د افغانستان د لسیزو جگړو یو ریښتینی انځور او د جگړو عوامل!

د کلا (قلعه) په لویو دیوالو کې د چېنچڼو او ښاروگانو شورماشور خور و، قلعه کې دننه، د کلي نه راننوتې ویالې وړې شراره ګۍ هم خپل غږ روان ساتلی و. په لویو دیوالو کې د مرمیو سوري له ورایه ښکاریدل، د انگورو لوی غزیدلي تاک او خواته یې د ناک ونې، د حویلۍ انگړ سیوری کړی و.

د انگورتاک له ځینو برخو د لمر تیزې او تودې وړاندې هم په سړي ښه لگیدې. ورځ هماغسی پیل شوه چې د یو معصوم ماشوم په زړه کې د لوبو او مستۍ کولو اوږده ورځ په زړه کې وي او د لمر د تودوخی سره یې زړه شیبه په شیبه ټوپونه وهل پیل کوي. مور می په لوی دالان کې د غرمی لپاره د خوراک بندوبست کوو، پلار مې د ناستی خونې په یو کونج کې د لوی کټ دبره د پخوا په شان د قرانکریم ذکر پیل کړی و، ترما مشر ورور می د دهقان زامنو سره  ځمکو ته ورغلی و. نارینه به تل هره ورځ، دسباناري وروسته په خپلو کارو پسی وتل. ښه می په یاد دي. شپږکلن وم، خړې جامې می په تن وی، د انځرو او ونو په شیدو لکه لکه هم وی، لینده په غاړه او د بغل جیب کې می دوه دری غوزان هم لرل، پلاستیک څپلې می په پښو وی چې د یوی شونډه هم نه وه، او د حویلئ د دروازې، کوچني دالان ته روان وم. د سهار نهه بجې به وی چې ددی تنگې درې د لویو غرونو په منځ کې می د هلی کوپترو غږ واوریدو. دا ډول حالت به تل د بمبارد، ډزو او ویرې زیری راوړو. ما په وارخطایې پلار ته نارې کړی،

بابا، د طیارو غږ دی. هغه د ورایه غږ کړ چې یو پناه ځی کې اوسه او بیرون مه گرځه!

ما می مور ته ناری کړی او د دوه پوړیزه ودانۍ کوزنۍ کوټی ته مو منډه کړه. پدې وخت کې، په اسمان کې د جئټ الوتکو غږونه هم اوریدل کیدل خو ټولې طیارې د کلي برو درو ته لاړی، موږ خوشحاله شوو چې، دولتي قوا، پدې پوهیږي، پدې کلي کې ټول ولسي خلک دي او هغه هم یوازی سپین گیري، ښځی او ماشومان پاتی دي. خو د لږ وخت دپاره د امن خیال د جنگي جیټ الوتکې په یو رسا څییواري، ختم شو، داسی ستر اوغړومبیدلی غږ چې اوس فکر کوم، د حامله مور له نسه یې ماشوم هم ضایع کولی شو. الوتکې رسا زموږ دا ښکلی قلعه  هدف کړه. زه، مور او دوه نورې ښځې چې په دربار کې به یې کار کوو، او پدې څو شیبو کې د ناظر له کوټو دننه رسیدلی وی، قران شریفونه یې پر سینو نیولي او یا الله خیرـ یا الله خیر یې کوو، یو لوی درز شو ـ  په سرعت د درنو وچو خاورو چې د باروتو بوئن تور لوگي ورسره و، هرڅه گډوډ کړل. زه لکه بڼکه د برڼډې له مخی په هوا او د نژدې کوټې په دروازه داسی ولگیدم، لکه پنډوس… پاتی برخه بل وخت.

1

دا د هماغې کلا عکس دی چې ١٩٧٥ میلادي کې اخستل شوی او پنځه کاله وروسته، پدې ریښتینې کیسه کې په بمبارد کې ایرې شوه!

2 thoughts on “جگړې څنگه پای مومي ؟ سید سلیمان اشنا”
  1. ما ته هم هغه تیر کلونه را یاد شول چی کله د مجاهیدو خپل منځی جنگونه ول او زه ماشوم وم چی په سپنو وارو کی د کابل نه د ننکرهار په لو روان ولوو
    اجمل هوتک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *