لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي
ژباړونکې: روضیه بهیر
د تیمم مسایل:
د تیمم فرضونه دوه دي: نیت او ضرب یا وهل د لاسونو په یو څه شی باندې .
په کوم وخت کې تیمم د اودس او غسل په ځای کېږي؟ په هغه حالت کې چې اوبه نه وي او یا اوبه یو میل(۱۶۰۹متره)لرې وي، یا د مرګ ویره او سخته ناروغۍ وي او یا جنازه تیاره وي.
تیمم څه ډول وهل کېږي؟
۱ – نیت کېږي : نیت مې وکړ چې اداکوم دوه ځلې تیمم چې بدن مي پاک شي او لمونځ او یا غسل په ما روا شي.
۲- بیا بسم الله ویل کېږي: دواړه لاسونه به په پاکه ځمکه او یا په هغو شیانو چې له خاورې څخه جوړ شوی وی، په لاسونو خپل مخ مسح کوي، په دویم وهلو سره خپل لاسونه له نکانو څخه تر څنګلو پورې مسح کوي. هغه څه چې د ځمکې له برخې څخه وي لکه: خښته، خاوره، ریګ ، تیږي، چونه او نور په هغې باندې تیمم روا دی.
د غسل او اوداسه تیمم فرق نه لري، دواړه یو شان وهل کېږي.
یو کیلو متر څو متره کېږي؟ یو کیلو متر ۱۰۰۰ متره دی.
یو جریب څو بسوې دی؟ یو جریب ۲۰ بسوې دی.
بوه بیسوه څو متره ده؟ یوه بسوه سل متره مربع ده.
یو میل څو متره دی؟ یو میل ۱۶۰۹ متره دی.
د عایشې(رض) په برکت د تیمم ایت نازل شو
په سفر کې د عایشې (رض) غاړه کۍ ورکه شوه ، پیغمبر (ص) هغه لټوله او ناوخته شو، حضرت محمد خپل سر د عایشې(رض) په زنګون ایښی و، خوب وړی و.صحابو د پېښې جریان د عایشې(رض) پلار ابوبکر(رض) ته وویل ابوبکر په ځواب کې خپله لور ته سزا ورکړه او وې ویل ولې دې حضرت محمد(ص) معطل کړ؟ اوبه نه لري او د اوداسه او لمونځ وخت هم دی. عایشې (رض) وویل: ځکه،چې حضرت محمد (ص) ویښ نه حرکت مې ونه کړ همدا و چې خدای (ج) مهرباني وکړه او د تیمم ایت یې نازل کړ، دوی تیمم وکړ او لمونځ یې اداکړ.
د تشناب په لور د تګ لارښونه
حضرت محمد (ص) فرمايي هر څوک که تشناب ته داخلیږي، نو لومړی دې دا دعا ولولي : اللهم انې اعوذ بک من الخبث و الخبائث خدایه تاته پنا دروړم له نارینه او ځینه پریانو څخه.
بي بي عایشه (رض) وايي کله چې حضرت محمد (ص) له تشناب څخه بیرون شو غفرانک(بښنه غواړو) به یې ویلې تاسې هم په چپه پښه داخل شئ او په ښي پښه بیرون شئ ستاسو مخ او شا دې قبلې خوا ته نه وي.
حضرت محمد (ص) ښه کارونه په ښي لاس او هغه کارونه لکه اودس، د استنجا وچول، او داسې نور په چپ لاس تر سره کول.
د قیامت په ورځ د انسان عامل نامه نیک انسان ته په ښي لاس او ګنهکار انسان ته په کین لاس ورکول کېږي.
ادب او حدیثونه د مسجد په اړه او مسجد ته د ننوتلو او وتلو دعاوې
کله چې مسجد ته داخلیږئ دغه دعاوویاست : اللهم افتح لی ابواب رحمتک خدایه د خپل رحمت دروازې دې ما ته پرانیزه. کله چې له مسجد څخه وتلئ دغه دعا وویاست : اللهم انی اسلک من فضلک خدایه له تا نه د فضلیت سوال کوم ( مسلم)
حضرت محمد فرمایلي: کوم وخت چې مسجد ته داخلیږئ مخکې تر دې چې کینۍ دوه رکعته لمونځ تحیة المسجد ادا کړئ (بخاری، مسلم او ابو قتاده).
د تحیه المسجد لمونځ مخکې د سهار او ماښام له مانځه څخه ادا کېږي که چېرې جمعه تیاره وي نه ادا کېږي.
د صف تړل
مسلمانان باید په صفونو کې مستقیم ودریږي اوږې له یو بل سره ولګوي، تر څو د دوه نفرو تر منځ فاصله پیدا نه شي کله چې اقامت ویل کېږي فوراُ نیت تړل کېږي، اول تکبیر څه چې په دنیا کې دي بهتر دي. د لمانځه صف دریدونکو د پښو شا او اوږې باید برابرې وي نه د پښو ګوتې.
صحابه به داسې سره نژدې درېدل چې د اوږو پیرانونه به یې شکېدل.
حتی د حضرت محمد(ص) د موذن په وخت هغه کسانو چې اوږه به یې له صف نه بیرون وه، صفونه به برابر او مستقیم کېدل. د حضرت عمر فاروق په وخت کې یو تن د صفونو د جوړښت په اړه مقرر شو کله چې به صف جوړ شو تکبیر ویل کېده یعنې وروستي صفونه وروسته له امام څخه ودریږي. مثال: که اول صف جوړ شو دویم، درېیم او وروستي صفونه د لمانځه په اولو صفونو کې که ځای خالي وي، په ورستیو صفونو کې دریدل مکروه دي.
د لمانځه صفونو مو سیده او مساوي کړئ که نه خدای(ج) به ستاسو په منځ کې کینه او دوښمنۍ واچوي(متفق علیه).
رسو الله فرمايلي: خدای(ج) په اول صف رحمت کړي او ملایکه هم د اول صف لپاره د رحمت ددعا غوښتنه کوي(احمد).
له امام نه وروسته باید عالم ولاړ وي، که ضرورت شي امام یې په خپل ځای د امامت له پاره وړاندي کړي.
د قیام د درېدو پر وخت باید نظر د سجدې د ځای په لور وی، په حدیث کې راغلي دي که خلک وپوهیږي چې د لمانځه د مخې تېریدل او مخته تګ د لمونځ کونکي په مخ کې څومره ګناه لري؟ که شل کاله په خپل ځای کې ولاړ وي د لمونځ کونکې له مخه نه به تېر نه شي.
حضرت محمد(ص) فرمايي: که خلک وپوهېږي چې د اول صف لمونځ څومره اجرونه او ثوابونه لري ، داسې کشمکش به د دوی تر منخ رامنځته کېده چې قرعه به یې اچوله.
حضرت محمد (ص) فرمايي: که مو داسې کس ولیده چې له مسجد سره یې عادت کړی شاهیدي ورکړئ چې دغه کس د ایمان خاوند دی(ترمذی).
د قیامت له نښو څخه یوه دا ده چې یو سړی د مسجد له څنګ نه تېر شي او دوه رکعته لمونځ په کې ادا نه کړي.
یوازې هغه چا ته سلام کوئ چې پېژنۍ یې او په هلکانو او ځوانانو امر وکړئ او هغوی د خپل د لیک رسونکي وګرځوئ.
د مسجد لور ته تلل جهاد دی: سهار او شپې مسجد ته تلل د خدای(ج) په لاره کې جهاد دی، حضرت محمد ۰ص) فرمايي: کله چې په هغه خلکو راځۍ چې هغو ی په مسجد کې د دنیا خبرې کوي تاسي له هغوی سره مه کېنئ، ځکه چې خدای (ج) هغوی ته حاجت نه لري( مشکاوه).
حضرت عمر (رض) له مسجد نه بیرون یو دوکان جوړ کړی او اعلان يی وکړ څوک چې شعر ووايي یا خبرې کوي یا خپل غږ پورته کوي، نو دغه دوکان ته دې ننوزي.
حضرت محمد (ص) فرمايي: جمع کوئ ، ځکه چې پسه هغه وخت لېوان خور ي، چې له رمې څخه بیل شوی وی. ) احمد) تر ټولو ښه ځایونه د الله (ج) پر وړاندې مسجدونه دي او تر ټولو بد ځایونه د الله(ج) پر وړاندې ښارونه او بازارونه دي( مسلم ابوهریره).
حضرت محمد(ص) فرمایلي: په منافق باندې هیڅ لمونځ لکه: د سهار، ماسختن لمونځ سخت نه دی که پوهیدلی چې څومره ثواب لري که د څښېدلو په حالت کې وای، نو هم به یې ادا کاوه. زړه مې غواړي، چې موزن ته ووایم چې اقامه ووایه، یو څوک خپل پر ځای د لمونځ د اداکولو له پاره ودروم او د اور لمبه را واخلم هغه څوک چې له کور څخه د لموڼځ له پاره نه راوزي هغوی وسوه ځوم ( بخاري، مسلم او ابوهریره).
ماشاالله هیله ده الله ج دی همت درکړی او دنورو دینی معلوماتو په هیله وسلام