شريف الله دوست

مېر من حليمه خټکه، د پښتو ژبې دلوی او نامتو شاعر، ليکوال، فيلسوف ، تورزن خوشحال بابا لور ده، هسي خو خوشحال بابا له شپيتو زيات زامن او يو ديرش لوڼې درلودې چي لوڼو کي يې يوازې بي بي حليمې دخپل پلار د ادبي سبک او مکتب پيروۍ ته غاړه کېښوده .

پټې خزانې تر نازو انا وروسته د پښتو ژبي د کلاسیکي (منځنۍ دورې) همدې نومیالۍ يادونه کړې . خوشحال خان له لسو زیات ودونه کړي وه، حليمه خټکه دمېرمن توتيا لور وه چي خان به د نازه ورته مرجانۍ ([1])ويله . حلیمه بي بي د عبدالقادر خان خټک سکنۍ خور وه([2]) د وخت مروج علوم يې ولوستل ، قرآن عظيم الشان يې حفظ کړ ، د دې د ارزښتناک علمي او ادبي ژونده مومحمد هوتک ، د پټې خزانې په مټ خبروي او وايې:

“حليمه حافظه دخان عليين مکان خوشحال خان خټک لور وه، چي دعبدالقادر خټک سکه خور کېده، زما پلار هسي روايت کا:

چي زه ( بنو[3]) ته ولاړم په هغه وخت داپيښتنه ژوندۍ وه او د خپل پلار په ژوند يې مروجه علوم ولوستل او بياد شيخ سعدي لاهوري رحمة الله تعالی عليه مريده سوه او دخپل ورور عبدالقادر خان خټک په لاس بيعت وکا چي هغه هم دشيخ دوران خليفه و.

روايت کا: چي حليمه بي بي فاضله او عارفه ښځه وه… ميړه يې   نه دی کړی او د خالق عبادت کا او د خپل ورور عبدالقادر په کورکي نورو ښځوته لوست کا او قرآن يې هم په ياد دی.

زما پلار و يل چي حليمه بي بي   په پښتو ښه اشعارهم وايې او موزونان دپښتو ژبي يې اشعار خوښوي…. دحليمې په اشعارو کي مجازي عشق نه ښکاري. بلکي ټول شعرونه يې د حقيقت په لاره دي او د محبوب حقيقي صفت کا)).[4]

د حليمې شعر د فورم له مخي :

دفورم ياشکل له مخي د حليمي بي بي شعر غزليزه بڼه لري چي ترپايه يې د (ان) قافيه او د (شوم) رديف تعقيب کړی دی ، ټولي دوولس   نيم بيتۍ يې دوولس سيلابه دي، سکته ګي او بند بست نه پکښي ليدل کيږي ، غزل شعر يې د قافيې له عيوبه خلاص او روان دی چي د شاعرې د پخې شاعرۍ څرګند ونه کوي.

د حليمې شعر د محتوا له مخي:

دپټې خزانې په استناد چي حليمه خټکه دشيخ سعدي لاهوري مريده او دتصوف په حلقه کي وه او زياتوي چي د حليمې   په شعرکي مجازعي عشق نه ښکاري، بلکي ټول شعرونه يې دحقيقت په لاره کي دي او دحقيقي محبوب په توصيف کي دي.([5] )

دحليمې شعر د وحدت الوجود او وحدت الشهود صبغه له ځان سره لري داچي خپله يوه صوفي ښځه وه، تصوف کي هم یي څېړني او مطالعات کړي ، ترڅنګ يې د قرآن حفظ هم کړی ، پرشعريې هم د محتوا له مخي تصوفي رنګ غالب دی چي په لاندي بيت کي يې   د وحدت الوجود او وحدت الشهود صبغه له ورايه ښکاري:

وهرچاوته چي ګورم واړه د ی دی
دجمال په ننداره يې شادمان يم

د پورتنی بيت مفهوم يې د الله جل جلاله په تکويني نظام کي، ټول خلقت کي دالله جل جلاله د وحدانيت او خلقت نښې ليدل کيږي يعني هر څه کي دالله دحکمت بېلګي معلوميږي.

نوويلای سو چي دميرمني حليمې دشعر محتوا صوفيانه رنګ لري.

د مېرمن حليمې اکاډمي :

مېرمن حليمه ترکلونو علمي، ادبي ، تصوفي او قرآن دحفظ وروسته ښځوته دبېلابېلو علومو د زده کړي لپاره د خپل ورور عبدالقادر په کورکي اکاډمي ، پرانيستل او دعلومو تدريس يې پيل کړ ، واده يې ونه کړ ، خپل ټول عمر يې   په ياده اکاډمۍ او د علومو مرکزکي دتدريس لپاره وقف کړ.

د مېرمن حليمې تصوفي خانقاه:

بي بي حليمې دعلومو د ورزده کړي ترڅنګ ښځوته د ورحانيت عملي سبق هم ورکاوه، دخپل علمي مرکز ترڅنګ يې   دتصوف دحلقې لپاره خانقا کي ښځوته د روحاني سکون تمرين ور ښوده، لکه څنګه چي پټه خزانه وايې چي پخپله حليمه هم دشيخ سعدي لاهوري مريده ده.

د حليمې مسجد:

سرمحقق زلمی هيواد مل په خپل اثر (ننګيالي د زمانې) کي کاږي: چي اوس څرګنده سوې چي د اکوړي په زاړه کلي دکي ، د مېرمن حليمې   له خوا جوړ سوی جومات اوس هم شتون لري، چي په دې وروستيوکي له سره مرمت سوی دی .

دپټې خزانې په حواله دبي بي حليمې لاسته راغلی شعر دادی :

داشنای په فکر خوښه هسي شان شوم
نه پوهيږم چي ممتاز([6] )که نور جهان شوم([7])
چي يې کړمه ستاپه مينه سرفرازه
ثناخوانه په څورنګه د رحمان شوم
چي مجاز مي د اياز ولاړی د زړه نه
سربلنده ترمحمود غوندي سلطان شوم
وهرچاوته چي ګورم واړه دی دی
دجمال په نندارو يې شادمان شوم
غيرفکر مي له زړه نه رابهرشو
پرخليل و پرعدو باندي يکسان شوم
(حليمي) دغماز مکر زيات له حدشو
چي دي بيل له ياره نه کاپه ګومان شوم([8])

اخځلیکونه او لمنلیکونه:

[1] ــ توتيا : دخوشحال خان خټک مشره مېرمن وه، داهم شاعره وه، مولوي نورمحمد افغاني   په (تحفة الامير )کي يوه غزله خوندي کړې ده ، خو د دې دنامه په اړه دوه ډوله روايتونه راغلي دي ، راورټي (توتيا) ياده کړې ، خو علامه رشاد د ګلشن روه، دويم چاپ په مقدمه کي (مرجانۍ) ياده کړې او د خوشحال دې بيت ته يې پاملرنه کړې :

2.  دنطفې   اثرمي لاړ پکې ضايع شو
واړه پۍ د (مرجانۍ) لري تاثير

خوماته توتيا اصلي نوم او مرجانۍ دناز توصيفي نوم ښکاري ، ځکه خوشحال خڼک د ناز نومونه هم کار ول ،لکه: عبدالقادر خټک ته چي دنازه (بابا دل) وايه .
[1] ــ سرمحقق ،زلمی هيواد مل ، ، ننګيالي دزماني ، ۱۳۸ مخ
[1] : د حیات افغاني په ۴۸۷ مخ کي يې لیکلي دي : مغرب ته يې وزیرستان غرونه ، مشرق ته يې ضلع شاپور دی. د فاهیان چینايي په سفرنامه پنځم میلادي پېړۍ بنو د پونا (pona) په بڼه راغلی دی. وګورئ علامه رشاد جغرافیايي یاداښتونه ۷۱ مخ.
[1] : محمد هوتک ، پټه خزانه، دعلامه حبيبي په سريزه ، کابل چاپ ، هـ . ش ۱۳۵۶، ۱۰۳ ، ۱۰۴ مخونه.

[1] ــ محمد هوتک ، پټه خزانه ، دعلامه حبيبي په سريزه ، ۱۳۵۶، ۱۰۴ مخ.
[1] ــ ممتاز بېګم د شاه جهان ماينه وه.
[1] ــ نور جهان د جهانګيز ښځه وه .(بينوا).
[1] ــ پټه خزانه ، مخکنی اثر، ۱۰۴ مخ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *