تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نوي ولسمشر ته د واک تر سپارلو مخکې خپل مرستیال ته د ولسمشرۍ د چوکۍ د سپارلو په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې.
د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی کرزی تر هغو جمهوري ریاست نه پرېږدي چې نوی ولسمشر غوره شوی نه وي.
تېره اوونۍ ولسمشر کرزي خبرداری ورکړی و چې که د انتخاباتو پایلې په ټاکلي وخت اعلان نه شوې او د نوي ولسمشر د لوړې مراسم په ټاکلي وخت یعتي د سپټمبر تر دوهمې /سبانۍ سې شنبه/ ترسره نه شول، دنده به پرېږدي.
خو ایمل فیضي له یاد ضرب الاجله یوازې یوه ورځ مخکې ازادي راډیو ته وویل چې حامد کرزی د انتخاباتو د پایلو تر اعلانېدو او د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو تر جوړېدو پوري کار ته دوام ورکوي.
ښاغلي فیضي په کلکه وویل:«له قانون سره سم دا د اوسني ولسمشر دنده ده چې تر څو منتخب ولسمشر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري اعلان شوی نه وي او د نوي ولسمشر د لوړې مراسم جوړ شوي نه وي، اوسنی ولسمشر په خپل ځای پاتې کېږي او دنده نه پرېږدي.»
ده په دې اړه خپرې شوې اوازې چې ښاغلی کرزی سبا واک پرېږدي، رد کړې.
Karzai mouth is not mouth.