تاند- په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي، اسلام اباد نه غواړي چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.

په امریکا کې د پاکستان نوي سفیر جلیل عباس جیلاني پرون وویل:«حتي له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د وتلو په باب خبرو هم منفي اغېز کړی دی، پاکستان مخکې تر مخکې د نورو افغان مهاجرو د راتګ په اړه غور پیل کړی دی او د دې معنا دا ده چې د افغانستان خلک هم وېره لري.»

جیلاني چې له تېرو څو کلونو راهیسي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او عملاً د بهرنیو چارو وزیر و، له دیارلسو کلونو وروسته لومړنی مسلکي دیپلومات دی چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر ټاکل کېږي.

ټاکل شوې ده چې امریکا د سږ کال په پای کې له افغانستانه ټول محارب پوځیان وباسي خو که له افغانستان سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي، یو شمېر پوځیان به پرېږدي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

جیلاني وویل، په واشنګټن کې د خپل ماموریت په لړ کې به لومړیتوب دې ته ورکړي چې د نړۍ له اقتصادي زبرځواک (امریکا) سره اقتصادي او سوداګري اړیکې پراخې کړي.

ده وویل:«څرګنده ده چې دفاعي او امنیتي اړیکې هم همدومره مهمې دي خو د انرژۍ په برخه کې همکارۍ به مهمه چاره وي چې باید ورته پاملرنه وشي.»

جلیل جیلاني له هند سره د پاکستان د اړیکو په باب وویل:«هند ته پکار دي چې د نوازشریف له هغې دلچسپۍ څخه استفاده وکړي چې له هند سره یې د اړیکو ښه کېدو ته لري کنې دا ښه چانس به له لاسه ورکړي.»

ده تاکید وکاوه چې ښاغلی شریف له هند سره د اړیکو ښه کولو ته د زړه له کومې لېوالتیا لري.

پاکستان ادعا کوي چې هند د افغانستان له خاورې څخه په بلوچستان کې ناکراریو ته لمن وهي خو هند او افغانستان د پاکستان تور ردوي.

5 thoughts on “جیلیل جیلاني: پاکستان نه غواړي چې امریکايي پوځیان ووځي”
  1. زما په فکر داسلام اباد خپل دسیاسی ګټو په خاطر دی نه غواړی چی داغمیزه دی پای ته ورسیږی نو دی خود وایه چی پوره امریکایان یی نه دی خوښ یعنی چی ټوله دی ووځی دا په دی خاطر چی دیوی خوا دی خپل کریډیټ دامریکا څخه تر لاسه کوی او بل که چیری دا ډرامه ختمه شی نو دده هغه امتیازات دلاسه ووتل چی نن یی ده ته افغانستان ورکوی اویا دده په غیږکی طالیبان اوسی او دده په اشاره هر څه کوی نن دی په خبرو کی مترح دی او ده ته دهری خوا هر څه چی وغواړی ورسیږی نن ده دافغانستان پر ځینو اشخاصو قواله کړی ده هر څه چی ورته وایه هغه منل کیږی او هغه کیږی که چیری امریکا ونه وځی او ملت حکومت او جنګی طالب پاته شی نو ددی څخه به دی دا ګټه تر لاسه کوی که چیری داسی حکومت جوړیدی چی دده تاوان او دده ګتی دخطر سره مخامخ کیږی نو ده ته به داموقع مساعده وی چی دی یی بیرته سره ګډ وډه کړی او په مابین کی درز ورواچوی دجوړیدو او سولی مخه ونیسی نو که نه امریکاوی او هغه نور اشخاص چی نن خپل جنګ ته دخاریجانو شته والی بهانه کوی دهغه دغه بهانه به وی جنګ به وی دمخالف همایه به وی او دابه وایه چی تاسی امریکایانو ته موقع ورکړه او دوی دلته پاته شول نو موږ جنګ او سوله نه کوو امریکا به دخیری پر غونډی ناست وی هغه به امریکا او دپاکستان دخوا هیمایه کیږی او دجنګ کولو امر ورته کیږی بچی به دافغانانو مړکیږی ګټه به یی امریکایان او پاکستانیا نو ته رسیږی زما په نظر چی امریکا نه وی په ملک کی به لږ وخت جنګ وی دربدری به وی خو بیا هم نن چی ورته ګورم دغه څو اشخاص چی خاصالخاص خپل زنده ګی دامریکا په بودیت کی بولی دی خلګو دځان لپاره زخیره نیولی ده دا نه دافغانستان په درد خوری او نه په یی موږ دمره مهم بولو هغه که نن سخته شی په هغه ورځ دوی ته پاسپورت اماده دی دی او دخاریج لار یی لیدلی ده او دوی به روان وی او بیا به دهغه ځایه خپل نظرونه او لیکنی کوی نن فساد اوج ته رسیدلی دی دا فساد دعوامو دخوا نه دی ددغه نظرپوښتونکو اشخاصو دخوادی او دقدرت دخاوندانو دخوادی ملت نن هم که ددیو په مابین کی تر پښو لاندی نه شی دواړه ورته بی تفاوته دی نو انشاالله ددوی سه به هم منطقه پاکه شی او داسی به وشی چی بیا ملت ورته وویلای شی چی تر پرونده پوری تا دغه ویل امریکا ولاړه د پاکستان دغلامی سه خلا ص شوی نن داعمل چی پرون دی کاوه نن خو یی مه کوه دتیرو تجریبو ته دی وګوره امید خدای(ج)ته شته چی خود به خوده سم شی او دغه افغانان به خپل په مابین کی سره جوړ او دخپل اینده تصمم ونیسی لویه جرګه چی دملت نماینده وکولای شی او ازاد انتخابات چی ټول ملت شرکت پکښی کولای شی دخپل اسلامی اعناننو او اسلامی اصولو برابر خپل منتخب حکمران ټاکل نن چی ودغو انتخاباتو ته ګوری دا یولس نفره چی دی په هر ازاد مجلس کی چی کښینی دا بحس کیږی چی چاته به رایه ورکوو یو وایه هیچا ته نه ورکوو او بل وایه پر ټو لو چلوپا راکش کړی او بل وایه اشرف غنی ته رایی ورکول ددوستم په خاطر معنی دشیهدانو سره جفاده ده ډاکتر عبدالله نه منو سیاف دوهابیت او دمذهب خلاف دی ګل اغا شیرزی دسازندهوو خوښ دی او دانور دشریعت مخالف دی پاته شو يو هلال چی نن یی ځان پر شریعت برابر کړی دی نور نو خدای خبر دی بیا نه امریکا منی نه یی دحزب په خاطر نو کفری ممالک منی او په ده کی هم دا اشتبهات شته چی ده کومه هوکړه ورسره کړی ده چی ده ته دا امیدونه پیداشول چی زه به یی وګټم

  2. امریکا په افغانستان کې د لنګې غوا په شان ده چې ښکر یې پښتانو ته اړم کړي او لوشي یې پاکستان ، ایران او په افغانستان کې د هغوی جاسوسان لکه دشمال ټلواله اوپه ګولبودین مربوط کرایي اخوانیان، نو یو هم نه غواړي دا پیوره غوا له لاسه ورکړي.

  3. دغو ته وایي د عقل اولادونه، هم طالب د خره په دود استعمالوي او هم له امریکا سره سر ښوروي. له یوې خوا د طالب په استعمالولو سره له چین او نورو او نورو نه پیسې اخلي او چاودونکي څیزونه ورته جوړوي او له بلې خوا له امریکا نه پیسې اخلي او وایي چې زه طالب راڅملوم. یو څوک چې دومره عقل لري او زمونږ خره همداسې استعمالوي زه خو وایم د کندهاریانو خبره د مور شیدې یې شه. شرم دې زمونږ په بې لکیو ږیرورو خرو چې د انسانانو په ککرو باندې فوټ بال کوي.

  4. زمونږ بیسواده خارجه وزیر وګوری او د جعلستان یو سفیر ورسره مقایسه کړی. زمونږ وزیر چی هرچیرته ځی نو ژباړونکی به ورسره وی او خپل نظر به دهغه په وسیله څرګندوی. د مقبل او ملا حسن یا ملا شیرمحمدعباس ستانګزی فرق نشته. تول بی مسلکه ، بی منطقه او تصادفی کسان ول چی داسی مهم او حساس وزارت ته ګمارل شوی وو.

  5. د افغانستان لپاره د امریکا.پاکستان او ټالیبانو فوټبالرانو یو پروګرام ده دوي د یو هدف لپاره جنګیږي او ټول له همدي یوي منبع امریکا نه حمایه کیږي که امریکا په ریښتیا وغواړي چي امن راشي نو زیات نه زیات د یوي میاشتي خبره ده داچي کرزي ورته د امنیت راوستلو شرط ایښی او امریکا یی نه مني هغه د اوږد وخت لپاره په افغانستان کي پاتي کیدل غواړي نه د لسو نورو کلونو لپاره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *