حربیار مري

تاند – د بلوچستان د ازادۍ د ننګیالیو یو مشر حربیار مري وایي چې په کابل او کوېټه کې له حملو څخه د پاکستان هدف دا دی چې د پښتنو او بلوچانو لوستي یا تعلیم لرونکي شخصیتونه له منځه وېسي.

په لندن کې له همګام نیوز سره په خبرو کې ښاغلي مري وویل چې، په کابل کې په افغان – امریکن پوهنتون او په کوېټه کې په ملکي روغتون باندې حمله د بنګالیانو د نسل وژنې په څېر ده چې پاکستان په هغه وخت کې کوله او اوس یې بیا تکراروي.

مري وویل چې، پاکستان د خپلو پراکسي ترهګرو ډلو په لاس د پښتون او بلوچ قوم پوهان وژني او غواړي چې په دې توګه ټولنیز سیستمونه دړې وړې کړي، او زیاته یې کړه چې، یو ځل پاکستان د کوېټې په ملکي روغتون په حمله کې د پښتنو او بلوچو دواړو قومونو پوه خلک ووژل او بیا یې په دې پلمه چې دا د اقتصادي کورېډور د پروژې د مخنیوي هڅه ده د پوځي اپرېشن له لارې نور بلوچان ونیول او ووژل.

ښاغلي مري وویل چې، پاکستان بېرته بیا همدغه د پښتنو او بلوچانو مړي اخلي او له نړیوالو څخه پرې د ترهګرۍ د قربانیانو په توګه پیسې او وسلې ترلاسه کوي چې بیا هم پرې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي وژني.

حربیار مري د هندوستان لومړي وزیرڅخه د هغه هېواد د ازادۍ د ورځې د لمانځنې په مراسمو کې په بلوچستان کې د پاکستان د ظلمونو د یادونې له امله مننه وکړه، او ویې ویل چې هندوستان، افغانستان او بلوچستان درې واړه په داسې یوه سیمه کې پراته دي چې د ترهګرو له ګواښ سره مخامخ دي. هغه وویل چې اوس امریکا او اروپا هم باید ځانونه په دې پوه کړي چې له سیمې څخه د پاکستان ترهګري ختمه کړي او د ازاد بلوچستان په تشکیل کې خپل رول ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *