تاند: د ولسمشر د امنیت پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي له ولسمشر او د هغه له مېرمنې رولا غني څخه د خپلو تورونو په تړاو رسما بخښنه وغوښته.
نوموړي له خورشید ټلویزیون سره څه موده وړاندې په ځانګړې مرکه کې تور پورې کړی و چې ارګ په هېواد کې د فحشا د ترویج لپاره کار کوي خو له هغې وروسته چې لویې څارنوالۍ نوموړی د خپلو تورونو په تړاو سپیناوي ته غوښتی، جنرال حبیب احمدزي ورته د ټاکنو د درغلیو په تړاو ځینې نتایج پاڼې ښودلې دي او هڅه یې کړې ده چې موضوع ټاکنیزې لانجې ته کش کړي.
نوموړي نن دوشنبه یو خبري کنفرانس کې وویل، تورونه یې د ټاکنیزو لاسوهنو په تړاو وو او د ولسمشر غني یا د هغه د مېرمنې په تړاو یې هیڅ ادعا نه ده کړې: (( که پاک لمنو هېوادوالو خویندو ته زما له تورونو کوم تشویش پیدا شوي وي، نو زه رسما له ولسمشر او د هغه له مېرمنې بخښنه غواړم، ولسمشر، د هغه مېرمنې، ارګ کې دننه او ارګ نه دباندې خویندو په تړاو مې هیڅ نه دي ویلي، تاسې مې مرکه کتلی شئ.))
حبیب الله احمدزي تر دې وړاندې هم لویې څارنوالۍ ته د اسنادو د سپارلو پر ځای ویلي وو، که نورو خلکو اسناد سپارلي وي، زه به هم د اخلاقي فساد په تړاو تورونو ته ځواب ووایم.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې یو مهم غړی تور پورې کوي چې پر حکومت د جنسي او اخلاقي فساد تورونه د دغې ټیم له رهبرۍ سره په مشوره لګول کېږي او د حبیب الله احمدزي د څرګندونو تر شا هم د دغه ټیم لاس و.
د حنیف اتمر د ډلې دغه غړی د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وايي، جنرال حبیب الله احمدزی، مریم وردګ د هغې د کورنۍ غړی عمر زاخېلوال او د مریم وردګ مور ټول د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې خاص غړي دي، چې پخپله یې ارګ کې کار کړی دی او حنیف اتمر د خپل صلاحیت له مخې مقرر کړي وو.
دغه سرچینه وايي، یاده ډله غواړي د خپل کمپاین لپاره تر دې ډېرو درنو تورونو او دسیسو ته لاس واچوي.
حبییب الشیطانه!ته نه پښتون یې نه احمدزی، ته هغه ناولی انسان یې چې دتا دتور لګولو له امله ټولو افغانانو په ځانګړې تو ګه هغه پاک لمنو خویندو ته چې دیوې ګولې لاس ته راوړلو په خاطر هڅې کوی- په لمن یې تور داغ ولګید- حتی
مزدورو رسنیو به دې نرتاړ څومره شخوند وواهه —-دخدای لعنت دې پر تاوی
ډیر ښه خلک ددی منتظر ول چی احمدزی خان به خلکو ته هغه اسناد دده په خبره ویډیوګانی ور ووښی چی له ده سره په ارګ کی دفحشا په مورد شته دی خو داچی دی له ولشمر اود هیواد له امړی میرمنی معذرت غواړی ډیر عجیه کاردی لژغیرت هم په کار دی که احمدزی خان ډیر کم دغیرت په نامه څه پیژندل داسی کار یی باید نه وای کړی اول به دی فکر کړی وه، خو ډالر ډير بد شی دی کفارو افغانان ډیر ښه پیژندلی چی دډالر په مقابل کی له هر څه تیر دی ښه بیګله یی جنرال اخمدزی دی.
Maiwand saib afghanan ropo reyalono aw Irani toman tha ham nashee tengede