تاند – د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه اوازې رد کړې چې وایي نوموړي د دې لپاره منډې ترړې پیل کړي چې بیا واک ترلاسه کړي.

کرزي په کابل کې له شمشاد تلوېزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه سپین ږیری دی، مشر دی او دا ورسره نه ښایي چې بیا د حکومت واک ترلاسه کړي بلکې غواړي چې د خلکو تر منځ تفاهم رامنځته کړي او په هېواد کې د سولې او تفاهم لپاره کار وکړي.‌

ښاغلي کرزي د خپلې مرکې په یوه برخه کې وویل، چې د روسیې فدراتیف جمهوریت د افغانانو په راټولولو ډېر غټ کار وکړ.

کرزي وویل، روسانو دا کار په یوازې سر نه دی کړی، له امریکایانو سره په تفاهم کې یې وکړ، او داسې ښکاري چې د افغانستان د روغې جوړې په هکله یو تفاهم شوی او کېدونکی دی.

له پخواني ولسمشر څخه پوښتنه وشوه چې ویل کیږي طالبانو په مسکو کې د افغانستان د بیرغ د نه ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه، نوموړي په ځواب کې وویل، نه، داسې هېڅ کار نه دی شوی، طالبانو د افغانستان بیرغ او د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم ته احترام درلود او هیڅ ډول مخالفت یې نه دی کړی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر غني ویلي چې پخواني ولسمشر کرزي ته یې د ملي مشر او د یوه سپین ږیري په توګه درناوی وکړ، وویل، هو ولسمشر غني زما احترام کړی دی، مونږ یې هم احترام کوو، ولسمشر مونږ ټاکلی دی،‌ زمونږ مشر دی، مونږ یې درناوی کوو او د خبرو د پرمختګ په هکله ورسره مشورې کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *