لیکوال: لاهورخان منګل –
په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له پېښې وروسته په نړۍ کې بیا په ځانګړي ډول په افغانستان کې یو لړ بدلونونه رامینځ ته شول. د ملګرو ملتونو په وړاندیز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په چوکاټ کې هېواد ته نړیوال ځواکونه راولیږل شول څو په افغانستان کې د امنیت، سولې او ثبات او د ټولو افغانانو لپاره داسې یو نظام رامینځ ته کړي چې په هره برخه کې یې تعادل ساتلی وي او هر وګړی وکولای شي چې د ولسواکۍ تر سیوري لاندې د خپل مسلم حق چې د سولې او امن په فضا کې ژوند دی او د هېواد د نافظه قوانینو په رڼاکې کې تجارت او یا هم هر هغه فعالیت چې کولای شي د خپلې کورنۍ عادي ژوند په مخ بوځي، ترسره کړي. هېواد ته نړیواله ټولنه راغله.
د نظام بنسټ کېښودل شو، دری واړه قواوې رامنځته شوې، د امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره چوکاټ جوړ شو، د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره دوه ځلې ټول ټاکنې ترسره شوې خو که رالنډه یې کړو، د نظام د جوړیدو لپاره مو بنسټ کېښودل شو. د حامد کرزي په مشرۍ او د ځینو نړیوالو په غوښتنه اوطرح باندې په نظام کې د افغانانو استخدام د دې په ځای چې حب الوطن، کاري وړتیا او تجربه په نظر کې ونیول شي، د اټکل شوې سلنې، ولایت او بیا په وروستیو کې د سمت پالنې په بنیاد ترسره کیده. د هېواد لپاره انکشافي او مصرفي بودیجه هم د لومړی، دوهمې او دریمې کچې ولایتونه په انډول ورکول کیده، هغه ولایتونه چې ټوپکسالاران په کې ډیر فعال ول او کولای یې شول چې خپل ګواښ د کرزي تر غوږو وروسوي، هروخت د لومړی درجه ولایتونو په نوملړ کې شامل ول. همدارنګه ملي پریکړې هم د ادارې د طرزالعمل په نظر کې نیولو پرځای په عنعنوي او په نظام کې د زور لرونکو د زور د سلنې په پام کې نیولو سره د هغوی د مشورو تر اغیز لاندې راتللې. په داسې وخت کې چې فساد هم تر وروستۍکچې رسېدلای وي، په نظام کې ټول استخدام په سمتي او د ټوپکسلارانو له لوري په نظام باندې د زور په تناسب سره ترسره شوی وي، طبیعي ده چې ملت مو د یوه مسلکي او ملی فکر لرونکي چارواکي په ځای د سمت او اړیکو پلوی کوي.
په یوه ملت کې یوازې د ملت په کچه نشلیزم ګټوره ده نه په یوه ملت کې د قومونو په کچه. د قوم په کچه نشلیزم د تبعیض او کرکې سبب کیږي چې پایله یې کرکه، بیلتون او د نظام او خلکو ترمنځ د فاصلې او همدارنګه د کاري وړتیا او حب الوطن، او سپیڅلتیا په ځای سمت او روابطو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې په پایله کې په نظام کې غیر مسلکي ، فاسد او معتصب چارواکو شتون ډیریږي چې دا په خپل وخت سره کولی شي چې هېواد مو د بدبختۍ په لوري بوځي. په ټولنیزه رسنیو کې وینم چې ډیری ځوانان په حکومت او دولت کې د چارواکو د کاري وړتیا، نظام او هېواد ته د سپیڅلتیا په ځای د سمت، ژبې او د ولایت د حق نعارې وهي. ښه خو داسې وه چې د هېواد په کچه وړتیاوې لټول شوې وای او د یوې شفافه پروسې له تیریدا وروسته یې په حکومت کې په اړینو چوکیو ګومارلي وای. زه خو چې اوس هم د اځینې پریکړې ګورم، ملت مو نور هم توکم پالنې ته رابولي او هڅوي. هیله ده چې نور مو د ملت له سپیڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته نه شي او د خاورو او لوټو په مینځ کې راڅرګند شوی لعل پریږدي چې دا ملت ته په ډاډه زړه کار وکړي.