شیخ رشید

تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: د ټیک ټاک له لارې مشهورې شوې نجلۍ حریم شاه په یوه تلویزیوني خپرونه کې د پاکستان د تر ټولو عیاش سیاستوال شیخ رشید رازونه افشا کړي دي.

نوموړې د ندیم ملک لایف په نوم خپرونه کې ویلي، د پاکستان د رېلوې وزیر شیخ رشید د دې له یوې ملګرې سره مؤقتي نکاح کړې ده خو دا یې د پاکستان په څېر هېواد کې نوم نه شي اخیستلی.

نوموړې د شیخ رشید د یوې سکسي ټلیفوني مکالمې په خپرېدوهم ویلي چې دا ویډیويي مکالمه یې یوې ملګرې له ډېرې غوسې څخه په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.

نوموړې ویلي، شیخ رشید مؤقتي نکاح ګانې ډېرې کوي او که زما خبره ردول غواړي نو په قران کریم دې لاس کېږدي او دا خبره دې رد کړي.

نوموړې ویلي، له شیخ رشید سره د هغه د جنسي دوسیو د سپینولو لپاره مخامخ خبرو ته حاضره ده او هر وخت چې وغوښتل شي دا به ورسره مخامخ کېني.

د پاکستاني سیاستوال او وزیر شیخ رشید په اړه مشهوره ده چې تر اوسه یې رسمي واده نه دی کړی او د عیاشۍ ځانګړې کیسې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *