تېره شپه مې یو ټلویزیون کې یو راپور ولید چې له هرات ولایت څخه برابر شوی و.
په دې راپور کې هرات ولایت ته له غور، بادغیس او فاریاب ولایتونو له جګړې بې ځایه شوي ورغلي او له سخت ژوند سره مخ دي.
راپور کې تر ټولو دردوونکې دا وه چې ځینو کورنیو د فقر او بې وزلۍ له کبله خپل ماشومان پلورلي و او ځینې نور حاضر و چې د پيسو پیدا کولو او قرض خلاصولو لپاره خپل اولادونه وپلوري.
یو کس له خبریال سره مرکه کې ویل چې دوه کوچنۍ لمسیانې یې پلورلي او لا هم قرضونه یې نه دي خلاص او اوس په دې فکر کوي چې بله لمسۍ هم وپلوري.
د دې سړې په رنګ او سترګو کې ښکاریدل چې څومره فقر درد من کړی او څومره یې لمسیانو پسې خفه و.
یو بل کس سره مرکه شوې وه، هغه هم خپله یوه کوچنۍ لور پلورلې وه او ډير بد وضعیت کې و.
د دې خلکو پنډغالی هم تصویر کې ویستل شوی و چې په ډير بد وضعیت کې و.
دا د چا له لاسه؟
طالبان د همدې جګړې اصلي عاملین دي، رهبرانو یې ځان لپاره ښه ژوند جوړ کړی او له افغانانو خبر نه دي او یا قصدا نه غواړي چې خبر شي، یا خبر دي او کیسه کې یې نه دي، د طالب رهبرانو ژوند اسوده دی، که جګړه نه وي د طالب هیڅ مشر ښه ژوند نه شي کولی.
دا یواځې یو پنډغالی تصویر کې ویستل شوی و، افغانستان کې داسې سلګونه پنډغالي شته چې خلکو د جګړو له کبله سر خوندي کړی او خپل ډک کورونه یې پريښې، ځمکې او مالونه یې پريښي دي، ځینو خلکو کورونه خو ان طالبانو چور کړی، د ځمکو حاصلات یې طالبان خوري او دا غنیمت هم ګڼي.
طالبانو چې په کلیو کې د جګړې تمرکز کړی، ډير کلیوال یې بې ځایه کیدو ته اړ کړی او هغه چې په کلیو کې پاتې دي د جګړو له کبله له رواني ناروغي سره مخ دي،
د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ویل شوي چې هر څلور افغانانو کې یو یې سمو خوړو ته لاس رسی نه لری او له فقر او بې وزلي کړیږي.
په دې راپور کې د ماشومانو وضعیت هم ارزول شوی چې د مالوماتو له مخې پنځه نیم میلیونه ماشومان له ناسم وضعیت سره مخ دي او ان د مرګ ګواښ ورته شته.
ملګرو ملتونو راپور کې جګړه هغه لامل بلل شوې چې د ماشومانو او نورو افغانانو ژوند یې سخت کړی دی.
جګړې د سمدستي قربانیو تر څنګ تدریجي ډول باندې هم افغانان له ستونزې سره مخ کړي دي.
لکه رواني ناروغي، وروسته پاتې والی، ویجاړۍ، معیوب کیدل او فقر او بې وزلي هغه عمده لاملونه چې له جګړې وروسته راپاتې کیږي او افغانستان ژر نه شي کولی په پښو باندې ودریږي.