تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جنرال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق په مشرۍ د (افغانستان د لوی ملي ايتلاف) ملاتړ اعلان کړ.
دا ايتلاف د جمعې په ورځ ظاهراً په هیواد کې د ملي یووالي، په انتخاباتو کې د شفافیت او په ټاکنو د درغلیو د مخنیوی په هدف اعلان شو.
که څه هم حامد کرزي د ايتلاف د اعلان په ورځ د هغوی په غونډه کې ګډون ونه کړ خو مخکې تر مخکې ادعاوې شوې وې چې د ملي یووالي د حکومت پر ضد د پخوانیو قوماندانانو په لمسولو کې پخوانی ولسمشر لاس لري.
حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د دې ايتلاف ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان لوی ملي ايتلاف د افغانستان د خلکو په منځ کې د یووالي د پیاوړتیا او د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدا لپاره جوړ شوی دی.
ده همداراز ویلي چې ګډې هلې ځلې د بهرنیانو د لاسوهنو او په هیواد کې د نفاق مخه نیولی شي.
ايتلاف ویلي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته به په ګډه یو کاندید ولري.
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ویلي و چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به یا په خپله کاندید شي او یا به د یوه بل کاندید ملاتړ وکړي.
په دې ايتلاف کې، چې بنسټ یې یو کال پخوا په ترکیه کې ښاغلیو دوستم، محقق او نور ایښی و، د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د حامد کرزي د حکومت د لومړۍ دورې لومړی مرستیال ولسمشر ضیا مسعود هم ګډون لري.
کرزی او پلویان یې د یوې لویې جرګې د دایرېدو او د موقت حکومت د جوړېدو لپاره هلې ځلې کوي.
The unity of corrupt warlords. Why are they hiding their money in foreign banks, If they really love their country and people they should invest their money in the country.
که اشرف غني یا بل څوک په رښتیا پدې هیواد کې تلپاتې سوله او سوکالي غواړي باید دا ټول د غونډې په دوران کې له منځه یوسي او دا هیواد ددې غدارو، جاسوسو او خاینو اشخاصو څخه خلاص کړي. دا اشتباه سردار داود خان هم کړې وه چې کمونیستان یې ژوندي پریښي ؤ چې تر اوسه دا هیواد د اور په لمبو سوځي او د وینو سیلابونه پکې روان دي.
همدوی د سولې او سوکالۍ دښمنان دي
د حامد کرزي څیره ورځ په ورځ بربنډیږي او دا خدای شرمولی د چوکۍ لیونی د هر خس و خاشاک سره په یو ځای کیدو کې خپله بله پادشاهي را ژوندۍ کول غواړي کاش چې لږ سترګې وغړوي او د ټولنیزو رسنیو له لیارې د افغانانو کرکه او نفرت وګوري چې له ده نا آهله څخه یې لري .
کرزیه!ا
ارام کښینه!ا بیا دی د خپلو غلو ملا ور وتړله
دا هماغه غله دی چی په دنیا کی یی و شمولو اول ته!ا