دا خبره به مو ډېره اورېدلې وي چې په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي. په جګړه کې که څوک وژل کېږي، ټپي کېږي او يا هم له کومې بلې ستونزې سره مخ کېږي د مخالف لوري يې زړه نه پرې سوزي بلکې وياړ پرې کړي. که څه هم هغه يې له ټبر، خپلوانو او يا هم له  ملګرو څخه وي. ډېر ی وخت په دوو مخالفو لوريو کې دوه وروڼه واقع کېږي چې په يو بل زړه نه سوزوي.

د افغانانو ټول عمر په جګړو کې تېر شو. اوسنی ځوان نسل په جګړو کې پيداشوی، په جګړ و کې لوی شوی او اوس هم په جګړو کې ژوند تېروي. زموږ هېوادوال د ډېرو جګړو له امله چې ټول عمر يې پکې تېر کړی دی، په رواني ناروغيو اخته شوي، ډېر کسان په نه خبره له يو بل سره نښتي وي او د يو بل د خبرې د اورېدو زغم نه لري.که موږ له ماشوم هم وپوښتو نو ټوپک، تمانچه او نورې وسلې پېژني. موږ جهاد وکړ موږ له بهرنيو لويو لويو قوتونو سره جګړې وکړې، خو له جګړو سره سره  مو خپلو افغانانو ته په درنه سترګه کتلي و.

جګړې د نړۍ په ټولو ملتونو کې شته او کله کله کېږي خو د افغانستان په ډول بې رحمه جګړې بيا په بل ملک کې نشته، دلته جګړه مار په خپل ورور هم زړه نه سوزوي. دلته که جګړه مار ته په جګړه کې کوچنی ماشوم هم په مخه ورشي تر تېغ يې تېروي. کورونو او لوړو ودانيو ته اور اچوي، که انسانان پکې سوزي هم په کيسه کې يې نه دي. خو ددې ټولو اصلي لامل څه دی؟ اصلي لامل يې دادی چې زموږ د جګړو ماشه د بل په لاس کې ده، د بل په خوله خپل ورور وژنو، بل چې هر څه راته ووايي همغه کوو. موږ د هغوی د ډول له لښتې سره سمه څرخکه خورو.

موږ  په انسان رحم نه کوو، زموږ په کامديش کې ګڼ شمېر پوليس په پوستو کې سوزول کېږي خو اور ورته کوونکي اتڼ پرې جوړوي په وياړ رسنيو ته وايي چې دومره کسان يې وسوزول. پوستو ته د  اور ورته کولو په وخت کې نه وايي چې که مې مخالف هم دی راځه د انساني کرامت په خاطر هغه په اور کې مه سوزوه.  د کامدېش ولسوال عبدالرحمن رسنيو ته ويلي چې د دې ولسوالۍ په ګوردېش سیمه کې طالبانو د سرحدی پولیسو په پوستو پراخ برید وکړ چی په پایله کې اته تنه سرحدی پولیس وژل شوي او اته تنه نور ژوبل دي. نوموړي داهم زياته کړې  چی طالبان د سرحدي پولیسو پوستو ته وراوښتي او پوستو ته یې اور ور اچولی چی ګڼ پولیس د اور په لمبو کې وژل شوي دي.

له بلې خوا زموږ په ملک کې بهرنيو ځواکونو هم په ځلونو د خپلو مخالفينو مړي سوزولي، په کورونو يې بمبارۍ کړې دي. خلک يې تل له ستونزو سره مخ کړي دي. زموږ مړي او ژوندي به ترڅو پورې دومره بې ارزښته وي، ولې نړيوال زموږ د ستونزو  غږ نه اوري آيا افغانان بشر نه دي.

بهرنيان خو له يوې خوا زموږ د عقيدې دښمن دي او له بلې خوا زموږ پخوانۍ مېړانې ورته د زغملو وړ نه دي. ځکه هڅه کوي چې هره ناروا راباندې وکړي. دلته زموږ ډېری هېوادوال له سيمه ييزو پوليسو شکايت کوي. سيمه ييز پوليس خلک ځوروي، په سيمو کې ناوړه کړنې ترسره کوي. د خپلو مخالفينو مړيو ته سپکاوی کوي. اوس که دلته د کامدېش پېښې ته وګورو دا دوی تر منځ د يوې سيالۍ په څېر ترسره کېږي. دا خو د انسانانو طبيعي ځانګړنه ده چې د خپل سيال وار نه پرېږدي په هر ډول چې کېږي له خپل سيال نه غچ اخلي.

موږ تر دې پخوا هم ډېرې جګړې ليدلې دي، افغانانو د روسانو د يرغل په وخت کې ډېر په مېړانه جهاد وکړ، خو هغه وخت افغانانو داسې اعمال نه ترسره کول. په هغه وخت کې موږ په هره سیمه کې د آبادۍ کارونه کېدل، ښوونځي، روغتونونه، سړکونه او ټول عام المنفعه کارونه په مخ روان و.

نو که په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي نو په اور کې د انسان سوزول، په ملکي خلکو بمبار کړل، د خلکو په ودونو کې وير جوړول، د سيمه ييزو پوليسو له خوا د خلکو ځورول وهل او بې ګناه بندي کول او د ټولو ډلو له خوا په ملکي خلکو رحم نه کړل ډېر سخت او ډېر بې رحمه کارونه دي. که هغه سيمه ييز پوليس، عسکر، طالب، مجاهد او بل هر څوک ترسره کوي. دا کار د انساني کرامت څخه ډېر لرې او ډېر  وېره اچوونکی دی الله (ج) انسان اشرف المخلوقات پيداکړی دی. نو بايد چې انسان ته درناوی وشي.  د انسان سوزول  که هر څوک او هره ډله يې سوزوي  اسلامي شريعت ناروا کړي دي. ځکه چې يوازې الله ج د سوزولو حق لري چې دا کار په بله دنيا کې د ناوړه عملونو په پايله کې کېږي. نو چې داسې ده بايد چې انسان ته درناوی وشي که په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي نو دا هم له انساني دودونو له شريعت او انساني کرامت لرې خبر ده چې خپل مخالف کس ته اور واچول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *