تاند- د ملګروملتو د کډوالو د چارو لویه کمیشنري وايي چې د سوریې د کړکېچ له کبله لږترلږه ۳ ملیون خلک کډوال شوي دي.
د دې کمیشنرۍ په وینا دا هغه کسان دي چې دوی ثبت او راجستر کړي دي.
د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا د سوریې د بحران په وجه د دغه هیواد د ټول نفوس کابو نیمايي خلک د کور پرېښودلو ته اړ شوي دي.
اکثره سوریه وال ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي چې د هغو په منځ کې یو ملیون او یولک لبنان ته تللي دي.

د سوریې په کورنۍ جګړه کې تراوسه پوري یولکو نوي زره تنه وژل شوي دي. د ټپیانو شمېر تر دې څو څلي زیات دی.
سره له دې چې د سوریې حکومت ظالم او په یوه اقلیت پوري تړلی دی خو د دغه هیواد د خلکو ژوند هیڅکله دومره بد نه و چې اوس دی.
جګړې د دغه هیواد مهم تاسیسات او ښارونه داسي ویجاړ کړي چې پخواني حالت ته د سوریې د رسېدو لپاره ډېرو لسیزو ته اړتیا ده.