محمد (ص)

لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي

ژباړونکې: روضیه بهیر

 لومړی څپرکی

د غسل، اودس، لمونځ، کیسې او په لسګونو نور ګټورمسایل

د اویا زره فرشتو دعا هغه چا ته چي دا آیت ولولي. هرڅوک چي درې ځله دغه ایت اعوذ بالله سمیع العلیم من الشیطان الرجیم ولولي، بیا د حشر سورت وروستي ایاتونه سهاراو ماښام یوځلي ووایي، نو اویا زره ملکي ورته له سهار نه ترشپي پوري او له شپي نه ترسهاره پورې د بښني اومغفرت دعا کوي اوکه په دغه ورځ مړشي ، نو د شهادت مقام ورته ور کول کېږي (ترمذي).

هو الله الذی لا اله الا هو علم الغیب والشهادة هو الرحمن الرحیم هو الله الذی لا اله الا هو الملک القدوس السلم المومن المهیمن العزیز الجبار المتکبر سبحن الله عما یشرکون هو الله الخالق الباری المصور له الاسماء الحسنی یسبح له ما فی السموات و الارض و هو العزیز الحکیم.

ژباړه: له یوالله نه پرته بل الله نشته هغه په پټواوښکاره شیانو خبردی اوهغه ډېرمهربان او بښونکی دی، له هغه څخه پرته بل معبود نشته هغه ډیر پاک اوبي عیبه پاچا مالک، پناه ورکوونکی، ساتونکی، غالب، کامیاب، قوي او د خرابیو جوړونکی دی هغه ‌ډېر ستراو له شرک څخه پاک دی خداي (ج) د هرڅه پیداکونکی او جوړونکی صورت ورکونکی دی . هغه له پاره ښایسته نومونه شته هر څه چي په ځمکه او په اسمان کې دي هغه د الله (ج) تسبیح وايي هغه کامیاب اوحکمت واله ذا ت دی.

هغه څوک چې لمونځ نه کوي

سهار ی�� څېره بې نوره کېږي، ماسپښین یې عاید بې برکته کېږي، مازدیګر یې ذهني او فزیکي قدرت کمېږي، ماښام له خپل اولاد څخه خیر نه ویني، ماسخوتن په خوب کې نارامه وي.

لمونځ کونکي ته کومې ګټې ورکول کېږي

لمونځ کونکي ته الله (ج) پنځه شیان ورکوي: پراخه رزق، د قبر عذاب ورڅخه لرې کوي، د قیامت په ورځ ورته عمل نامه په ښي لاس ورکول کېږي، له صراط پل څخه به د برق په شان تېریږي او له حساب او کتاب څخه به پرته جنت ته ځي.

دنیاوي جزا هغه چا ته چې په لمونځ کې سستي کوي

د ژوند برکت یې کمېږي، څېره یې بې نوره کېږي، نیک اجر ورته نه ورکول کېږي، دعا يې نه قبلیږي او د نیکو بنده ګانو په دعا کې ځای نه لري.

درې عذابه د مرګ په وخت کې

په سختې کې مري، وږی مري، له تندې په سختي سره مري، د قبر عذاب تري داسي تنګ اخیستل کیږي چې یي یوه پښتۍ په بله پښتۍ کې ننوځي، په قبر کې اور  او یو وحشتناګه مار وي چي د هر لمونځ په بدل کې یي یو نیش وهي.

دري عذابه له قبر څخه دراپورته کېدو په و خت کي

سخت حساب ور څخه اخیستل کیږې، د خداي (ج) له قهر سره مخ کیږي او جهنم دو زخ ته لویږي.

عجلو با لصلواة قبل الفوة عجلو بالتوبة قبل الموة

د غسل طریقه او نبوي (ص)حدیثونه

عایشه،‎(رض) فرمایي: کله چې به حضرت محمد (ص) د جنابت غسل کاوه اول به يي دواړه لاسونه مینځل، بیا یي په چپ لاس استنجا کوله، بیا به یي اودس کاوه. لکه: د لمونځ اودس، بیا به یې د سر په ویښتانو باندې اوبه اچولې او په خپلو ګوتنو به یې ښه سولول چې اوبه د ویښتانو بیخ ته ورسیږي. بیا به یې په دواړو لاسو کې او به اخیستې او درې ځلې به یې په خپل سر اچولې او بیا به یې په خپل ټول بدن اوبه اچولې او په پای کې به یې خپل پښې مینځلې(مسلم).

د جنابت په غسل کې درې شیان فر ض دي

د خولې وینځل، پوزې وینځل او د ټول بدن وینځل. په غسل کې د یو ویښته په اندازه ځای وچ پاتې شي غسل نه کېږي، باید پاملرنه وکړو او نور ته یې زده کړو.

په غسل کې پنځه شیان سنت دي: ۱- له غسل نه مخکې د دواړه لاسونو مینځل ۲- د نجاست لرې کول۳- استنجا ۴- له غسل نه مخکې اودس کول ۵- په ټول بدن اوبه اچول درې خله .

د غسل ترتیب:

وویاست نیت کوم اودس کوم چې تن مې پاک شي او لمونځ راته روا شي اودس وکړئ او د پوزې او خولې مینځلو ته پاملرنه وکړئ درې ځله په سر، درې ځله په ښویه اوږه او درې ځله په کینه اوږه باندې اوبه واچوئ او په پای کې خپلې پښې ووینځئ.

پاملرنه! : د جنابت له غسل نه مخکې باید (ادرار) وشي د غسل په وخت کې باید ګوته او هغه څه چې په غوښې پورې نښتې وي وویستل شي او یا بې ځایه شي چې غوښه لمده شي او که وچه پاتې شي غسل نه تر سره کېږي.

د ښځو له پاره تړلې کوڅۍ(ګیسو) غسل کول جواز لري، که په سمه توګه او به د ویښتانو بیخونو ته ورسیږي.

که کوم ځای مو په نجاست ککړ شوی وي، نو له غسل نه مخکې هغه ومینځئ او د نوم منځ هم ومینځئ.

یو اعرابي له حضرت محمد(ص) څخه یوه پوښتنه وکړه چې غواړم روزي مې پراخه شي. حضرت محمد (ص) و فرمایل: تل په اوداسه اوسه بیا یې ویل غواړم د قیامت په ورځ الله (ج) ووینم چې له مانه راضي وي حضرت محمد (ص) وفر مایل له جنابت نه وروسته غسل وکړه.

له غسل نه مخکې د غاښونو پاکول او مسواک کول ډېر ثواب لري، له جنابت نه وروسته زر باید غسل وشي، ډېر مسلمانان په زلزلو کې د جنابت په حالت کې مړه شوي دي.

له نوکانو رنګ سره غسل او اودس نه کېږي، په اسیتون یا نور موادو چې په بازار کې پیدا کېږي باید نوکان ښه پاک شي.

که څوک له پیش نمي نه مخکې په خوب کې جنوب شي، نو باید غسل وکړي روژه يې کېږي.

کله چې یو مسلمان په جنابت کې وي هر څه ژر باید غسل وکړي له یو لمونځ نه بل لمونځ ته پاتې نه شي. د روژه لرونکي له پاره حمام او غسل کول جواز لری، د اړتیا پروخت کې روا دی او که په اوبو کې داسې یو شی وي چې وینه نه لري، لک:ه میږی یا میاشه ولویږي او به نه ورانیږي په هغې سره غسل روا دی. د انسان د خولې پاتې شوې شیان پاک دي، که مسلمان وی که کافر، په حیض حالت کې وي یا جنابت په حالت کې،مګر پر هغو نه چې خوله یا لاس یې په نجاست(مرداري) ککړه وي.

صحابه(رض) روایت کوي: چې ام حبیبه ته مې وویل: چې حضر محمد(ص) په هغه جامو کې چې له خپلې بي بي سره جماع کوي لمونځ کوي که نه؟ ویې ویل کوۍ یې خو که په کې مرداري نه وي.

رسول الله (ص) فرمايي : خدای (ج) ډېر حیاناک او پرده ناک دی هر کله چې له ستاسي نه کوم یو غسل کوي باید چې ځان د خلکو له نظر څخه لرې وساتئ (ابودود).

سړي باید ځان پاک کړي بني اسرائیلو داسې و نه کړ ښځې یې په زنا اخته شوې

رسول الله فرمايي : خپل کالي مو ومینځئ، د بدن ویښته لنډ کړئ، مسواک ووهئ، پاکوالی په نظر کې ونیسئ، او ځانونه سمبال کړئ، بني اسرایلو دغه کارونه نه کول ، نو ښځو به یې زنا کوله ( ابن عساکر علي (رض))

د جمعې په ورخ غسل روغتیا ته ګټه رسوي

حضرت محمد(ص) فرمايلي هر مسلمان باید په اونۍ کې یو ځل غسل وکړي د خپل د سر او بدن ویښته جوړ (تنظیم) کړي(بخاري، مسلم او ابوهریره).

عایشه (رض) فرما یي: حضرت محمد (ص)چي به کله چي خوړل یایي عوښتل چي څه شي وخوري، نو د لمونځ او دس غوندي به یي او دس کاوه(بخاري او مسلم). رسول اکرم (ص) فرمایي: خپل ځان پاک وساتئ، ځکه چې خداي (ج)تاسي پاک کړي یاست، هیڅ داسي بنده نشته چي هغه پاک ویده شي او فرشته (ملکه)یي بستر ته راشي او هغي ته تر سهاره داسي دعا کوي خدایه دا بنده ته مغفرت وکړه ،چي پاک ویده شوي.

2 thoughts on “حدیثونه او د حضرت محمد (ص) شیرینې کېسې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *