تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جېمز ډابینز نن او پرون په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرانو سره د دوه اړخیزو مسلو او دغه راز د افغانستان په باب خبرې پیل کړې.

دا په افغانستان کې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته پاکستان ته د جېمز ډابینز لومړنی سفر دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دواړو خواوو د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د ناټو پوځیان د سږ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

امریکايي چارواکو ویلي چې پاتې کېدونکي سرتېري به یې تر هغه څه ډېر لږ وي چې مخکې امریکايي قومندانانو یې په اړه تصور کاوه.

پاکستاني رسنۍ وايي، جېمز ډابینز، چې پرون له افغانستانه اسلام اباد ته ورسېد، لومړی د پاکستان د صدراعظم د سیاسي چارو له سلاکار او د دغه هیواد د ملي امنیت له مشاور سرتاج عزیز سره ولیدل.

دواړو خواو پر یو لړ دوه اړخیزو مسلو او دغه راز افغانستان خبرې وکړې.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی به د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان او د پوځ له لوی درستیز جنرال راحل شریف سره هم وویني.

ویل شوي چې ډابینز به د پاکستان له کورنیو چارو وزیر او لوی درستیز سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

د ډابینز او پاکستاني چارواکو په کتنه کې به د پاکستان او امریکا پر اړیکو هم د بحث امکان برابر شي.

ډابینز تر دې مخکې د تېر کال د جون، اکتوبر او دسمبر په میاشتو کې پاکستان ته سفرونه کړي وو. دی د تېر کال په اګست کې د متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره یوځای پاکستان ته تللی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *