تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د داعش پر سمڅو د امریکا بمباري وغندله او د افغانستان له حکومته یې وغوښتل چې امریکايي پوځیان له هیواده وباسي.

حامد کرزي له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره کار کوي.

ده په اچین کې د بمونو د مور غورځول د نه توجیه وړ وباله.

د (GBU-43) په نوم بم، چې د پنجشنبې په ماښام په ۷ بجې او ۳۲ دقیقې د اچین په اسد خېلو کې د داعش پر سمڅو وغورځول شو، د دې ډلې شاوخوا ۹۴ غړي وژلي دي.

کرزي د داعش پر ضد د بمونو د مور استعمال ته په اشارې وویل چې امریکا د افغانستان له خاورې څخه د ازموینځای کار اخلي.

ده د اشرف غني پر حکومت په دې خاطر نیوکه وکړه چې امریکایانو ته یې اجازه ورکړه چې دا ستر بم استعمال کړي او د دې کار هرکلی یې وکړ.

حامد کرزي د افغانستان د حکومت دا خبره د شرم وړ وبلله چې په دې برید کې د داعش په لسګونو غړي وژل شوي دي.

د ولسمشر غني حکومت تراوسه پوري د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

3 thoughts on “حامد کرزي د اچین بمباري وغندله او د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه یې وکړه”
  1. when Karzai was president/he release hundreeds of talib prisoners from jail/hamid Karzai like to afghan brothers killed by isis and talibs/
    peoples of nangarhar are happy from this action for destroyed of isis tunnels&caves,
    but opposite Karzai is unhappy,because he love terrorists.
    you knows howmany peoples of nangarhar killed by isis/
    hamidkarzai love talibs/they are his brothers.
    afghans must 100%recognize hamidkarzai is talib.
    thanks from taand

  2. ته د چا په اوږو راغلې او دا امریکایان چا دې هیواد ته راوستل؟ ستا نه لوی خاین مور بل ندی راوړی په میلیاردونو ډالر تا او ستا مفسد ټيم چور کړ او افغانستان دې ویجاړ او فقیر پریښود. که همدا اوس امریکا یو څه ډالر درکړل دریځ به دې سبا بدل وي. زما په اند ته د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستر خاین ریس جمهور وی.

  3. نه شاه شجاع انګریزان راوستی وو، نه کمونستانو شورویان راوستی وو او نه هم کرزی او غنی امریکایان راوستی دي چی د شړلو واک یی ولری، داهرڅه برعکس وو او دي، د تاریخ پاڼی تصحیح ته پرانیستی دی، تاسو زمری لیدلی چی له ګیدړانو اجازه وغواړی چی د ځنګله کوم ځای کی واوسی؟؟؟ واقعیت له بده مرغه همداسی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *