حالات دومره هم ندي خراب لیکوال: چین مایه آر غارخن ژباړه: روح الله احمدزى

لیکوال: چین مایه آر غارخن

وروستۍ میاشت په کلکته کې د پاکستان ستر کمشنر(سفیر) عبدالباسط وویل: موږ پر دې خوشاله یو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ حالات په تیزۍ سره په بدلیدو دي او دا حالات تر ډېره بریده مثبت دي. خو باید یاد وساتئ چې د دې اړیکو اغیزه به د هند او افغانستان پر اړیکو هیڅ ډول منفي اغیز ونکړي.

نوموړی زیاتوي: باید د هیر نکړو چې موږ هیڅکله نه غواړو چې افغانستان زموږ سره د اړیکو په موخه د هند ملګرتیا قربان کړي. موږ پر دې هم پوهیږو چې د پاکستان سره د افغانستان د مثبتو اړیکو په موخه د هند او افغانستان اړیکې دوامداره ساتل اړینې دي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې ایا هند ته پکار ده، چې د افغانستان سره د اړیکو په اړه پاکستان ته تسلي ورکړي؟ هو هند ته پکار ده، خو په بدل کې له پاکستان څخه د دې ډول چلند هیله نده پکار.

له تیرو شپږو میاشتو راهیسې چې کله ولسمشر اشرف غني  د ولسمشرۍ څوکۍ تر لاسه کړه، له پاکستان سره په روابطو کې پرمختګ د هند ځینې ستراتیژیکو کړیو ته ضربه رسولې ده. ښې بیلګې یې د ولسمشر اسلام آباد (راولپنډي) ته تګ او بیا وروسته پاکستان ته د افغان پوځیانو لیږدول، هغه څه دي، چې یو څه سیاسي اوضاع یې کړکیچنه کړې ده. په د وروستیو کې یو لوړ پوړي افغان چارواکي پر دې اندیښنه ښکاره کړې ده. دی وايي: موږ پر دې پوهیږو چې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې څه نوې ندي، بلکې پرله پسې یې افغانستان په داسې داسیسو تیر باسلی دی بل دا چې دا څه پټه خبره نده بلکې هر چاته مالومه ده. دې چارواکي زیاته کړه، چې هند باید له یاده ونه باسي چې هند او د هند خلک د افغانانو په زړنو کې یو ځانګړی ځای لري.

دا خبره چې د دوه هېوادونه ترمنځ روابط او راکړه ورکړه باید د درېیم هیواد په خوښه ترسره شي یو عادت څه چې د خندا وړ خبره ده. خو رښتیا خو دا ده، چې هند هم اوس له دې عادت سره ځان عادت کړی دی. د سوړ جنګ په جریان کې چې کله امریکې له پاکستان سره نظامي مرستې وکړې نو موږ ته یې عادتا باور راکړ چې ګورئ د مرستې د هند پر ضد ندي. همداسې کله چې جان ایف کانیډي په ۱۹۶۲ کې موږ سره مرسته کوله نو ده پاکستان ته باور ورکړ چې ګورئ دا مرستې د پاکستان پر ضد ندي. د هم د خندا وړ خبره ده، هغه هیواد چې موږ ته مرستې راکوي، ښه پوهیږي، چې د دوی پر دې کړنو هیڅوک نیوکه نشې کولای.

خو د افغانستان په اړه د دې ډول باور ورکولو یو بل اړخ هم شته دی، هغه چاپلوسي ده. خو په ځانګړې توګه موږ ډېر ژر د چاپلوسۍ ښکار کیږو. بل لوري ته ډېر ژر په غصه کیږو هم. کله چې هیلري کلنټن وايي چې هند په جنوبي اسیا کې ډېر ستر نقش لوبولی شي نو موږ له ویاړه مرو، خو ولې د له یاده ونه باسو چې د دې ډول چاپلوسۍ یو بل هدف د امریکې په هر ډول نقش کې د هند ونډه اړینه بولي یانې هغه څه چې د امریکې خوښه ده باید موږ یې ترسره کړو. همدا ډول د امریکې یو اړین هدف دا هم دی چې هند باید د امریکې له وتلو وروسته په افغانستان کې بند پاتې شي. خو که چېرې دې ټکیو ته لږ اسان صورت ورکړای شي، نو د دې هدف دا دی، چې باید هند افغانستان کې په میلیونونو یا میلیاردونو ډالر وغورځوي او د هغه څه دي، چې افغانان یې له موږ غواړي. خو دا باید له یاده ونه باسو هغه څوک چې موږ یې له افغانستان څخه د نظامي مرستو څخه منع کړو تر څو پاکستان خوشاله کړي، امریکا ده، بل څوک ندی.  د پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپګان یو عمده علت همدا دی. اوس ولسمشر غني هم په زغرده وایي: چې موږ له هند څخه د وسلو په اخیستو کې هیڅ ډول علاقمندي نلرو، البته کیدای شي، چې غني هم زموږ پر بې وفايي پوه شوای وي.

موږ ویل شوو، چې د پاکستان تګلاره تر ډېره بریده منلی شوې ده. هان تر دې چې موږ پر دا هم پوهیږو چې په اوسنیو حالاتو کې هم د پاکستان دریځ هم هغه پخواني دی، خو پکار ده، چې پاکستان د مسلې حل ونه ګڼو، بلکې د یو لوی مشکل لویه برخه تسلیم کړو. تر ډېره بریده ولسمشر غني پر دې پوهیږي، همدا علت دی، چې له چین څخه یې په مستقیه ډول وغوښتل چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښنوئ. موږ ته هم پکار ده، چې د ولسمشر دا دریځ وستایو.  پر دې هم باید پوه شوو، چې افغانستان تر هغه نشي پیاوړۍ کیدای، تر څو پاکستان تکل کړی نه وي. هند هم  د اقتصادي مرستې پرته هغه څه ندي ترسره کړي چې د افغانستان په ژغورلو کې نقش ولوبوي.

موږ باید په ډیپلوماتکو اړیکو کې مطلق دریځ ونلرو. هغه دا چې که چیرې هند له کابل سره ښې اړیکې پالي نو د دې مطلب دا نده چې پاکستان نشې کولای له افغانستان سره ښې اړیکې ولري. خو رښتیا دا دی، چې ډیپلوماسي مطلقیت له ځان سره لري. لومړی هیواد (الف) که چېرې د (ب) سره ښې اړیکې لري نو درېیم هېواد(پ) تل د هېواد (ب) سره مشکلات لري. دا په هغه صورت کې که چېرې هېواد (الف) او (پ) په خپل منځ کې سره جوړ نه وي. مطلب کله چې پاکستان او افغانستان په خپل منځ کې سره ښې اړیکې لري نو موږ باید پر دې خفه نشو یانې له ځان سره مطلقه ډیپلوماسي ونلرو، خو ولې داسې کیږي. موږ باید له ځان سره فکر وکړو چې له دې ډول تګلارې څخه څه ډول تاوانونه لیدای شو. خو بیا ځینې پر دې فکر دي، که چېرې افغانستان له طالبانو سره یوې سولیزه پریکړې ته راسیږي، نو حتما له دې وروسته به ترهګر خپل د خوښۍ او تخریب مرکز کشمیر وګڼي!

پر دا دوه خبرې کیدای شي: لومړۍ که چېرې افغانستان د پاکستان په مرسته سولې ته راسیږي، نو د کابل لومړی کار به دا وی، چې له خپلې خاورې څخه هیچا ته اجازه ورنکړي چې بل چاته ضرار ورسوي، بلکې دا به د پاکستان سره هم مرسته وکړي چې د ترهګرو په ختمولو کې پراخه ونډه واخلي او تر څو پاکستان له دروند زیان څخه وژغورلی شي. دویمه خبره دا ده: که چېرې مونږ په خپله پیاوړي واوسیږو نه یوازې په نظامي توګه بلکې ټولنیز چوکاټ او ټولنیزې ستونزې په خپله حل کړو نو هیڅوک نشې کولای چې موږ ته زیان ورسوي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پرخوالی موږ ته هیڅ ډول ګواښ نشي پیښولی بلکې که یو څوک دې ته د ګواښ په نظر ګوري، نو له دې دا هدف اخیستو شوو چې دا به زموږ د روحي نیمګړتیاوې څرګندوالی وي.

غني هند ته په اپریل کې په را رسیدو دی او دي به زیار باسي چې موږ ته باور راکړي. که چېرې نوموړی په دې کې بریالی کیږي، نو موږ به ترې مننه وکړو. که چېرې نوموړی په دا کې پاتې راځي نو مونږ به زیار وباسوو، چې نوموړی دې ته تشویق کړو، چې افغانستان ته سوله راوړي او موږ به د نوموړي د دې دریځ څخه ملاتړ هم وکړو چې د پاکستان په مرسته سولې ته لاره هواره کړي. دا په داسې صورت کې چې موږ دې ته هم غاړه ږدو چې پاکستان ته کریډيټ ورکوو چې سولې ته لاره هواره کړي.

موږ باید زیار وباسو چې دې پروژې ته چې څومره ځواک وربښلی شوو، باید ډاډه ترې ونکړو، ولې چې همدا د پیاوړی او با جرته سیاست یوه نښه ده.

لیکوال  په ملګرو ملتونو کې د هند نماینده او اوس د دهلي پالیسي جوړونکې  ډلې له ځانګړیو شننونکو څخه دی.

[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *