په تیر پسی…  دویمه برخه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

…څو شیبې بیخي بیخوده وم، چې په ځان پوه شوم، نو په یوه تورتم خونه کې د مور په غیږ کې وم او د سر چپ اړخ، اوږه او لاس می لوند او یخ و. په هوش راتلو سره مې د سر درد پوره حس کړ، خو غوږونه مې د چاودنې درز، ټپ کړي وو. کوشش مې وکړ چې د خونې وړې دروازې ته، چې نرۍ رڼا ترې ښکاریده، ځان ور نژدې کړم، مور مې کلک نیولی وم، کتل مې چې هیبت وهلي مخ کې یې د دوعا ټکي په خوله وو.

څو شیبې چوپې تیرې شوې، کله به همدا سکوت داسي محسوس کیدو لکه چې بیا یو لوی درز شي، په همدې شیبه کې مې پام شو چې پلار به مې څنگه وي؟ په یو تړق د مور له غیږی می ټوپ کړل، کمیس یې راته کش کړ خو ما صبر نشو کولی او په منډه برڼډې ته ووتم، د ناک ونې او انگورتاک او شاوخوا دیوالو او دالانونو بڼه بلکل بل ډول شوې وه، تکه توره، په ونو کې پاڼې نه ښکارېدې ، په ټوله حویلۍ کې توره ایرنه خاوره خوره وه، د ناستی خونه بلکل هواره وه، ما چیغې کړی، بابا،، بابا،، خونې ته د ورتلو لار نه موندل کیده، بم وهلې کړکۍ، ښځلې، د لوټو لوی غوڼډاري او توری ډاگې،پرچه پرچه د خاورو سره یوځای مخې ته پرتی وی، د بم پرچو د ناک او چکوترې ونې په منډانو سپین خالونه پریښودي وو.

 وارخطا وم چې پلار می ولی ځواب نه راکوي، چا له لاسه ونیولم او په زور یې بیرته د دوه پوړیزه ودانۍ دیوال لور ته بوتلم، همدومره می واوریدل چې ویل یې، بیرته راغلې، هدف یې الوتکې وی، چې عینې د اول ځل په شان د جئټ الوتکې غږ شو او بیرته اسمان ته مخ پورته شوه، پوه شوم چې بم یې راخوشی کړ، موږ پر ځمکه پریوتو، دا ځل یې بم د قلعه له دیوالو بهر د لوی کمر په سر ولگیدو، همدومره لوی درز او دوړی یې جوړی کړی، د ونو څانگې او تور لوگې ټول داسی په هوا کې ښکاریدل تابه ویل ټوله قلعه تنور گرځیدلی.

ترڅو می وړوکی دالان ته ځان رسوو، چې د هلی کوپتر غراری می واوریدو او رسا د قلعه په برکنج کې می د اول ځل لپاره له دومره نژدې، الوتکه ولیده، د طیارو لیدلو رانه د مرگ ویره ورکه کړی وه، د هلی کوپتر له غاړو می سره لمبه ولیده او د هغی ودانۍ چې زه یې لاندې ولاړ وم، د دویم پوړ خونه یې وویشتله، دا د څو شیبو خبره وه، د خامو او پښو خښتو یو امبار راباندې د پاسه راغې، پدې سره نور هیڅ څوک یو له بله خبر نشو، د ډیر هیبت او لاچارتوب نه می نور ویره نه لرله، او په منډې می د حویلی دروازی ته منډې کړی، هلته د پریوتو دیوالو او کنډرو منځ کې د دهقان دوه زامن غزیدلي وو، یو زخمی و او بل خپل سر پټ نیولی و، د کور تور سپې چې بورا نومیدو، هغه خپله لکۍ تاوه کړې او د دهقان د زوی سره لکه یو وړوکی ماشوم هیبت وهلی، ځان تاو کړی و.

 ما د حویلۍ بهر د قلعه عمومي دروازی ته منډه کړه، الوتکو د قلعه شاوخوا او په نژدې کلي او غونډیو هم بمونه ویشتل، د لویو چاودنو غږونه اوریدل کیدل. د قلعه ووتم او د پټو په منځ کې د نریو پولو په سر د بازار په لور می منډې کړی…  د جگړې د بڼې بدلیدو، دولس د تباه کیدو او مهاجرت ته اړ ایستو په هکله په بله برخه کې !

لومړۍ برخه

3 thoughts on “جګړې څنګه پای مومي ؟ سید سلیمان اشنا”
  1. اشنا صاحب همارنګه قصه مونږ باندی هم تیر شوی مونږباندی څه چه ډیرو افغانانو باندی دغسی دغم او ویر صحنی
    دغه روسانو او دهغوی ګوډاګیانو راوستی او اثرات یی تراوسه مونږه کتلای شو الله دی شهیدانو ته جنت او نوروته صبر
    او استقامت ورنصیب کړب

  2. شنا صیب !! جګړه هغه وخت ختمیږی چی څوک ونه غواړی چی جګړه وکړی جګړه کوم وخت څوک غواړی ویی کړی چی کله یو سړی مجبور شی چی جګړه وکړی !! د ا د جګړی لامل وو خو په دوه طریقو سره جګړه ختمیدای شی – لومړی : خلکو ته مصروفیت پیدا شی او د اقغانستان لپاره په زیربنایی پروژو باندی کار وشی لکه د برق بندونو جوړول د فابریکو جوړول او پانګوالو ته د پانګی د زمینی برابرول ، دا ریښتیا ده چی اوسنی دولت دی ته ډیر لیوال دی چی پانګوال دی پانګونه وکړی خو د پردی تر شا هغوی تحدیدیږی ما خپله سروی کړی او اسناد په لاس کی لرم چی د پانګوالو د پانګونی سره دوی په مرګ باندی تحدید شوی او نه غواړی چی څوګ د شخصی پانګونه وکړی دوهم نړیوال باید افغانانو ته د یو انسان په سترګه وګوری او افغانانو ته د یو انسا په صفت او د یو بشر په صفت ددوی احترام ته قا يل شی باور وکړه اشنا صیب پدی ښارونو کی خو بیا هم په هر صورت میدیاوی شته هر
    هڅوک هر کار نشی کولای خو که کله د اطراف د خلکو حال وپوښتی نو دی نتیجی ته به ورسیږی چی افغانیت یو جرم بلل شوی ک
    اشنا صیب !! زه خپله د تاسی جرنالیستانو نه هم ډیر ګیله من پدی یم چی تاسی هیڅ وخت صحی قضاوت ونکړ
    مننه وحیدالله صالح له وردګو څخ

  3. ستا سو کیسه کاملا واقعیت دی
    هیله ده چی دا لاندی ټایپي غلطی اصلاح کړی
    قلعه= کلا
    ښځلې = خځلی
    پښو خښتو = پخو خښتو
    بریالی اوسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *