په سعودي عربستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت مقام په کوښښونو، او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت سره د پرلپسې تماسونو په نتیجه کې په سعودي کې د ا.ا.ج لوی سفارت سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي سید جلال کریم په مکه مکرمه کې د ۲۰۱۵ کال د سبتمبر د میاشتې ۱۱ مه نېټه باندې د کرین د پیښې شهیدانو او ټپیانو لپاره د سعودي عربستان په بهرنیو چارو وزارت د راستنیدونکو چارو ریاست عمومي رئیس ښاغلی ډاکتر محمد بن عبد الرحمن الشمري لخوا (۲۳) تصدیق شوی چیکونه ترلاسه کړل، چی په دغه چیکونو کې د هر شهيد شوي حاجي وارثانو لپاره د یو ملیون ریالو او د هر ټپې شوي حاجي لپاره د پنځه لکه ریالو چیک د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته به د معاوضې په شکل ورکړل شي، یاده معاوضه د سعودي پاچا خادم الحرمین الشریفین سلمان بن عبد العزیز آل سعود د اعلان په اساس ورکول کیږي، په دغه لیدنه کې په ریاض کې دافغانستان سفارت دریم سکرتر او مالي مسؤول ښاغلي محمد ياسين شريفي هم حضور دلود. ښاغلي سفیر د افغانستان حکومت، د شهیدانو وارثانو او زخمیانو په نمائنده ګۍ د کوربه هیواد د مقاماتو څخه مننه وکړه چې یادو شهیدانو او ټپیانو حقوقو ته یې ځانکړي توجه وکړه، او د هغوي پر کورنیو باندې یې شفقت وکړ، یاد چیکونه به د شهیدانو او ټپيانو وارثانو ته په افغانستان کې د لوړو مقاماتو سره د تماس څخه روسته هغوی ته حواله او وسپارل شي.