…د کلا او بازار ترمنځ یو لوی خوړ پروت و، پسرلي کې به ډک و خو د کال دولس میاشتې به پکې د ژرندې د یو ورخ  هومره رڼې اوبه بهیدې. بازار ته د پوری وتلو سره چپ لاس ته جومات او د خټینو ټیټو دیوالونو ترمنځ نرۍ لار وه. ښي لاسته د توتانو د دیرې لاندې د اخترمحمد اهنگر نغری و. سباناري نه روسته به تل زموږ کلا ته ددی اهنگر د څټکي غږ رسیدو. پدې شیبه کې نغری سوړ او هیڅ څوک په دیره کې نه وو، ما گامونه گړندي کړل او د همدې تنگې لارې می ځان د بازار عمومي سرک ته ورسو. دوکانونه تړلي وو، او مرغۍ پر نه وهو. یوازی د الوتکو درون غږ ترغوږو رسیدو. په منډه می د اختراهنگر د کور ور ټک ټک کړ، ور یې بیرته و، ښه و سپی یې هم پدې شیبه کې ورک و.

 د یو تورتم دالان نه راته اشاره وشوه چې ورشم. یوی بوډئ تور کمیسی ښځې د تندې نه ښکل کړم، بیا یې لاسونه راته ښکل کړل، په خپل پوړني یې ژر ژر زما د سر په ښي اړخ کې وینه پاکه کړه، شین دسمال یې د کمیس له جیبه راویست او زما تندی یې پری وټړو او ټینگ یې په غیږه کی ونیولم. پوښتنه یې وکړه چې پلار او مور دی څه شوو؟ ما تری خبر نه درلود. سختی ژړا ونیولم او سلگۍ می نه ودریدې. دا میرمن د اختر اهنگر ښځه وه. بلې خونې ته ورغله او نارینه یې خبرکړل. دوی ټول د الوتکو د بمبارد له وجې په کوټو کې پټ وو. لږ ساعت کې یو یو له کوټو ووتل او د ټولو په خوله همدا یوه خبره وه، د پاچا صاحب کورنۍ تباه شوه!

 ټول بیرون ته په وتلو شوو، زه هم سودایی وم، خو کیدی شي ماشوم وم، نارینو راته زیاته توجه نه کوله. ما هم ورپسی منډې کړی. بلاخره د حضرت په نوم زما د پلار یو نژدې دوست و، هغه پیدا کړم او وی ویل، پلار ته دی بوزم. هغه د ولسوالۍ د لېسې په لور روان شو، ما ویل هلته حکومتي قوا ده؟ ویل یې څه نه واېي درځه چې ځو.! د ولسوالئ د خام سرک دواړو غاړو ته پلن پټي وو، د غنمو کر شوی و او کله به سوړ باد هم لگیدو. ولسوالئ ته ورسیدو، پلار می قرانکریم په غیږ کې د یوی ونې لاندې هیبت وهلی ناست و. شاوخوا یې د عسکرو گڼه گوڼه وه، په زړه پورې دا وه چې اکثرو پوځیانو خپل منځ کې فارسی ویله. پری نه پوهیدم خو منظم، با انظباطه او ډیر خاطر جمع ښکاریدل. پلار می په لیدو ډیر خوشحاله شو. د کمیس په لمن یې زما مخ راپاک کړ او څو ځلي یې له تندي ښکل کړم او شکر یې وویست.

 تردی وروسته می په یاد ندي، خو دا می په یاد دي چې یو هلي کوپتر راپسی دی او زه تری تښتم، اخر می د ونې یو ډډ کې گیر کوي او مخامخ می په راکټ ولي، ځان تود حس کوم او په کړیکه د خوب نه پاڅیږم. گورم په تورتم کوټه کې د یو چا سره پروت یم. د بمبارد له شیبې وروسته می د اول ځل لپاره د  خپلې مور غږ واوریدو. په کراره یې راته وویل، ولی ځویه، ویده شه، ارام شه، هیڅ خبره نشته، بلا دی واخلم…! دویم ځل چې ویښ شوم، څاښت و، او د کوم چا حویلئ کې ډیرې کلیوالې ښځې په کټونو کې ناستې وې. مور می راته شین چای او د تریو پنیر یوه ټوټه راکړه. مور می په سر راته لاس کشو او دوعاوی یې کولې. پدې وخت کې پلار می راغی او مورته یې راته غږ کړل چې ژر شه چې ځوو، دری واړه بیرون راووتلو او په یو جیپ موټر کې سپاره او موټر د ښار په لور حرکت پیل کړ…دا جگړه په همدې ځای پای ته ورسیده، خو همدا سفر د نورو تودو جگړو پیل و چې په بله برخه کې یې لولئ. !

تېره برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *