تاند – د کوېټ له عربي دولت څخه پاکستان ته د ورغلي یوه پلاوي د مشر بکسه او د پیسو بټوه هغه وخت ورک شول چې نوموړی د پاکستان د اقتصاد وزارت له چارواکو سره په خبرو بوخت وو.

له ملاقات څخه وروسته د کوېټ د هیئت مشر وویل، چې بکسه او بټوه یې غلا شوي چې د مجلس برخه والو د هغه په خبره سخت ټکان وخوړ.

د پاکستان د جیو نیوز تلوېزیون په وېب سایټ خپور شوی یو راپور وایي، چې د کوېټ د هیئت د مشر بکسه او بټوه د پاکستان یوه جیګپوړي مامورغلا کړي ول.

د جیو نیوز وېب سایټ لیکي، کله چې پلټنه وشوه او د سي سي ټي وي کمرې ریکارډ‌ وکتل شو، معلومه شوه چې غلا د ضرار حیدر په نامه د ۲۰مې رتبې یوه جیګپوړي مامور کړې ده.

پاکستان ټوډی ورځپاڼې په خپل وېب سایټ لیکلي، چې ښاغلی حیدر د پاکستان د پانګونې او د پانګونې د چمتو کولو د چارو سکرټر دی.

پاکستان ټوډی لیکلي، چې د اقتصادي چارو د څانګې افسر، غضنفر ګېلاني، له پولیسو څخه غوښتي چې په ښاغلي حیدر اېف آی آر کټ کړي، خو چارواکي په دې په غوسه دي چې په دې کار سره د پاکستان پزه پرې شوه.

د پیسو نړیوال صندوق (آی اېم اېف) وایي، چې په پاکستان د بهرنیو پورونو اندازه ۹۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلې او ویل کیږي چې ښایي د ۲۰۱۹ کال تر نیمایي پورې دغه اندازه ۱۰۳ میلیارده ډالرو ته لوړه شي، او ادعا کیږي چې د دغه هېواد شتمني اکثر د پوځي او نورو لویو چارواکو له خوا غلا کیږي، خو دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي نېغ په نېغه د یوه رسمي هیئت له غړي او په تېره مشر څخه غلا کوي.

2 thoughts on “پاکستاني جیګپوړي چارواکي له کوېټ نه د ورغلي هیئت د مشر بکس او بټوه غلا کړل”
  1. د الله پاک نه نوره شرمندګی و رسوایی هم درته غواړو تاسی هغه څوک یی چی به بی وزله افغانانو مو اور بل کړی الله مو په دنیا او خرت شرمیدلی او رسوا لره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *