تاند- ډاکتر اشرف غني احمدزي د افغانستان د نوي ولشمر په توګه لوړه وکړه، وروسته نوي ولسمشر خپلو دوو مرستیالانو جنرال عبدالرشید دوستم او سرور دانش ته لوړې ورکړې.
د لوړې تر مراسمو مخکې کرزي خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې له نوي مشرتابه سره به تروسه وسه مرسته او همکاري کوي.
په مراسمو کې د پاکستان ولسمشر او د هند مرستیال ولسمشران، د پښتونخوا ملي مشران او د یو شمېر هیوادونو وزیران برخه لري.
د سترې محکمې رييس عبدالسلام عظیمي ولسمشر غنمي ته په دري او ولسمشر غني خپلو مرستیالانو ته په پښتو لوړه ورکړه.
وروسته ولسمشر اشرف غني احمدزي د جلا – جلا فرمانونو په لاسلیکولو عبدالله عبدالله د ملي یووالي د حکومت د اجرايي چارو د رييس، انجنیر محمد خان او محمد محقق د هغه د مرستیالانو او احمد ضیا مسعود د افغانستان د ولسمشر د اداري اصلاحاتو د ځانګړي استازي په توګه وټاکل.
د فرمان له لاسلیکولو وروسته ولسمشر غني عبدالله عبدالله او د هغه مرستیالانو ته لوړه ورکړه.
عبدالله عبدالله وینا هم وکړه، ویې ویل چې له نن ورځې د پرون ورځې دواړه انتخاباتي ټیمونه یو ټیم دي.
زما په نظردښاعلی کرزی ځینی شه او مسبت اوځینی منفی کارونه
شه کارونه
۱- دامریکا سره دتړون نه لاسلیک یی تر ټولو غټه بهادری وه
۲- دپغمان دحیواناتود اعدام بیړنی لاسلیک کول
۳- تر اخره طالب ته ورورویل پر ځای خبره وه
۴- د ښی اوپراخی حوصلی اوښواخلاقو خاوند وه
۵- دمطبوعاتوازادی
۷- خپله ښځه یی په بهرنی سفرونو کی دځان سره نه گرځوله
۸- په افغانی لباس کی په داخل او بهر کی گرځیدل
۹- دبی گناه بندیانو آزادول
۱۰- داخبره که پاکستان سره جنگ شروع کړم، نودواړو خواووته پښتانه وژل کیږی، باید مونږ جنگ دپنجاب سره وکړو چه زمونږ دجنگ زیږونکی دی، خو افسوس چه لری ویشتونکی اسلحه نلرو چه پنجاب په نښه کړو
منفی کارونه
۱- هغه والی چه کرزی او دده حکومت یی غیر مشروع کړیی وه، تراخر دواک څخه لری نه کړای شو، او تبدیل یی هم نه کړای شو، دکرزی حیثیت یی دهیڅ سره برابر کړی وه
۲- دشیه گانو فقه جعفریه په افغانستان کی دلمړی ځل لپاره لاسلیک کول
۳- په کالدارو، ایرانی تمن او ډالرو په بازار کی سودا اخستل
۴- دربانی، فهیم او نورو په نوم دپوهنتونونو نومول
۵- پشتو دملی ژبی څخه غورځول اوتذکیرو کی افغان نه لیکل
۶- په ملی اردو، ملی پولیسو او ملی امنیت کی دپشتنو کمه فیصدی
۷- د محصلینو دکانکور او خارجی برسونو کی ناسم چلند
۸- دکوچیانو ځمکی په مصلحت سره هزاره گانوته ورکول
۹- سفارتونه، وزارتونه، والیان اونوری چوکی په مصلحت
۱۰- دعطا په زریعه دایران دسفارت دبندیانو کوخه نومول
۱۱- دشجاعی پواسطه دملکی بی گناه پشتنو وژنه، اودکرزی ناکامه فقط دخولی فیصلی
۱۲- دافغانستان په خاوره د دشپږو واړو گاونډیانو مخکی راتلل
۱۳- په انتخاباتو کی اشرف غنی ته دعبداله له طرفه دسیسه
۱۴- دتلویزونونو دخپرونو تر مینځ فرق کول.
۱۵- دموازی حکومت اعلان او دتجزیی خبری په جرمنی کی
۱۶- دداکترعبداله لغمانی، حاجی قدیر، ارسلا رحمانی، ارسلاجمال او نورو مشرانو په وژنه غلی پاتی کیدل
۱۷- داساسی قانون حخه بی شماره سرغړونی
۱۸- جنگی مجریمونو او فسادیانو ته په حکومت کی ځای ورکول او بیا دهغو دظمونو سره چپه خوله پا تی کیدل
۱۹- پنجشیر ته دولایت نوم ورکول ولی؟
۲۰- دزلمی رسول راویستل انتخاباتو ته دگډوډی په خاطر
۲۱- دامان اله خان اواستقلال ورځوصحیح نه لمانځل او دمزاری، مسعود او ربانی دورځو شانداره لمانځل، اوبیا دامان اله خان دعکسونو شکول اودمسعود دعکسونو نصبول
۲۲- په پشتوژبه رسمی خبری او لیکل په دفترونو او غونډو کی منع کیدل
۲۳- – ددنیاوالو ملیاردونو ډالرو کمک مگرنه کومه بنیادی پروژه جوړه شوه، اوخلک هم ۴۵ فیصده بیکاره گرځی
۲۴- افغانستان ته په توله دنیا کی دفساد لمړی نوم ورکول
۲۵- دگاونډیو هیوادونو سره متزلزله سیاست چلول
۲۷- په افغانستان کی دقومونو تر مینځ تفرقه اچول لکه دربانی په نوم پوهنتون اوداسی نور
۲۸- دکابل اونوروولایتو په ښارونو کی ترانسپورتی مزاهمت دسمتی دیوالونو په زریعه مگر ددی توان یی نه درلود چه دشهرونو په دخولی دروازو کی تالاشی وکړی
۲۹- دامر نه منل یعنی تراوسه پدی بریالی شوی نه دی چه د زورواکانو دموټرو خخه توری شیشی لری کړی
۳۰- پښتون وژنه : هره ورځ به په لس هاوو پښتانه وژل کیدل کله په یوه دسیسه او کله په بله دسیسه مگرکرزی دتاریخ لیکلو په خاطر فقط دخپلی پاچاهی ورځی شماریدلی
خو کرزی پدی نه دی خبر چه دپښتون تاریخ پښتون لیکی، ایا دابه انصاف وی چه ستا ددوو دوروتاریخ روښانه اوبهادری ولیکل شی، نه هیڅکله نه فقط تور او دپیغوره ډک تاریخ درپسی لیکل کیزی، که ستا ځواب داوی چه ما بله چاره نه درلوده، نو بیا به دیی دافغانستان خلکو ته په جار اعلان کړی وای، چه ورونو دیوی خوا پنجابیانو، او دبلی خوا راسره په حکومت کی شریک پنجابیان او عطایان دپښتون وژنی دسیسی جوړوی، تاسی می خبر کړی زه نور زغم او توانایی نه لرم. مگر اوس چی هر څومره چغی ووهی وخت تیر دی، دیوی خوا دی راته دښمنان ملیاردران کړل، او دبلی خوا دی ورته پخپله هغه چوکی ورکړی چه په اسلحه شه سمباله او ماړه دی، دبلی خوا دیی دپښتنو حخه غربیان هم توریان کړل، غربیان وای دا یی لاپوه او مشر پښتون دی نو دا واړه خیل خو به یی بیخی لیوان وی، خو غرب پدی خبره نه پوهیږی چه دا بی بندوباره خبری فقط یوشخص پوری مربوط دی، نه تولو پښتنو پوری او هغه هم دبوش او اوباما جنجال کرزی خپل غریب او بی وسه کورته راوړی دی. اخر داشوه چه اوبامه دیی پر مونز په قهر کړو او دوه ولسمشران یی درته په وچ کلک زور راولیږل داتول ستا دلاسه نه دبل دلاسه، اگر چه ستا خوپکی گټه ده ځکه ستا او ورور سره به دی دکابل بانک اونوروفسادونو فیصلی نه کیزی، خو افغانستان دی سل کاله شاته تیله تمبه کړو، کله چه انتخابات وی همدا اوسنی لانجه او همدا جنگ او جگړه به روانه وی او مونز به پرمخ نشوتلای.
دخدای په امان
گرانو اوزړه ته نیژدی تاندوالو ورونو، السلام علیکم
ورونو ستاسی خدمتونه به افغانان دتل لپاره ستایی، اباد او سرلوړی اوسی.
ورونو په ډیر معذرت ستاسی څخه خواست کووم، چه زما (محمدالله) په نوم چه ټولی کومی تبصری دشاغلی کرزی په ضد لیکل شوی وی، هغه دخپلی ویب پانی څخه پاکی یا لری کړی.
ځکه زه پوه شوی نه وم اوډیر زیات تیروتلی وم، نو کومه تبصره چه ما پهSeptember 29, 2014 په 13:26 تاریخ درلیږلی وه، نواوس ددغی تبصری لمړنی برخه یا شه اومسبته برخه پریږدیی او منفی برخه یی پاکه کړی،
ځکه دشاغلی کرزی دمنفی برخی کارونه دهغه مطلق مجبوریت وه، اوحالت داسی وه چه هغه باید همدغسی کارونه کړی وای. نو ما دخپلی تبصری دمسبتو کارونو کاپی په لاندی ډول ستا سی دویب څخه واخیستله چه بیا یی خپره کړی،
تانوالو ورونو ډیره مننه اباد اوسی.په پښتنه مینه
دښاغلی عبدالحامد کرزی ځینی ښه خاصیتونه او کارونه چه زما خوښ وه
۱- دامریکا سره دتړون نه لاسلیک یی تر ټولو غټه بهادری وه
۲- دپغمان دحیواناتود اعدام بیړنی لاسلیک کول
۳- تر اخره طالب ته ورورویل پر ځای خبره وه
۴- د ښی اوپراخی حوصلی اوښواخلاقو خاوند وه
۵- دمطبوعاتوازادی
۷- خپله ښځه یی په بهرنی سفرونو کی دځان سره نه گرځوله
۸- په افغانی لباس کی په داخل او بهر کی گرځیدل
۹- دبی گناه بندیانو آزادول
۱۰- داخبره که پاکستان سره جنگ شروع کړم، نودواړو خواووته پښتانه وژل کیږی، باید مونږ جنگ دپنجاب سره وکړو چه زمونږ دجنگ زیږونکی دی، خو افسوس چه لری ویشتونکی اسلحه نلرو چه پنجاب په نښه کړو.
دکرزی بهادریی، باتورولی او اتلولی ته زه اوس په تمامه معنا تسلیم یم، دنن ورځی څخه مخکی چه ما دښاغلی کرزی پر ضد هره تبصره لیکلی وی، زه په دغه هکله داتل اوقهرمان کرزی څخه معذرت غواړم او په دغه لیکنو ډیر پښیمانه یم.
ښاغلی کرزی دیی دخپلو بچو او کورنی سره دهمیشه لپاره روغ جوړاو خوښ اوسی.
تل دی وی قهرمان عبدالحامد کرزی
محمدالله