که د پاکستان کراچۍ یا د هند ممبۍ ښارونه دې لیدلي وي، د کابل اب و هوا هم نن سبا همداسې بوله. فرق پکې دا دی، چې د هغوی هوا مرطوبه وي او زموږ دا وچه کلکه توده. دغسې یوه ټکنۍ غرمه کې یې د ماشوم ادبیاتو په باب غونډه پیل کړه، بلکې ویې بللو، بلکې نابللی ورغلم.
ملګری لیکوال له موټر سره دروازې ته ودرېد او امر یې وکړ، چې باید سملاسي ورسره لاړ شم. دی په کې البته له خاص مېلمنو و.
ما ته یې دلیل یې دا و، چې زه خپل وطن کې مساپر یم، ځکه کارت راته نه دی لېږل شوی که نه ځانګړو تشریفاتي مراسیمو کې به یې… خیر!
غونډه لږ وځنډېده. ځینو یې علت پر سړکونو ګڼه ګوڼه یاد کړ، خو ډېرو به بیا د ناوخته رسېدو خبره هسې په خندا کې تېره کړه.
ملګري مې غونډې ته لیکلې وینا واوروله. نورو کسانو هم خبرې وکړې او ښه ډېر شعرونه وویل شول. زورورې خبرې یې وکړې.
لیکوالو او شاعرانو له ( نورو) له لیکوالو او شاعرانو وغوښتل چې په معاصرو ادبیاتو کې د ماشومانو خوارې برخې ته باید پام وکړي. چارواکي یې هم ښه وڅنډل. ویل یې، چې لسګونه زره ماشومان یوازې کابل کې مزدورۍ کوي، درانه کارونه کوي، ځورول کېږي، په زور ودېږي، خو چارواکو د دې مظلومو ماشومانو لپاره (هېڅ) نه دي کړي.
په ځواب کې یې چارواکي هم پټه خوله پاتې نه شول. دوی هم په خپل وار غوښتنه وکړه، چې باید لیکوال او شاعران د نن سبا ماشوم وپېژني، پر مسایلو یې غور وکړي او د وضعیت ښه والي لپاره یې هڅې و نه سپموي.
د نورې نړۍ غوندې رنګین او باتصویر کتابونه باید ورته ولیکي. خپله تله یې بیا درنه یاده کړه، چې ګواکې د وطن ماشومانو ته یې (ډېر) څه کړي دي.
یو پټ جوړ جاړی البته پکې دا معلوم شو، چې نه خو چارواکو او نه هم لیکوالو د ماشومانو د ښوونځیو کتابونو څرنګوالی یاد کړ، چې یو میلیون ماشومان یې هره ورځ لولي.
ګیلې، مانې ډېرې وشوې، ګومان مې کاوه د غونډې پای به لانجمن وي، خو کله چې کباب او پلاو راورسېدل ټولو ټوکې ټکالې پیل کړې.
له ناندریو د ډکې غونډې له داسې یوه (خوندور) پای وروسته بیا بهر یو مصیبت راته د ګاډي پنچر ټایر په شکل منتظر و.
یاران پر ګاډي راټول شول، ډله ییز افسوس یې کاوه، ځینو ویل دا د پولیسو کارنامه ده، ځینو حکومت ملامت باله چې سړکونه یئ سم نه دي. یو دوو تجاران ګرم بلل چې وايي، بې کیفیته ټایرونه واردوي، چې دې کې یو دوولس، دیارلس کلن ماشوم نیغ د ګاډي څښتن ته ودرېد.
د سړک پر بله غاړه یې د پنچرمېنۍ سازوسامان ته اشاره وکړه، د خپلو خدماتو وړاندیز یې وکړ او ایله د پنځوسو افغانیو بدل کې یې رښتیا هم د کشالې هواري ژمنه پوره کړه، خو له دوو ساعتونو خوارۍ او د ځان او موږ له ډېرو خولو تویولو وروسته.