لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي
ژباړونکې: روضیه بهیر
لمونځ او اودس د ګناهونو کفاره ده:
حضرت علي (رض)وویل: یوه ورځ زه د حضرت محمد (ص) په مسجد کې وم، د لمانځه انتظار مو کاوه، یو کس وویل: ګناه مې کړې حضرت محمد (ص) له هغه اعراض وکړ. کوم وخت چې لمونځ ختم شو دوباره هغه کس تکرار وکړ. محمد (ص) وویل ایا له ما سره دی اوس لمونځ وکړ او ښه اودس دې نه و کړی. هغه وویل هو، حضرت محمد وویل: همدا لمونځ او اودس د ګناه کفاره ده.
څوک امامت کولای شي؟
رسول اکرم(ص) فرمايي: په قوم کې باید هغه څوک امام شي چې ډېر قران وايی او هغه څوک باید امام شي چې قرآن، شریف یې له نورونه ښه زده وي، که په قرات کې برابر وي هغه څوک دې وټاکي، چې په سنتو کې دا نا(پوه) وي، که په سنتو کې هم برا بر وو هغه څوک دې وټاکي، چې مخکې سفر یا هجرت یې کړی وي، که په هجرت کې هم برابر وو هغه څوک دې وټاکل شي چې عمر یې زیات وي امامت دې وکړي ( مسلم).
همدا شان ویل شوي: هر څوک چې تقوا او نیک اخلاق له خلکو سره ولري، خلک له هغه سره مینه ولري او یا هغه څوک چې دیني درجې اوخدمتونه ولري امامت دي وکړي.
حضرت محمد(ص) فر مايي: د الله (ج) پر وړاندې تر ټولو بد سړی هغه دی چې ډېر جنګ او جدال کوي(بي بي عایشه).
د اذان په ځواب کې باید څه ووایو؟
حضرت محمد (ص) فرمايي: هر کله چې مو د اذان غږ واورېده تاسي هم په خپل زړه کې لکه: د موزن کلمات ووايي او کله چې موذن حي علي الصلاه او حی علاالفلاح (راشئ د لمونځ په لور راشی د بریالیتوب په لور )،نو تاسي ووايي ولا حول ولا قوة الا بالله العلی العظیم (مسلم او حضرت عمر).
حضرت محمد (ص) فر مايي: کله چې څوک دچرګ اذان اوري د خدای(ج) فضل او رحمت و غواړي ځکه چې هغه ملکې ویني او کله چې مو د خره غږ واورېده الله (ج) ته پناه یوسی ،ځکه چې هغه شیطان ويني.(بخاری اومسلم) کله چې به حضرت بلال(رض) اقامه قد قامت الصلاه ته ورساوله ، نو حضرت محمد (ص) په ځواب کي وویل اقامه الله و ادامها( یعنې الله (ج) دې لمونځ کلک او تل ولري).
په قعده کې د ګوتې اشاره د حضرت مد(ص) سنت دي. حضرت وائل بن حجر وايي: حضرت محمد (ص) به په دوه ګوتو حلقه جوړه کړه او په سبابه ګوته به یې اشاره وکړه.
د یهودۍ جنۍ کیسه چې په اذان مینه شوې وه
په یو مسجد کې یو موذن و، چې ډېر په تقوا و او ښکلی غږ یې درلوده، د مسجد به څنګ کې د یهودي کور و، کله چې به موذن اذان کاوه د یهودي پیغله لور په اذان او اسلام مینه شوې وه، نژدي وه چې مسلمانه شي، چې موذن بدل شو او بل موذن راغی او څو ورځې یې اذان وکړ. د یهودۍ جنۍ پلار نوي موذن ته ډالۍ راوړه. موذن پوښتنه وکړه ولې دې دا ډالۍ ما ته راکړه؟ یهودي سړي وویل: تا ما ته لوی خدمت کړی د هغه مخکی موذن په اذان سره نژدي وه ، چې زما لور مسلمانه شي،له کوم وخت نه چې ته اذان کوې لور مې له اسلام نه زړه تورنه شوه.
څو ډوله لمونځ پیژنئ؟
فرض لمونځ، واجب، سنت، وتر واجب، اشراق، تهجد ، نفل، شکرانه، حاجت، څاښت، تسبیح، توبه استخاره، اوابین .. او داسې نور.
د لمونځونو نیت:
له هغه چا لپاره د پام وړ ټکي چې نه پوهیږي چې څنګه نیت وکړي، نیت به اصل کې په زړه کې کېږي. که چا په ژبه ونه ویل چې کوم لمونځ فرق نه کوي د اشراق لمونځ د حج عمرې ثواب لري. کله چې لمر را وخته تقریباً ۳۰ دقیقې وروسته دوه یا څلور رکعته د اشراق لمونځ وکړئ د حدیثونو په رڼا کې د نفلي حج عمرې ثواب لري.
د څاښت لمونځ:
څاښت لمونځ د لمر راختو څخ دوه یا درې ساعته وروسته تر هغې چې غرمې یا ماسپښین ته نیم ساعت پاتې وې کېږي. دا لمونځ د الله (ج) پر وړاندې ۱۰۰ ثوابه لری چې الله (ج) ۷۵ ثوابه په دنیا او ۲۵ ثوابه په اخرت کې بنده ته ورکوي.
هر څوک چی دا لمونځ تل کوي هیڅکله په دنیا کې له سختۍ سره مخ نه کېږي. دا لمونځ ۴ یا ۸ رکعته کېږي.
رسو الله اکرم(ص) فر مايي: څوک چې څلور رکعته لمونځ مخکې له ماسپښین او څلور رکعته وروسته له ماسپښین څخه ادا کړي، نو د دوزخ اور به یې په وجود حرام شي (ام حبیبه(رض) ).
د څاښت لمونځ ادا کړئ چئ روزي مو پراخه شي رسول اکرم(ص) فرمايلي: یو د جنت له دروازو څخه د څاښت(ضحی) ده چې د قیامت په ورځ غږ کوي چېرته د ی هغه چې د ماسپښین لمانځه ته پابند و د ضحی دروازه تاسو ته د خدای په رحمت پرانیستل شوې، له دې دروازې څخه داخل شئ او څاښت لمونځ د روزي د ډېر والي سبب کېږي (طبراني او ابوهریره).
عایشه (رض) وايي: که مور او پلار مې ژوندی شي د څاښت لمونځ نه پریږدم
حضرت عایشه(رض) وايي: حضرت محمد (ص) زیات وخت د څاښت لمونځ ۴ رکعته ادا کاوه. ځینې وخت یې زیات ادا کاوه. مګر بي بي عایشې (رض) د څاښت لمونځ اته رکعته ادا کاوه او داسې مینه یې ور سره وه ویلې به یې که مور او پلار مې ژوندي شي او زما لیدو ته راشي، خو د څاښت لمونځ نه پریږدم.
حضرت عبدالرحمن بن عبدالله وايي: چې حضرت عمر (رض) سره وم له غرمې نه مخکې یې ۴ رکعته لمونځ وکړ. ومې پوښتل ای امیر المومنین دا کوم لمونځ و. وې ویل دا لمونځ په اجر او ثواب کې د تهجد لمونځ سره برابر دی.