تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکایان له طالبانو سره په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د پوځي اډو په اړه خبرې کوي او د ده په باور امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو نیت نه لري.
حامد کرزي نن /پنجشنبه/ وویل، پاکستان او امریکا دواړه افغانستان ته د سولې په راوستلو کې کلیدي رول لوبولی شي، خو که د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې ونه شي او د سیمې هیوادونه د دغو خبرو د پروسې ملاتړ ونه کړي، دا بهیر به بریالی نه شي.
کرزي وویل«زه د هغو کسانو په ډله کې یم چې باور لري امریکا له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لري او ممکن د دوه اړخیز امنیتي تړون په چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې شي.»
په همدې حال کې په امریکا کې د بهرنۍ پالیسۍ د تحقیقاتو انستیتیوت یو متخصص او د امریکا د سوارتمر پوهنتون د سیاسي علومو استاد دامنیک تیرتي هم باور لري چې امریکا له افغانستانه خپل پوځیان نه باسي.
د تیرتي په باور ممکن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر تر هغه څه خورا ورو وي چې ټرمپ په لومړیو کې اټکل کاوه.