…د ولسوالئ نه ترښاره پورې ټوله لاره څلویښت کیلومتره وه، خو د خامه سرک او ماینونو له ویرې جیپ موټر داسی روان و لکه کشتۍ. کله به یوې خوا کله بلې خوا ته زوړند زوړند کیدو. ښار ته د رسیدو سره، موټر د عمومي سرک څنډې ته د یوې لویې خړې لرگینې دروازې مخی ته ودرید. نورې موټرې ډیر په تیزه تیریدی، راته په زړه پورې وی، ورپسی به یو نیم ټانگه او رکشا هم روان وو. خلک یوې خوا بلې خوا زیات لیدل کیدل.
داسی هم ښکاریدل چې گڼه گوڼه به د ماښام ترناوخته اوسي، خو د خلکو ترمنځ تفاوت هم زیات و. ځنی بیخي کلیوال ډول، ځنی بیا پطلون کړي ښکاریدل. د کور د دروازی ښي لاسته څه ناڅه پنځوس گامه وړاندې د لرگیو یو ټال و. زه چې د ښار هر لوري، رنگ او غږ جلب کړی وم، وارخطا وارخطا می هر څه په زیر کتل، مور د لاسه ونیولم او د همدې لویې دروازې وړه پله یې خلاصه کړه او دننه شوه. د ښار ژوند له همدې ورځی پیل شو. زه چې په ولسوالئ کې دویم ټولگي ته کامیاب شوی وم، په ښار یې د دریم وخت تیر شوی و، او په څلورم صنف کې شامل شوم. دری کتابونه راته راکړل شوو.
د یو نوم می ایله ولوست، هیواد نومیده. د بل نوم راته همصنفي وښود چې دیته پښتو کتاب واېي. سره او شنه رنگونه د مکتب هرلورې کې زیات لیدل کیدل. په لمړي سر کې د خپل صنف موندلو کې ښه نه وم، خو ټولگی می پیدا کړاو په نمجنې ځمکه د نارنج ونو لاندې د شلیدلي تغر په وروستئ څنډه کې راته ځای پیدا شو. معلم صاحب په تښته د حساب سوال لیکلی و.(= ? ٩ـ ٣۴ ).
ما چې د کلکو څپیړو په وجهې الف بی تی او ضرب زباني یادي زده کړي وو، ژر ژر می د خپلو گوتو په منفي او جمعی شروع وکړه، که ځواب پیدا کړم. همدا شیبه می د شاه له لورې په څنگل او پښې جوړه د یوې کلکې درنې لښتې گوزار وشو. کړیکه می کړه. یو ډبل بریتو چې تنگ او ارتو پیڅو پطلون یې اغوستې و، په قهر یې وویل چې ولی مکتب ته په جامو کې راغلی یې او پطلون دی ندی اغوستی؟ حیران شوم، ما ویل که د کلي خلک نه پوهیدل، خو اخطار یې راکړ چې سبا په جامو کې رانشی.
زما ورځ د شروع کیدو مخکی ختمه شوه. لاس می زیات بی حاله شو، د درد له لاسه می سلگۍ نه ودریدې، معلم راته اجازه واخسته او د مکتب تر دروازی یې چې بوولم، د ځان سره یې ویل، خدایه لدې لعنتي او ظالم سرمعلم نه مو خلاص کړی. کورته رخصت شوم. دا می دریمه ورځ وه خو د نورو په پرتله می پدې ورځ سخت لوی درس واخیست، هغه درس چې لسیزې وروسته می د خپل ژوند تدبیر پکې نیوو او په راتلونکو برخو کې ېی تاسو دروند لوستونکي سره شریکوم.