څلورلسیزی کیږي پردی پاکه خاوره کي مو ویني بهیږي ماشومان،ځوانان،سپین ږیری او حتأ ښځینه طبقه مو د بل د ګټو قربانۍ کیږي او خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.
دا خبره تر لمر سپینه او ښکاره ده چي جګړه پردي ده او ګټي یې پردې وړي خو قربانۍ موږ ورکوو
اخیر ولی او تر څه وخته؟ دا هغه پوښتنه ده چي تر اوسه ناځوابه پاتې ده.
زه د لته د هلمند د جګړې یادونه کوم هلمند کي جګړي ولي کلونه وخت ونیوه؟ د هلمند جګړه ولي نه مهار کیږي؟ دنه مهار کيدو لاملونه يې څه دي؟ هلمند کې ولي د وینی ارزښت نسته ؟ ماشومان،ځوانان،سپین ژیری، پیغلي او ټوله بشریت دلته ولي بي ارزښته دی؟
ځکه دلته انساني قاچاق شروع دی دلته پردیو او دهغوئ د غلامانو ګټي دي د هلمند جګړه یوه تجارتي جګړه ده دلته نظامي پوستی،سیمی او حتأ ولسوالی د معاملي له مخي د پردیو د ګټو لپاره د هغوئ د غلامانو له خوا خرڅي سوي پردیو او د هغویو غلامانو جګړه ځکه ګرمه ساتلي ده ځکه د دوي خاص اهداف او شخصی ګټي دي او دوی خپل داهدافو او شخصي ګټو لپاره انسان وژنه د یوي مرغي په څیر هم نه بولي د هغوئ وژنه ځانونو ته وياړ او د فخر خبره بولي.
هلمند کي جګړي د ګل په څیر ځوانان د مرګي په خوب ویده کړل زیات شمیرکورنۍ یې د غم پر ټغر کښینولي خویندی يې د ورورک د مرګي په غم کې په سرو سترګو وژړولی،زیات شمیر یې د جانان له څنګه بیلی کړي، د ګل په څیر ګلالي ماشومان یې د بابا له میني بي برخه کړل دې جګړي داسی زړونه مات کړل چې تر ډبرۍ لا هم کلک وه، د هلمند ښکلا اوس بدرنګه ښکاري دلته په کلیو بانډو او ښارونو کی ډار او ناهیلی خوره ده خو لا هم موږ د غفلت په خوب ويده یو نو ای میړني او باتوره قومه څه سول ستا هغه د میرویس او غازی امان سرښندنۍ هغه د احمدشاه لاسته راوړنې راپورته سه! یوازی د تاریخ یادونه مه کړه ته هم هغه افغان یې د هغي خاوری قهرمان یې د هغوئ پر پل دي پل کښيږده نور دي دا دغفلت خوبونه پریږده دا خاوره دا هیواد او د ځپلي ولس دې تاته اړتیا لري نور چاته اجازه مه ورکوه چي خويندي دي کونډۍ کړي.
بچي دي بي بابا او ادې مورکۍ دي بې بچي کړي دا پښتني پیغلي نور د ځوان ورورک او جانان په غم کي مه سوځوه پورته سه! د ځانه دي اتل جوړ کړه دې خاورې ته دي د ځانه څه درمل جوړ کړه.
ترڅو په دې ځوريدلي او کړيدلي ولس يو ځل بيا د رڼا وړانګي خورې سئ او دا ملت د تور تم د تورو تيارو څخه په امن کي سئ
هر افغان او مسلمان ته نور په دې هيواد او خاوره کي وحشت،بربريت او تاوتریخوالي د زغملو او منلو وړ نه دی راځئ په یوه ږغ نور د جګړي پر وړاندي اواز اوچت کړو او ووايو
جنګ دې ورک سي رنګ دې ورک سي موږ سوله غواړو
سولي ته تږي یوو د سولي په ارمان یو او سوله موغوښتنه ده نور جګړه نه غواړو له جنګ جګړو ستړي یوو.
د یوه سولیز آباد او پیاوړۍ افغانستان په هیله
هلمند لښکرګاه