تاند- نن /دوشنبه/ ولسمشر حامد کرزی ارګ نوي منتخب ولسمشر ته سپاري او ډاکتر محمد اشرف غني احمدزی د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه کوي.
نوي ولسمشر ډاکتر غني ته به له دود سره سم د سترې محکمې رييس لوړه ورکړي. وروسته به نوی ولسمشر خپلو دواړو مرستیالانو ته لوړه ورکړي او همداراز به د یوه فرمان له لارې عبدالله عبدالله د اجرايي چارو رييس وټاکي او بیا به لوړه ورکړي.
د افغانستان په تاریخ کې تر دې مخکې له یوه منختب ولسمشره بل ته په سوله ییز ډول واک نه دی لېږېدلی خو دا به لومړی ځل وي چې یو منتخب ولسمشر بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییز او دیموکراتیک ډول واک انتقالوي.
دا کامیابي بې له شکه د حامد کرزي ویاړ بلل کېدای شي. د حامد کرزي د واک په دیارلس کلونو کې د افغانستان په وضعیت کې ډېر بدلون راغلی دی. په زرګونو کیلومتره سړکونه جوړ شوي، په زرګونو ښوونځي جوړ شوي، په ملیونونو هلکانو او نجونو ته د زده کړې شرایط برابر شوي، په سلګونو چابي، صوتي او تصویري رسنۍ تاسیس شوي، ښځو ته تر یوه حده حقونه ورکړای شوي، خلکو ته د بیان ازادي ورکړای شوې او څو ځلي د ملي شورا، ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شوې ده.
په دې دوره کې په ملیادونو ډالره مرستې افغانستان ته راماتې شوې. خصوصي پانګونې وشوې.
خو ایا په دې مرستو هومره کار ونه شو چې باید شوی وای.
اداري فساد، ناامني، د مځکو غضب، په قدرت کې د یوې خاصې ډلې بشپړ تسلط، د مخدرو موادو کاروبار او ګڼې نورې ستونزې د ښاغلي کرزي د دیارلس کلنې دورې نیمګړتیاوې دي چې تاریخ به پرې قضاوت وکړي.
اوس باید پام نوي ولسمشر ته وي چې تر څه حده پر خپلو ژمنو عمل کوي یا عمل کولی شي. ډېر خلک هیله لري چې اشرف غني احمدزی به هغه تېروتنې تکرار نه کړي چې ښاغلي حامد کرزي کړې وې.
له فساد سره سخته مبارزه د هر افغان لومړنۍ غوښتنه ده. امنیت بله غوښتنه ده چې ډېرو کسانو د تاند په سروې کې یاده کړې ده خو ممکن د امنیت مسله تر ډېره د افغانانو له لاسه وتلې وي. د نوي حکومت په وړاندې د جګړې د دوام په اړه د طالبانو مخکې تر مخکې اعلامیې وښودله چې د سیمې د قدرتونو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.
د ډېرو افغانانو په باور که د خلکو په ژوند کې اقتصادي بدلون راشي او فساد لږ شي امنیت په خپله ښه کېدای شي.