تاند- په کابل کې د امریکا سفیر وايي چې په افغانستان کې هر له ډول اقدام چې د دغه هیواد د اساسي قانون له چوکاټه وتلی وي، له دې هیواد سره د امریکا مرستې له خطر سره مخامخوي.

جېمز کنګم دا څرګندونې د بلخ له والي عطا محمد نور سره په کتنه کې کړي.

عطا محمد نور په یوه مرکه کې ویلي چې د اشرف غني احمدزي بری به له بهره یو تپلی عمل وي.

ده همداراز ویلي، د عبدالله انتخاباتي ټیم د ملي وحدت حکومت او د ټولو رایو د بیا څېړلو په باب د ښاغلي کیري وړاندیز ومانه، خو د ده په وینا د عبدالله سیال ټیم په دې برخه کې صداقت نه دی ښودلی.

له بلې خوا د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي احمدزي هم د ملي وحدت د حکومت په اړه تازه څرګندونې کړي چې د عبدالله ټیم پرې انتقاد کړی دی.

اشرف غني احمدزي ویلي چې د ملي وحدت د حکومت معنا د ايتلافي حکومت او یا هم د واک د وېشلو نه دی.

د اشرف غني احمدزي په وینا د اجرايي چارو د ریاست د چوکۍ د جوړولو معنا دا نه ده چې دوه موازي قدرتونه به له یو بل سره کار کوي بلکې د اجرايي چارو رياست هماغه راز چې د ولسمشر په فرمان رامنځته کېږي د ولسمشر د اوامرو تابع وي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړيۍ پړاو کې عبدالله عبدالله تر نورو کاندیدانو زیاتې رایې ګټلې وې خو پنځوس فیصده جمع یو رایې ترلاسه نه کړای شوې، په دوهم پړاو کې، هماغسي چې په ابتدايي نتیجو کې څرګنده شوه، اشرف غني احمدزي انتخابات وګټل خو عبدالله عبدالله ادعا وکړه چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده. عبدالله حتي ځان بریالی اعلان کړ او خبرداری یې ورکړ چې موازي حکومت به جوړ کړي.

د دې ستونزو د حل کولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري افغانستان ته سفر وکړ او د دوو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړولو او د ټولو رایو د بیا شمېرلو په اړه یې موافقه ترلاسه کړه.

د موافقې لا څو ورځې نه وې تېرې چې بیا هم د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مهمو غړیو، لکه د بلخ والي عطا محمد نور یو ځل بیا  وویل چې که اشرف غني احمدزی بریالی اعلان شي، د عبدالله عبدالله پلویان به سړکونو ته راووځي او مدني پاڅون به وکړي.

د بلخ والي عطا محمد نور ویلي چې نړۍ باید خپل شرایط پر افغانستان تحمیل نه کړي.

ښاغلي نور په افغانستان کې د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش او په کابل کې د امریکا له سفیر جېمز کننګم سره کتلي دي.

یوه امریکايي چارواکي، چې د امریکا د سفیر او عطا محمد نور په کتنه کې حاضر و، د نوم د نه ښودلو په شرط وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې د عطا محمد نور ته د امریکا د سفیر پیغام ډېر واضح و یعني هر اقدام چې د افغانستان د اساسي قانون له چوکاټه وتلی وي، له دې هیواد سره د امریکا مرستې له خطر سره مخامخوي.

0 thoughts on “جېمز کنینګم: هر ډول غیرقانوني هڅه له افغانستان سره د امریکا مرستې له خطر سره مخامخوي”
  1. دامريكا محترم سفير به دي شه بو هيزي جه دعبدالله ،او دعبدالله دهوا خواهانو هر ه بري كره او هر قدم داساسي قانون سره به تكر كي ده ولي دبوشتني لاندي نه راخي ،غواري جه ملت د تباهي سره مخ اوناخوالي منخته راوري ولي ملا امام ( أمريكا) دافغانستان ورته دندان شكنه جواب نه وركوي او ورته خاندي هغه او ملكري ديوي ورخي نه بلي ورخي ته بيا خلاف دقانون أساسي عمل بأندي لاس بوري كوي تر خو بوري ‘ ضروري داده جه دي بي بند وباري ته نور دخاتمي باي وركرل شي او كتونكي دملت جاري به لاس كي وأخلي او دكد ودي مخه ونيول شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *