د یو پوه انسان د حرکت مسیر بایدمعلوم وي، د ځینو وګړو د حرکت مسیر مثبت او د ځینو بیا منفي خواوې لري.

دواړه ډلې فکر لري، ځینې د مثبت فکر او ځینې بیا د منفي فکر درلودونکې دي.

په ژوند کې باید حرکت موجود وي او د همدې حرکت نتیجه ده، چې انسانان کار کوي او خپلې اړتیاوې پوره کوي.

که په ژوند کې د کار او زحمت هلې ځلې نه وي او انسان ځای پر ځای ناست وي، د دې انسان او د غره څه فرق دی.

غرونه ځای پر ځای میخ شوي او حرکت نه کوي، د دوی نه د پیشرفت طمع نه شو کولای.

د ځینو انسانانو د حرکت مسیر چې منفي خوا لري، د داسې خلکو نه بیا هغه غرونه بهتره دي، چې نه انسانانو ته ګټه رسوي او نه تاوان، خو بیا هم د ځینو ځنګلونو پیدا کیدل یا د اب وهوا په تغیر او تبدیل کې د غرونوونډه د خلکو لپاره مهمه ده.

که د غره نه تیږې وکولوو، دا تیږه په حرکت کې ده یا که په خوب کې یو انسان په یو بل اړخ اوړي دا هم حرکت دی یا د شمال په الوتلو د ونو خاښونه او پاڼې په خوریدو شي او حرکت کوي، خو د داسې حرکتونو مسیر نامعلوم او بې ګټې دی، چې دې ډول حرکت ته بیا حرکت نه شو ویلای.

په نورې نړۍ کې د هر چا د کار وخت معلوم وي او د خپلې هرې لحظې نه استفاده کوي، خو دلته د خوب وخت معلوم دی او د کار وخت نا معلوم دی.

د هر شي ځای پر ځای ودریدو کې زیان او تاوان وي، که یو موټر ځای پر ځای ولاړ او حرکت ونه کړي، ورځ تر بلې خرابیږي او که همدا موټر حرکت او کار وکړي، موټر، خاوند او عوامو ته یې ګټه رسېږي.

سیدجمال الدین افغان ویلي وو:په هغې ټولنې کې چې ښځېنه او نارینه اوږه په اوږه کار ونه کړي، هغه ولس پرمختګ نه شي کولای.

رښتیا چې نن مو دنه پرمختګ له عواملو څخه د ټولنې بېسوادي، بې کاري او د ښځینه وو ناپوهي هم ده.کار وکړئ، چې د ښه ژوند څښتنان شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *