د حضوري / وجودي (Existentialism) فېلاسفې نامتو استازی او لیکوال ژان پُل سارتر ، هغه وخت چې د خپل هېواد په وړاندې یې د نازي المان د لښکرو ګواښ احساس کړ، جګړې ته ولاړ . دغه روښانفکره فېلاسوف ، لیکوال او ناولیست په جګړه کې اسیر شو، خو د انسانوژنې له پنډغالي څخه وتښتېد او بېرته خپل هېواد فرانسې ته ستون شو. په جګړه کې د سارتر ګډون، نه د واک ترلاسه کولو لپاره و او نه هم د کوم بل شخصي دلیل لپاره، هغه غوښتل د پردي یرغل په وړاندې، خپل خلک وساتي.
سارتر هم مخکې تر دې پېښې او هم وروسته له جګړې، د ژوند ترپایه د جګړې او انسانوژنې په وړاندې خپل غږ وچت وساته، دغه هیومانیست روښانفکر غوښتل وښيي، چې د جګړې او جګړه مارو په وړاندې جګړې ته تلل د روښانفکر رسالت او مسئولیت دی.
د روښانفکر یوه ځانګړنه انسانپالنه یا هیو مانیسیم ته ژمنتیا ده. ځکه خو د هر داسې خوځښت او چلند پر وړاندې دریږي، چې د ( انسان ) ژوند او د انسانیت ارزښت ګواښي.
د بې پولې خبریالانو د نړیوالې ټولنې څېړنې ښيي، چې په نړۍ کې د بیان د ازادۍ له نظره سکاندینوي هېوادونه ( لکه سویډن، ناروې، ډنمارک او نور) په لومړي کتار کې دریږي، اوس نو فرض وکړئ، له دغو هېوادونو څخه پر یوه یې د یوه ګاونډي یا کوم ترهګر نړیوال سازمان له خوا برید وشو، نو د بیان د ازادۍ په همدې زانګو کې به رسنۍ، رسنوال او روښانفکران څه ډول غبرګون ولري؟ ایا نارويژي ، سویډنی، سویسي یا ډنمارکي ژورنالیست به د خپلو خلکو تر څنګ ونه دریږي؟ ایا هڅه به ونه کړي، چې د دوښمن په وړاندې د خپل ولس روحیه لوړه وساتي ؟ او ایا د خپلو ملي پوځونو ملاتړ به ونه کړي؟ ایا داسې خبرونه به ، چې د ولس روحیات ځپي ، په مثبت لحن بدل نه کړي؟ او ایا په داسې کړکېچن وضعیت کې به هم د بیان د ازادۍ دروغجن اکټ نه لاس وانه خلي؟ پر فرانسې او المان د ترهګریزو بریدونو پرمهال، د دوی د رسنیو او رسنوالو کړنو ته هېڅ ځیر شوي یاست ؟
دیموکراسي د ثبات د دورې ارزښت دی.
موږ په یوه ګواښمنه جګړه کې یو. ګاونډيان، نړیوال استخبارات او د هېواد ناپوه او د پردیو په لاس کې ښکېل شوي وګړي هره ورځ د ماشومانو او بېوسه افغانانو ژوند ګواښي. هېواد پرمختګ ته نه پرېږدي او د بشري حقونو ارزښتونه ترپښو لاندې کوي، خو موږ لاهم د بیان د ازادۍ په نامه د دروغجنې ادعا په نامه خلک ویروو، ملي روحیه ځپو ، اوبه د جګړه مارو پر ورخ ورتړو او نظام ته ستونزې جوړوو، د ملي ځواکونو روحیات ځپو او ویره خپروو، موږ پرقلمي ترهګرۍ بوخت یو. د ملي پوځونو ملاتړ نه کوو، چې ګواکې ( ناپلوي !!!) به مو زیانمنه شي او د ولس د ژوند ژغورلو لپاره غږ نه پورته کوو، چې ګواکې دا خو زموږ کار نه دی . موږ دومره بېخبره یو، چې د افغان انسان د ژوند ژغورل راته سیاسي کار (!) ښکاري او کله کله خو فکر کوو، چې زموږ یې په سیاست څه ؟
زه دا منم، چې موږ ( روښانفکران ) نه لرو. د دوی ځای باید په لوستو ( تحصیل کړیو ) ډک کړو، چې ښايي یو مهال همدوی په روښانفکرانو بدل شي یا لږ ترلږه د یوه روښانفکر نسل د زېږون لپاره لاره هواره کړي.
موږ د هېلمندي ماشوم د وروستیو سلګیو په وړاندې بېتفاوته یو، ځکه هغه پښتون ماشوم دی او زما پښتانه نه خوښيږي، ځکه پښتون خو طالب دی. په دهمزنګ کې د چاودنې له امله د هزاره زلمي ټوټې ټوټې بدن مو نه ځوروي، ځکه زما یې پرې څه ، هغه خو هزاره دی او هزاره ولې په سوریه یا عراق کې جنګیږي؟ همدا یې سزا . او که نورستانی ښوونځی نه لري او تر پولې رااوښتي ترهګریې بچی پوهنې ته نه پرېږدي، زما ورسره چندان علاقه نه شته. له اچین، هسکې مېنې او کوټ څخه د قساوت او انساني قصابۍ په خبرونو نه لړزېږم، ځکه د قصابۍ د ساتور غږ لا وزیراکبرخان مېنې او نوي ښار ته نه دی رارسېدلی …
زه لا روښانفکر یم او په جګړو یې زما کار نه شته، عسکر پوه شه او کار یې ، پولیس پوه شه او شهادت یې. د هېواد ساتونکی پوه شه او د خپلو زخمونو څړیکې او ځګېروي یې …
ښکېلاک، سیمه ییز استخبارات، د ګاونډیو دوزخي پوځي ماشین او کورني قصابان زموږ له همدې بې تفاوتۍ څخه ګټه پورته کوي. دوی فکر کوي، چې افغانستان نه روښانفکران لري او نه هم لوستي وګړي او که یوځل بیا یې واک تر لاسه کړ، نو ټول ښوونځي لوستي او پوهنتون لوستي به یا ووژني یا وشړي یا به یې هم د څارویو په څېر په څلورو کړي او بیا به نو دوی ورباندې له خپلو خونړیو ساتورونو سره سپاره ګرځي.
شرم دی شرم !
د پوهنتون لوستیو او تحصیل کړیو لویه وسوسه مو دا ده چې په کومه لوړه اداري څوکۍ پښه واړوي، د دې لپاره باید له یوې سیاسي ـ تنظیمي ډلې سره انډیوالي جوړه کړي . د دې لپاره چې په دې کړیو کې باور پرې وشي، نو باید په تنظیمي او بانډیتیستي ناندریو او دعواګانو کې ښکېل شي. لوکسې نېکټايي ګانې وتړي او له تربیونونو څخه یو بل وښکنځي یا لاهم تر څلویښتو کلونو وروسته د مجاهد او کمونیست جګړه توده وساتي. حکومت له حکومت سره په جګړه ښکېل کړي او د پروتوکول او تشریفاتي عزت د لوړېدو غوښتنې وکړي. دغه لوستیو او تحصیل کړیو ته ورته موجودات لویه وسوسه دا لري، چې ولې یې په پلاني ځای کې نوم دوهم یا درېیم یاد شوی او ولې په خبرونو کې دده تصویر د څلورو دقیقو پرځای درې نیمې دقیقې ښوول شوی دی؟ ….
تو لعنت پر داسې روښانفکرۍ ( !)
… او په هېلمند کې دې ډله ډله ماشومان وژل کیږي، په بغلان او کندز کې دي سرتیري ژوندي له پوسته کیږي، په دهمزنګ کې دې غوښې بادیږي، خو چې تلویزیون ته شې، نو روښانفکران (!) له خپلو سکرترانو او مامورینو سره د ملاقاتونو خبرونه خپروي او لویه بریا دا ګڼي، چې نن یې له کوم بهرني دیپلومات یا تنظیمي ټوپکوال سره د واک پر سر، د خپلې ونډې د څومره والي لانجه شاربلې ده .
ایا موږ خپل لومړیتوبونه پېژنو؟
د واک تږي خپلې ګیلې او شخړې د ( خلکو !!!) په استازیتوب توجیه کوي. کوم خلک ؟ هر یو وايي : دخلکو غوښتنه دا ده چې زه دې د واک غوښنه برخه ولرم. بل وايي: خلک عدالت غواړي! ښه عدالت څه دی؟ نوښاغلی ځواب درکوي: عدالت دا دی، چې زما سیاسي برخه راکړل شي. د واک پرسر د سیاسي ناندریو هر لوری خپله ونډه ( سهمیه ) د خلکو په نامه غواړي، خو دخلکو ریښتینی ادرس نه دی معلوم. خلک، چا نه دي پوښتلي چې څه غواړي؟
خلک، هو په ریښتینې مانا خلک، نه د احمد واک غواړي او نه هم د محمود یا کلبي و مقصود فېشن او پروتوکول. خلک سوله غواړي، خلک ډوډۍ غواړي، خلک پر خپلو اوبو او خاوره د خولو تویولو په زور د غنمو کرل غواړي. هیچا د خلکو دغه غوښتنې یادې نه کړې. د هېلمند د ناوې اوسیدونکي خلک دي ، د بامیانو د مغارو هستوګن خلک دي، د آمو پر څنډه د قرقین د کلي اوسېدونکي خلک دي، چې زمکه او کور یې اوبو ترې وړی. د نورستان خلک ( خلک ) دي، چې لاهم نه دي خبر پر کابل د چا واک چلیږي یا د بلخ پاچا څوک دی؟
پوښتنه همدلته ده ، چې د سیاستوالو او خلکو ترمنځ دومره واټن ولې رامنځته شوی دی؟
دا ځکه چې د خلکو او سیاستوالو ترمنځ د تړون کړۍ ( روښانفکران یا تحصیل کړي) ماته ده.
تحصیل کړیو وګړیو ـ چې باید د روښانفکرانو تشه ډکه کړي ــ خپل رسالت او مسئولیت نه دی پېژندلی.
رسنیو خپل تخصصي او مسلکي اخلاق نه دي زده کړي او په خپلو مسئولیتونو نه دي خبر. روښانفکر ته د خلکو ملاتړ، له ناپلوۍ ( بې طرفۍ) څخه وتل ښکاري او رسنۍ فکر کوي، چې که د خپلو مالي او اداري ملاتړو کړیو او مبهموامرینو خبره ونه مني،نو ( دبیان ازادي) تر پښو لاندې کیږي.
څه وکړو ؟
د روښانفکرۍ د پاپلیو او خاپوړو پرېکټس باید پیل کړو. او هغه دا چې : د جګړې ، جګړه مار او دګواښ له لارې د واک د انحصارولو په وړاندې باید ( نه !) ویل زده کړو. د قوم، ژبې ، سیمې ، مذهب او نورو سلیقو له کړیو راووځو او د خلکو ریښتینی ادرس وپېژنو، په دې ځان خبر کړو، چې خلک موږ یا نور ښاغلي نه غواړي، بلکې خلک ډوډۍ، سوله ، برېښنا، کار او تر ټولو لومړی د افغانستان بقا غواړي.
خلک غواړي، چې موږ روښانفکرانو ته ورته موجودات سره ټول شو، یوځای کینو، سلیقې هېرې کړو او پر دې فکر وکړو، چې خلک څه غواړي؟
پر دې فکر وکار وکړو، چې د خلکو غوښتنو ته څنګه رسېدلای شو؟
د جګړې په وړاندې څنګه درېدلای شو؟ او دخلکو هغه باور چې له لاسه وتلی دی ، څنګه بېرته راستنولای شو؟
موږ تر سارتر ډېر هوښیار او تکړه نه یو ، موږ تر ناروې یا سویډین ډېر د بیان د ازادۍ پلویان نه شو اوسېدلای، بلکې موږ هغه جګړه ځپلی ملت یو، چې له لوستیو وګړیو څخه یې دخپل مخاطب، خپلې استازولۍ او د خپلو خلکو ادرس ورک دی.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۸ مه / پرلپسي ۹۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۰/ ۱۳۹۵