خبریال: میرویس جلالزی- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په خپل هیواد کې د شمالي اتلانیک ( ناټو) تړون څو کلن ماموریت ناکامه او بې ګټې ماموریت بللی دی.
هغه دغه څرګندونې د جرمني له ډي پې اې او اې ار ډي معلوماتي چینلونو سره په مرکه کې کړي دي.
حامد کرزي د ناټو د څو زرو سرتیرو له وژل کیدو سره سره دا ماموریت نه یوازې ناټو ته بلکې افغانانو ته هم یو ناکامه ماموریت په ګوته کړ. ږیې ویل چې هم ناټو او هم امریکا په افغانستان کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او له خپلو هدفونو څخه چې ورته یې د ترهګرۍ له مینځه وړل ویل خطا تللي دي.
ده وویل، ناټو دلته د ترهګرۍ، بنسټ پالنې او افراطیت د له مینځه وړلو لپاره راغلې وه چې خو یوه یې هم پوره نه کړه بلکې بنسټ پالنه او ترهګري نوره هم پیاوړي شوې ده.
پخواني ولسمشر وویل چې سیمه د ناټو او امریکا په راتګ لا نا امنه شوې او اوس داعش او القاعده د سر را پورته کولو په حال کې دي باید هغه پالیسي وکتل شي چې د دغو ډلو د رامنځ ته کیدو او بیا را ټوکیدو لامل شوي دي.
کرزي په دغه مرکه کي وویل چي د نړيوالو د جنگي ماموريت په اړه منفي نظر لري خو له ملکي مرستو څخه یې منندوی دئ.
ناټو د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر میاشتي په پای کي په افغانستان کي خپل جنگي ماموريت پای ته ورساوه او تر هغه وروسته یې د پريکړنده ملاتړ په نوم د افغان امنيتي ځواک د روزنې بل ماموريت پيل کړی دی.
امريکا ويلي دي چي ځانگړي ځواکونه به یې اوس هم له تروريزم سره مبارزه کوي.
کرزي وویل چي دی هم د افغان امنيتي ځواک د روزونکي ماموريت ملاتړ کوي. خو زياته کړې یې ده: « زه په افغانستان کې د دوی د پوځي عملياتو ملاتړ نه کوم.»
پخوانی ولسمشر په خپله دغه مرکه کې واک ته د بیا ځلي رسیدو او په واک کې د شریکیدو په باب هر راز ګنګوسي رد کړل او ویې ویل چي تاریخ تیر شو او دی تاریخ دی نو نه غواړي چې په تاریخ کې بند پاتي شي.
ګرانو لوستونکو!
سلامونه او نېکی هیلې درته ډالۍ کوم.
زه د کرزي صاحب او دده ډلې او ټپلې ته هک حیران شم چې څرنګه دغه شان معلومات او سپینې پایلی او ترخه حقیقتونه اوس چې کله له واکه ګوښه شول، د افغانستان له ولس سره شریکوي. داسې نه ګوري چې ددغو ټولو ناکامیو او نادودو په ترسره کېدنه کې د همدوی لاس وو، همدوی په ټولو برخو کې ونډه لرله او د همدې بهرنیو قوتونو په ځواک دوی ترکابل ښاره پورې راورسول شول.
خیر په هر حال، اوس هم وخت له وخته ندی تېر، اوس دې په داسې چارو کې حکومت او نوي ولسمشر ته سلا او مشوره ورکړي چې څه باید وکړي؟ له چا او کوم لوري سره ښه چلند او له کومو لوریو سره بد چلند وشي. اوس د کرزي صاحب له منډو او زیاتو هلو ځلو داسې ښکاریږی چې اشرف غني د پاکستان او کرزي د هندوستان په نفع لوبې ننه ووځي.
د تل په شان بیاهم داسی لارې چارې کتل کیږي ترڅو مناسبه لاره وموندل شي.