ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *