تاند- پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې اوس د ولسمشر غني د اپوزیسیون مشري کوي، د سولې لپاره د لویې مشورتې جرګې د رابللو ملاتړ وکړ.
له کله چې د حامد کرزي د واک موده پای ته رسېدلې، په ځلونو یې د لویې جرګې غوښتنه کړې ده. د ده منتقدان وايي چې کرزی فکر کوي چې د لویې جرګې برخوال به ووايي چې کرزی دې بیا د دولت ريیس شي.
د پخواني ولسمشر اړوند ورځپاڼې افغانستان ټایمز لیکلي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل کولو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د مشورتي لویې جرګې د رابللو د پلان ملاتړ وکړ.
ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د سولې د ملي مشورتي پروسې غونډې ته په وینا کې وویل چې په هیواد کې به د سولې لپاره راتلونکې میاشت (کب) په پلازمېنه کابل کې یوه لویه مشورتي جرګه راوبولي.
افغانستان ټایمز د ښاغلي کرزي له قوله لیکلي«ما پر له پسې د لویې جرګې پر رابللو ټینګار کړی، زه د خلکو رول ته درناوی لرم او لویه جرګه له اوسنیو ستونزو زموږ د خلکو د خلاصون یوازینۍ لار ګڼم؛ اوس هم د تلپاتې سولې لپاره لویه جرګه ضروري ګڼم او ملاتړ یې اعلانوم.»
کرزي، چې تر ډېره له توجه غورځېدلی و، د مسکو په غونډه کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اپوزیسیون په رهبري کولو یو وار بیا د رسنیو پام ځان ته تر یوه حده واړولی شو.
کرزي د ولسمشر غني له لوري د سولې د مشورتي لویې جرګې د دایرولو لپاره، چې ده یوازې د «مشورتي لویې جرګې» عبارت ورته کارولی، د عمر داوودزي ګومارل مناسبه پرېکړه بللې ده.
د افغانستان ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل چې د راتلونکي کب یا حوت په پای کې به د «سولې لپاره مشورتي لویه جرګه» راوبولي.
ښاغلي غني طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان په هر ځای کې سیاسی دفتر پرانیستلی شي. ده په عین حال کې وویل چې باید د سولې په هرراز خبرو کې د افغانستان دولت ګډون ولري.
ځما دوه مشران ښاغلی پخوانی ولسمشرحامد خان کرزی بابا او ښاغلی اوسنی ولسمشر غنی خان بابا دی دی تل ژوندی وی. افغانستان خپلو دغه دوه بچو ته داسی پیغام ورکوی.
په درناوی
سوله کی نور ژوند ملی شعار دی ځما نوم افغانستان دی
حامد او غنی دواړه می بچیان دی په خټه افغانان دی
حامد می جرګه مار دی، غنی می خزانه دار دی
غنی خان به می وجود کی دا نیستی راختموی
ځوانان به می نړی کی په هر کلی ګرځوی
حامد خان به دسیاست او دجرګو پریکړی کوی
نړی کی به د امن، افغانیت او امنیت چغی وهی
بچیانو په یو والی او همت کی سرلوړی ده
تاسو دواړو ته په هر کار کی یاری ده
And they both may respond to Afghanistan :
Moogh Ghani Khan aow Karzai Khan ba durta durwaghjaan so
Chee wayoo pu zahir ke, haghoomra na yoo po boatin ke khpolwak