تروږمۍ وه. ټپي یې په اوږه اړولی و. د هغه زګیروی و. ده په غوږ کې ورو ورته وویل:

« غږ دې ټيټ کړه »

څرپی شو. ونې ته یې تکیه وکړه. ټپوس له ونې والوت. شاوخوا یې وڅارله. د شپې سکوت د سپو غپا ماتاوه چې له لرې به یې کله سر پر سر وغپل او کله به یې غږونه تت شول.

وړاندې بوی شو داسې بوی ته لکه هګۍ چې خوسا شوې وي. د سړي له ستړیا خوله خلاصه پاتې وه. خوله یې بنده کړه او مټ یې پوزې ته ونیو. د وینو بوی یې حس کړ. د ټپي ورو زګیروی شو. ده د هغه غوږ ته خوله ورنژدې کړه:

-بس له خیره سره نژدې شوي یوو

بیا څرپی شو. سړی د ونې ډډ ته کښیناست. ټپي یې ورو له اوږې ښکته کړ. پر هغه سر دروند شو او غاړه یې اړخ ته کږه شوه. ده د ټپي سر پر ونه تکیه کړ. د ماشیندار پر ماشه یې ګوته کیښوده. د څرپي غږ رانژدې شو، خو بیرته غلی شو. د ټپي زګیروی شو. ده یې پر خوله لاس کیښود. غوږ یې ونیو. داسې څرپی و لکه خزنده چې په پاڼو کې ګرځي.

 ټپي یې پر اوږه کړ او رهي شو. چې له لرې یې پر دیوالونو سترګې ولګیدې. شپیلکی یې وواهه. غږ یې وانه ورید. خوسا بوی ته یې خوا ګرځیده خو لاړې یې تیرې کړې. بیا یې شپیلکی وواهه بیا یې هم غږ وانه وریده. ټپي زګیروی نه کاوه او یو څه دروند ورته ښکاره شو. د غاړې پر رګونو یې لاس کیښود لکه رګونه چې یې دریدلي وي. د دیوالونو پر لور تیز شو. ټپي یې د سوځیدلې کوټې په منځ کې پرې باسه. ټک ټک شو. پر کړکۍ راځوړند، پرې پلاستیک شمال ته رپیده. سړی پر زینو پورته شو شاوخوا یې وڅارله، بیرته راښکته شو د ټپي ټپونه یې له سره وروتړل او بام ته وخوت. د ټپي ورو زګیروی شو:

« اوبه .. اوبه… به».

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *