پخوانی ولسمشر حامد کرزی

تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پاکستان په اړه د وروستیو څرګندونو په خاطر وستایه.

کرزي په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«په تېرو ۱۵ کلونو کې د پاکستان د دوه مخې پالیسۍ په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ټویټ وښودله چې د ترور پر ضد جنګ د افغانانو د کلیو او کورونو په بمبارۍ نه بلکې له افغانستانه دباندې د تروریستانو د پناهځایونو په له منځه وړلو پای ته رسېږي.»

کرزي همداراز لیکلي«زه د ولسمشر ټرمپ د نن ورځې د څرګندونو وضاحت ستایم او امریکا او سیمه ییز ايتلاف ته وړاندیز کوم چې د پاکستان پر پوځي ادارې فشار واچوي څو نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته سوله راشي.»

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د افغانستان حکومت د ښاغلي ټرمپ د پیغام په اړه تبصره نه ده کړې.

One thought on “حامد کرزي د پاکستان په اړه د ډانلډ ټرمپ پیغام وستایه”
  1. سلامونه،
    شاغلی حامد جان کرزی ساب!
    یوه ورځ له امريکې خوشحاله ېې او بله ورځ بیا واېې “چې که جنګ سو د پاکستاین(پنجاب خوا!) سره دریژم.”؟

    ۲۰-۲۱ ځلې ورغلې، استاذانو دې (رباني،سیاف ، مجډدینګ او …)؛ مارشال لانو او د پچو جرنیلانو دې هم پټې یارانې ورسره ډرلودلې ؛؛ خو ستاسو په خولو چا پیاز هم ونه خوړل او لا اوس ېې سپین کلمه والا بیرغ په تور سټیټ! در بدل کړ؛ هغه هم د متفکر شاګرد له ضده دې.؟ ولې؟.
    زما په فکر بالا له دې پوچو لافو پټاقو سه تیر شه، لکه جواهر لال نهرو سیاست مخکې کړه! . دې تش په نامه شاجانیانوڅخه څه نه جوړيژي؛عطاء خطا متاع دې لابل پرچوکۍ سريښ استاذ ر. دَیَه!
    په درنښت

    نحمدهُ و نستعینه ،و نصلی علا محمد .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *