د میلادي کال د جون لومړۍ نېټه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو افغان ماشومان لا هم د ښه ژوند په ارمان دي.
په افغانستان دغه ورځ په یو شمېرسیمو کې پهداسې حال کې لمانځل کېږي چې لاهم ګڼ ماشومان پهکې ښه ژوند نهلري.
فقر، جګړه، له ښوونځي محرومیت، د جګړې په لیکو کې د ماشومانو جذبول او له هغوی ناوړه استفاده، هغه څه دي، چې د افغان ماشومانو د ژوند ترخه دوره تشکیلوي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا «save the children» په خبره، د تېرو کلونو په پرتله د افغان ماشومانو په ژوند کې د پام وړ پرمختګونه هم شوي، د بېلګې په توګه له وخت وړاندې په ودونو کې ۴۴ سلنه کموالی راغلی.
اما د دغې ادارې د یو تازه راپور له مخې، په افغانستان کې ۴۱سلنه ماشومان لاهم له ښوونځيو بې برخې دي، ۶.۹۷ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان مړه کېږي.
د دغې ادارې ویاندې مریم عطایي ازادي راډيوته وویل: جګړې او اقتصادي فقر له ګڼ شمېر افغان ماشومانو د ماشومتوب دوره اخېستې ده: “له بدهمرغه د تازه راپورونو له مخې ښيې چې د ماشومانو تلفات ورځ بلې زیاتېږي افغان ماشومان په افغانستان کې د لویانو په پرتله د جګړو له امله تر ټولو زیات زیانونه ویني.”
په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت که څه هم د پرمختګونو یادونه کوي خو وایي، چې لاهم د افغان ماشومانو د زدهکړو په برخه ګڼ خنډونه شته او جدي دي، او له کورنیو غوښتنه کوي چې د دوی په روزلو کې ورسره مرسته وکړي.