تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن /جمعه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د اختر په شپو ورځو کې د اوربند هرکلی کوي.
خو د طالبانو د قطر د دفتر سرچینې وايي چې د دوی مشرانو تراوسه پورې د اوربند په اړه پرېکړه نه ده کړې.
له طالبانو څخه د مسکو په غونډه کې په کلکه وغوښتل شول چې لږترلږه په اختر کې اوربند وکړي خو د دې ډلې استازو د مسکو د غونډې برخوالو ته ویلي چې دا موضوع به له خپلو مشرانو سره شریکه کړي.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي« د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د طالبانو د اسلامي تحریک له خوا د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د اوربند د اعلانولو هرکلی او د دغه اقدام ستاینه کوي. »
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي« پخوانی جمهور رئیس دغه درې ورځینۍ اوربند په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو ښه پیل بولي او هیله څرګندوي چې دا نېک اقدام ژر تر ژره په هېواد کې د سرتاسري او دایمي سولې سبب شي.»
ګومان کېږي چې پخوانی ولسمشر کرزي او د ټولنیزو رسنیو ګڼ کاروونکي د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد په هغه صوتي پیغام تېروتلي چې نن سبا په فیسبوک کې له یو بل سره شریکېږي.
د ذبیح الله مجاهد دا پیغام د تېر تر اختر مخکې خپور شوی و او په هغه کې یې د اختر په اورځو کې د اوربند اعلان کړی و.
د تېر کال په کوچني اختر کې طالبانو د درو ورځو په مخه اوربند اعلان کړ چې د ولس له پراخ هرکلي سره مخامخ شو او په زرګونه طالبان ښارونو ته راغلل.
ډېر افغانان له دواړو خواوو غواړي چې یو وار بیا اوربند وکړي ګوندي په دې توګه دواړه خواوې د سولې خوند وڅکي او دایمي پخلاینې ته حاضر شي.
Talebjana loy Allah de taba aw barbad kra islam aw pakhto dawana de oshermawal.wale afghanan shahedan kawe.from kpk peshawar