تاند- د هند صدراعظم نریندرا مودي نن په نوي ډیلي کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان د وروستیو انکشافاتو په اړه خبرې وکړې.

مودي وویل چې هند او افغانستان پخوانۍ اړیکې لري.

کرزي په داسي حال کې له مودي سره ولیدل چې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار او دغه راز حامد کرزي د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو د وروستیو موافقو په وړاندې عکس العمل وښود.

کرزي د چهارشنبې په ورځ /مې ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ د سند پر لاسلیکېدو اندېښنه ښکاره کړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومته د دغه تفاهملیک د فسخه کېدو ترڅنګ غوښتنه کړې چې په راتلونکي کې دې هم دا ډول هیڅ سند له پاکستان سره نه لاسلیکوي.

مودي له حامد کرزي سره په کتنه کې وویل:«هند له افغانانو سره دوستۍ ته خورا اهمیت ورکوي، هند د افغانانو له لوري د خپل هیواد په باثباته کولو، ولسواکه کولو او سوکاله کولو کې له دوی سره ولاړ دی.»

ده همداراز وویل چې هیواد به یې د افغانانو د لومړیتوبونو پر اساس د افغانستان د ټولو سیمو له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د هند صدراعظم د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د ده په وینا د فوق العاده پرمختګ او د هند او افغانستان د اړیکو په پراختیا کې د نوموړي د رول ستاینه وکړه.

5 thoughts on “حامد کرزي د هند له صدراعظم سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې”
  1. It is time that Karzai show off the world that he is something. What were his achievements during his 12 years. I know that the actual power was with American but he did not use them as a good weapon rather the achievements were very low and similar to the current Afghan forces. We saw that many locations were captured during the military presence of American from them as well. But coming to the point what is the benefit of being enemy to Pakistan. To live as an enemy to Pakistan, It will only increase the the current disaster and bloodshed in our country. If we are smart and love our people and country we have to get any possible action to stop this bloodshed. Tell me do you want to fight with Pakistan? do you want to capture Pakistan? What is our objectives? Our main objectives is to bring peace and stability to our country and avoid further blood shedding in country. I agree with whatever action and policy that can achieve our objectives and is permissible as per Islamic rules. Such efforts which are truly for the benefits of Afghanistan and Afghan and avoiding further bloodshed is appreciated.

    1. Let me tell you one thing that Afghan people never suffer in their five thousand years of history.
      As they suffer in sixty years neighbourhood with Pakistan because from the first day when Pakistan was born until now they have two faced politics against Afghanistan because you never read my history that’s why you don’t know who am I. and You don’t know who you are.
      I will let you know about you’re history what you are now this is because of Afghan people they brought the Islam religion to you and made you something that’s why you are killing us and our children and our women trying to destroy us but let me tell you once again that read my history before it is too late and you should understand the difference between line and hyenas.

  2. محمد کبیر خان ته
    کرزي خو خپل کار په ښه یا بد ډول تر سره کړ، نیم ا فغانستان یې له سره اباد کړ او….خو که ته له ځانه وپوښتي نو هډو په پښتو لیکل هم نه شي کولای نوري خبري خو پریږده

    شاه خان ته

    دا ۵۰۰۰ د کلن تاریخ ته او خدای که نور راته ډیر یاد کړي دا راته ووایه چې تا پخپله څه توره کړي او ستا چې په خپله ژبه لیکل نه دي زده نو دا ۵۰۰۰ کلن تاریخ دي بیا څه مانا لري

    ند والو د خدای روی ته وګورئ دا انګریزي ځوابونه او تبصري مه خپره وئ ، کنه دا د سلطان محمود لټان به ټول و
    انګریزي لیکلو ته مخه کړي

  3. سلام علیکم محترمووطنوالو

    محترم کابلی صاحب ته !
    ژبه دپوهیدلو او پوهولو یوه وسیله ده، دا فرق نکوی چه په کومه ژبه خبری کوی، هغه کس چه وکولای شی چه خه مطلب ورسوی خه منطقی خبری وکری دا دیره مهمه ده، تاسی ته معلومه ده چه په تیرو تقریباً اوه دیرش کالو جنگ کی گران وطن توکر توکر شل لکه شهیدان ، شل لکه معیوبین او اوه لکه مهاجرین لرو په توله دنیا کی، نو دا نوی نسل ته دتعلیم موقه برابرول دیر گران کار دی په تیره بیا هغه خلگوته چه مهاجر ول، زه دغه زلمیانو ته شاباسی وایم چه خپل په تاریخباندی لیکنی کوی او فخر ورباندی کوی.دا چه په هره ژبه وی.مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *