تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي پرون ماښام په پیکینګ کې د سودا لپاره د ورېښمو مارکیټ (Silk Market) ته لاړ.
د ورېښمو مارکیټ د پیکینګ په زړه کې تر ټولو مشهور سوداګري مرکز دی.
کرزي د مارکیټ کارکوونکو ته په چینايي ژبه سلام ووایه.
د ورېښمو واټ مارکیټ د صنفي اتحادیې مشر زانګ یونګپینګ کرزي ته د سوغات په توګه د چایو د لوښو یو سیټ ورکړ چې ښامار پرې انځور شوی و.
د افغانستان پخوانی ولسمشر دې مارکیټ ته په شپږ نیمې بجې ورسېد او وروسته یې په دغه بازار کې د دوه نیم زره چینايي ین (۴۰۳ ډالرو) سودا واخیسته.
حامد کرزی په اسیا کې د اعتماد رامنځته کولو او اړیکو د پراخولو په لومړني غیرحکومتي کنفرانس کې د ګډون لپاره پیکینګ ته تللی دی.
دا دوه ورځنی کنفرانس (دوشنبه او سې شنبه) د مې په ۲۵مه پیل او په ۲۶ پای ته ورسېد.
کرزي د دې سفر په لړ کې د چین له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره هم ولیدل.