لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي
ژباړونکې: روضیه بهیر
د استخارې لمونځ:
د استخارې لمونځ په کوم وخت کې ادا کېږي؟ کله چې سفر ولرو یا کو بل سخت کار وې چې زمونږ عقل ورته نه رسیږي، اول دوه رکعته لمونځ وکړئ یو ځل الحمد الله شریف ووايي بیا درې ځله قل هو الله احد ووايي وروسته په لمانځي توشک یا ځای ویده شئ کله چې سهار له خوبه پاڅیدئ هر څه چې مو زړه ته راغلل هماغه کار وکړئ که زړه ته مو په ځانګړي ډول څه رانه غلل، نو اووه ځلې همدغه کار وکړئ خدای(ج) مهربانه ده.
د توبې لمونځ:
که له تاسو څخه کومه ګناه وشوه دوه رکعته لمونځ وکړئ او په سجده ولویږئ او له الله (ج)څخه بښنه وغواړئ او له الله (ج) سره وعده وکړئ چې نور هیڅکله دا بد عمل سرته نه رسوۍ ، توبه مو قبلیږي که روژه ونیسئ ډېره ښه .
یوه ورځ حضرت محمد(ص) د حضرت بلال(رض) څخه پوښتنه وکړه په څه باندې له ماڅخه په جنت کې مخکی شوی یې. زه تېره شپه جنت ته ننوتلم او ستا د پښو غږ مې په خپل مخکې واورېده. حضرت بلال(رض) وویل: ای د الله (ج) رسوله کله چې مې ګناه وکړه دوه رکعته د توبې لمونځ کوم او کله چې مې اودس وکړ دوه رکعته تحیه الوضو لمونځ کوم.
حضرت ابو بکر صدیق(رض) به ورو لمونځ کاوه
یوه ورځ حضرت محمد(ص) تېرېده وې لېده چې ابوبکر صدیق(رض)ورو لمونځ یې کاوه او حضرت عمر(رض) یې ولېده چې په لوړ غږ لمونځ کوي له ابوبکر صدیق(رض) نه یې پوښتنه وکړه چې ولې ورو لمونځ کوې؟ حضرت ابوبکر صدیق(رض) وویل: د هغه چا په صفاتو چې مصروف وم هغه مې غږ اورېده. حضرت عمر (رض) و فر مایل :زما مقصد د ویدو خلکو ویښول دي. حضرت ابوبکر صدیق(رض) ته یې و فرمایل لږ دې غږ پورته کړه او عمر (رض) ته یې وویل لږ دې غږ ټیټ کړه . حضرت علي(رض) فرمایلي: که څوک له سهار لمونځ څخه وروسته ۱۰ ځلې قل هوالله ووايي په هماغه ورځ له ګناه څخه ژغورل کېږي که شیطان هر څو کوښښ وکړي.
د رکوع او سجدې ګټې:
رسول اکرم (ص) په رکوع او سجده کې څه ویل؟ عایشه (رض) فرمايي: حضرت محمد (ص) په خپل رکوع او سجده کې به دغه کلمات ویل: سبحانک اللهم و بحمدک اللهم اغفرلی( خدای ستا حمد تسبیح وايم ای خدایه زموږ ګناهونه وبښه)(بخاري او مسلم). او هم به یې دا ویل: سبوح قدوس رب الملائک والروح ډېره پاک او (منزه) دی رب د جبرائیل او ملایکه و (مسلم).
یوه ورځ حضرت محمد(ص) لمونځ کاوه کله چې یی سر له رکوع څخه پورته کړو وې فرمایل: سمیع الله ولمن حمده یو چا د شا له خوا وویل: ربنا ولک الحمد، حمداً کثیراً طیباً مبارکاً فیه پروردګاره ټول او ښه صفتونه ستا لپاره دي (بخاري).
کله چې حضرت محمد(ص) لمونځ خلاص کړ وې فرمایل: چې چا دا کلمات وویل یو سړي وویل زه وم یا رسو الله حضرت محمد (ص) وفر مایل: څو دیرش ملکې مې ولېدې چې یو له بل نه د دې په اجر او ثواب لیکلو کې مخکې کېدلې چې یوه یې له بلې نه مخکې ولیکي(بخاري).
ابن عباس (رض) وايي: جضرت محمد(ص) به په دوه سجدو کې الهم اغفرلی و ارحمنی واهدنی و عافنی و ارزقنی ویل ژباړه: ای خدایه ما وبښه په ما رحم وکړ ماته هدایت وکړه ماته (عافیت) وبښه او ما ته حلال رزق راکړه(ترمذي او ابو هریره).
رسول اکرم(ص) فرمايي: کله چې فرض لمونځ پیل شي، باید سنت لمونځ ادا نه شي(مسلم).
حارث بن مسلم وايي : حضرت محمد(ص) ما ته وویل: هر کله چې دې د سهار او ماښام لمونځ وکړ له خبرو کولو نه مخکې اووه ځلې اللهم اجرنی من النار ووايه . ای الله ما ته د دوزخ له اور څخه پنا را کړه. که په هماغه ورځ وفات شي الله تعالی یې د دوزخ له اور څخه ژغوري.
رسول اکرم (ص) فر مايي: څوک چې د ماسختن لمونځ په مسجد کې وکړي د هغه چا په شان وي چې تر نیمې شپې پورې یې لمونځ کړی وي او څوک چې د سهار لمونځ به جماعت وکړي هغه چا په شان دی،چې ټوله شپه یې د شپې لمونځ کړی وي(مسلم، عثمان بن عفان). حضرت محمد (ص) فرمايلي: چې لمونځ د ټولو نیکمرغیو کلي ده(ابن عباس).
حضرت محمد (ص) فرمايلي: لمونځ د دین ستن ده( بیهقي او عمر(رض) ).