لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي
ژباړونکې: روضیه بهیر
ایا په رنګ ناخون سره غسل او اودس کېږي؟
نه، غسل او اودس نه کېږی. باید نوکانو رانګ په اسیتون یا بل موادو سره پاک شي.
ایا د آس، خر او قچر پاتې شونې (پاتې شوي خواړه) پاکه ده؟ بلې که او به نوي پاکه ده.
ایا په نیمه کوزه اوبو باندې اودس کېږي؟
هو، په دې شرط چې د اړتیا پروخت ټول غړي یو ځل لامده شي.
ایا د پیشو پاتې شونې( پاتې خواړه) پاکه ده؟ نه، له پیشو نه پاتې شونې مکرو دي. یعنې که نورې اوبه وي هغه غوره دي.
کورنی چرګ چې هرې خواته ځي پاتې شونې یې مکروه ده.
که اودس مو ډېر تنګ وی ایا زمونږ لمونځ کېږي؟ نه باید اودس وکړو.
هغه کسان چې خپل اودس نه شي وچولی څه باید وکړي ؟ باید پنځه وخت د لمانځه له پاره اودس وکړي.
په کومو اوبو اودس نه کېږي؟ په هغه اوبو کې چې سپی غوپه شوی وي.
ایا هغه حیوانات چې غوښه یې حلاله نه ده او یا نجاست به اوبو کې ولیدل شي غسل او اودس ورباندې نه کېږئ.
په اودسه کې د زیاتو اوبو مصرفول، اصراف کڼل کېږي
یوه ورځ سعد بن وقاص(رض) په اوداسه کې زیاتې اوبه مصرف کړې، پیغمبر (ص) له هغه ځایه تېرېده ورته یې وویل ای سعد دا څه اصراف دی.
سعد وویل: ای رسول الله په اوداسه کې اوبه هم اصراف دي، حضرت محمد (ص) وویل: که د سیند په غاړه هم یاستۍ زیاتې اوبه مصرف نه کړئ، ځکه اصراف دی (ابن ماجه عبدالله بن عمرو).
څوک چې په سم ډول اودس وکړي او اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا عبده ورسوله ووايي او د جنت اته واړه در وازې ورته پرانیستل کېږي او چې له هرې دروازې نه وغواړې ننوتی پرې شي (مسلم).
له اوداسه څخه وروسته دوه رکعته لمونخ د تحیة الو ضوء وکړئ
یوه ورځ حضرت محمد (ص) حضرت بلال ته وویل: په څه شي له ما نه مخکې جنت ته دا خل شوی وې، زه تېره شپه جنت ته داخل شوم او ستا د پښو غږ به مې مخکې واوریده بلال (رض) وویل ای رسول الله کله چې ګنا وکړم دوه رکعته د توبې لمونځ اداکوم او کله چې اودس وکړم دوه رکعته د اوداسه لمونځ تحیة
الوضو اداکوم.
کفارو تعجب وکړ چې ولې د مسلمانانو عسکر نه ناروغه کېږي
په جګړه کې کافرو ولیدل چې د دوی عسکر همیشه ناروغه وي او څېړنه یې وکړه چې ولې د مسلمانانو عسکر نه ناروغه کېږي. بیا وپوهېدل چې هغوی پنځه وخته اودس کوی، نو ښه روغتیا لري، مونږ نشو کولای پنځه وخته په ورځ کې مسواک ووهو. خو کله چې اودس کو مسواک وهو یا خوله په لاس وینځو او زمونږ غاښونه روغ پاتې کېږې او زمونږ صورت شکل پاکېږي. خدای (ج) چې د هر څه شي امر کړی په هغې کې موږ ته خیر ایښودل شوی دی.