یو سړی د ویالې په غاړه ناست و، اودس یې کاوه. اوبو یوه زېړه سره مڼه راوړه. سړي راپورته کړه او سم له وار یې خرپ ترې وایست. لږ وروسته سودايي شو چې دا به خدای زده د چا وه، دا خو راته حرامه وه. ولې مې وخوړه؟

پاڅېد او مخ په بره روان شو. تر لږ مزل وروسته یوه باغ ته ورسېد چې ویاله یې له منځه تېره شوې وه او د هماغه مڼې ونې په کې وې چې ده نیمه خوړلې وه. د باغ خاوند یې پیدا کړ. مڼه یې ورښکاره کړه چې دا مڼه به ستا د باغ وي؟

هغه مڼې ته وکتل، ویې ویل: نه. زما بل ورور هم د همدې مڼو باغ لري. لږ پورته لاړ شه، پيدا به یې کې.

سړی حیران شو چې دا مڼه او د دې باغ مڼې خو یو رقم دي نو دی څنګه پوه شو چې د ده د باغ نه ده. همداسې بره خوا روان شو. بل باغ یې مخې ته ورغی. د دې باغ خاوند هم هماغه خبره وکړه چې دا به یې د بل ورور د باغ مڼه وي.

سړی بیا روان شو. درېیم ورور هم وویل چې دا مڼه به مې د مشر ورور وي. سړی بیا رهي شو. څلورم باغ یې پيدا کړ. د باغ خاوند داسې نوراني انسان و چې ته وا تر پوستکي لاندې یې ډېوې بلېږي. ده ورته وویل: بابا! دا مڼه په ویاله کې راغله، ګومان کوم چې ستا د باغ به وي.

هغه وویل: هو. زما د باغ مڼه ده. خو دا ووایه چې څنګه راغلی یې؟

سړي وویل: ما د دې مڼې نیمايي وخوړه خو بیا مې په زړه کې وګرځېدل چې دا خو د بل چا مال دی، تا ته نو کله حلاله ده چې ویې خورې. راغلم چې راته ویې بخښې.

د باغ خاوند وویل: نه کېږي. زه مې خپل مال چا ته نه شم بخښلای.

سړي عذر وکړ: ګوره بابا! غاړه به مې بنده شي. خدای به یې پوښتنه رانه وکي. خیر دی عوض به یې درته راوړم خو ما ته به بخښنه کوې.

سپین ږیري وویل: که د همدې مڼې هغه خوړلې برخه بېرته رغولای شې خو بسم الله که، بیرته یې هماغسې جوړه که او ما ته یې راکه، غاړه به دې خلاصه شي.

سړي وویل: بابا! دا خو ناممکن کار دی. هېڅوک دا کار نه شي کولای.

نوراني سړي وویل: چې داسې ده نو بل شرط لرم. په کور کې مې یوه پېغله لور ده. هغې سره به واده کوې خو ګوره، دا لور مې په غوږو کڼه ده، په سترګو ړنده ده، په ژبه ګونګۍ ده، لاسونه یې شوټ دي او پښې یې شلې. یا به واده ورسره کوې یا به دې غاړه همداسې بنده پاتې وي.

سړی حیران شو چې اوس نو څه وکړي. له داسې نجلۍ سره واده به یې ټول ژوند ورخراب کړي، هره ورځ به ورته ځورېږي. خو که دا کار ونه کړي، بله دنیا کې به خدای ورنه د مڼې پوښتنه کوي. له ډېر فکره وروسته یې ځان سره وویل چې دنیا خو د دوو ورځو ژوند دی، تېر به شي خو بله دنیا ابدي ده. راځه ابدي نېکمرغي خپله کړه.

واده ته تیار شو. نوراني سړي خپل وروڼه او خپلوان راوغوښتل. لور یې دغه سړي ته ورپه نکاح کړه او په ډولۍ کې یې روانه کړه. ناوې د سړي کور ته ورسول شوه. سړی چې کوټې ته ورننوت، سلام یې وکړ. یوه ښکلي ښځینه غږ ځواب ورکړ: وعلیکم و رحمت الله و برکاته.

سړي خوا و شا ته وکتل. نور څوک په کوټه کې نه وو. یوازې ناوې تر څادر لاندې ناسته وه او مخ یې نه ښکارېده. سړی د هغې خوا ته ورغی. ښځه راپاڅېده او لاسونه یې پر ټټر کېښود، لکه څوک چې چا ته احترام کوي.

سړی حیران شو چې د نجلۍ پښې خو روغې دي، لاسونه یې هم کار کوي، کڼه نه ده ځکه زما سلام یې واورېد او ړنده هم نه ده ځکه چې د سلام ځواب یې راکړ نو خامخا به یې سترګې ړندې وي.

ورغی، د ناوې له مخه یې څادر پورته کړ. ګوري چې داسې ښایسته نجلۍ ده لکه د کوه قاف ښاپېرۍ. سترګې یې هم رکې روغې او ښکلې وې.

سړی بېرته له کوره ووت. د خسر کور ته یې ځان ورساوه. خسر یې وویل: خیر خو به وي؟

زوم وویل: بابا! تاسې به غلط شوي یاست. دا نجلۍ مو چې په ډولۍ کې رالېږلې ده، جوړه تیاره او ډېره ښایسته ده. نه کڼه ده، نه ړنده ده …

خسر یې کټ کټ په خندا شو: نه یو غلط شوي. دا هماغه لور مې ده چې تا ته مې ویلي وو. زه د همداسې حلال خوره او صادق انسان په تمه وم چې دا لور مې ورواده کم. تا چې نیمه دانه حرامه مڼه ونه شوه زغملای نو مطمین یم چې عمر دې په حلالو تېر کړی. ما چې درته وویل لور مې ړنده ده، مطلب مې دا و چې پر نامحرم یې سترګې نه دي لګېدلې. کڼه مې ځکه وبلله چې چټي خبرې یې نه دي اورېدلې. ګونګۍ په دې وه چې غیر له حقه بله خبره یې له خولې نه ده وتلې. ګوډه په دې وه چې د حرامو خوا ته یې ګام نه دی ایښی او لاسونه یې شوټ دي ځکه چې د حرامو خوا ته نه دي غځېدلي. نو ورشه او له هغې سره همداسې پاک صاف ژوند وکه.

2 thoughts on “حرامه مڼه/ بي بي امنه – خوست”
  1. سلام علیکم!
    ډیره ښایسته او د عبرته ډکه کیسه وه.
    د داسی نورو کیسو په هیله.
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *