اباسین بریال
/په سوله پسې بې نظمه تندې د ځان په نسبت د دښمن په طرف ډېر سخیان کړي يو؛ دا خبره مې له هغې شېبې په زړه پاتې ده، چې د کندهار د ولایتي شورا مشر ولي کرزی یې قبر ته ښکته کاوه او ولسمشر وويل: ((لاموهم طالبان وروڼه دي!)) په سنتي تګلارو د یوه ورور له قبر څخه د بل ورور سنګر ته ورځغاستل د ناممکن ارمانونو هغه فلسفه ده، چې دوولس کاله د ملک له لومړي تر اخري سړي ټول پکې ځان لټوي، خولا یوه پکې ځان ندی موندلی. البته دا د ښاري سیاستوالو خصلت دی، غرني خلک د ښاري سیاستوالو له نرم دريځه د هغوی د کمزورتیا اټکل کوي او دغه انعطاف د خپل بري لپاره هم په جنګي ليکو او هم عوامو کې تبليغوي؛ د نظام وسله وال مخالفين دې ته تاکتيک وايي. دغه تاکتيک د ناراضي حزب یا په عامیانه اصطلاح د غرني حزب مشر ګلبدين حکمتيار یوار بیا په حساسو شېبو کې په سياسي چاپيريال استعمال کړی دی.
د حکمتيار په آدرس د حزب اسلامي ټولو متعلقينو ته ويل شوي، چې په ټاکنو کې فعال ګډون وکړي او خپل نقش ثابت کړي. که څه هم وروسته اوازې شوې، چې د حکمتیار دا پیغام جعلي دی، خو شواهد په ډاګه کوي، چې حکمتیار خپل پیغام هم د سياسي ملحوظاتو له کبله په موقتي ډول په صحنه کې خپور او بېرته ورټول کړ.
که د ډيموکراتيک تمثیل او په وطن کې د ټيکاو له ديده وکتل شي، خلک ملامت ندي، چې د حکمتيار ددې بيان هرکلی وکړي، خو که د حکمتیار د فکري تګلوري او په روان وضعیت کې د هغوی د سیاسي دريځ له اړخه مطالعه شي، نو انکار نشي کېدای، چې په غرونو کې مېشت خلک لږ خپلې او ډېرې پردۍ خبرې کوي.
د حزب او ډيموکراسۍ د تړاو مخینه:
ډېر وړاندې نه ځو؛ وړم کال چې مصريانو د حسن مبارک د راپرځولو په نیت په سړکونو اړولي و او بیا یې ښاغلي مرسي ته د اقتدار زمينه برابره کړه د افغانستان ټول حزبيان له ډيموکراسۍ او ارزښتونو یې منندوی و، خو چې یوکال وروسته بیا خلک د مرسي د ناکامو پلانونو پرضد راپاځېدل او په ولسي زور یې مرسي ته مخه ښه ویله، د افغانستان حزبیانو په ډيموکراسۍ لعنت وايه. د حزب لپاره په خپلو چوکاټونو کې له ډیموکراتيکو اصولو او پروسو سره چلند دا ډول دی، له فوایدو یې استفاده او له قواعدو یې بغاوت.
دلته هم همداسې تاريخ تېر شوی دی. هغه غوږونه، پزې او ورمېږونه چې د رايو کارونې په تېرو دوو دورو کې پرې شول د طالبانو په شمول غرني حزب هم د خپلې مبارزې پر بنياد پکې چړې وکارولې، ځکه چې د دوی په اصطلاح یو ګوډاکي نظام ته یې د مشروعیت زمینه برابروله، خو په عین وخت کې یوازې په غزني ولایت کې ولایتي شوراګانو او ولسي جرکې ته ۲۸ حزبیان ولاړ و مګر ناکام شول.
کله چې په اويایمه لسیزه کې برهان الدین رباني د کابل په واک کې د حکمتيار د تقاضاوو مخه ډپ کړې وه، ټول کابل مباح الدم و او له بل هرجنګسالار سره په ایتلاف د نظام راپرځولو ته یې جهادي توجيحات موندل خو کله چې په اویایمه لسیزه کې د کابل حکومت کې د حکمتیار مشارکت ته فرصت برابر شو، بيا نظام مشروع او ملي ترکيب غښتلی شو. له ډیموکراسۍ سره د حکمتيار چلند په ډېرو سليقوي او پېچلو اجنډاوو ولاړ دی.
د امريکا ملېشه:
ډېری حزبي ګونديانو په هغو جنګونو کې سرونه کېښودل چې د ښاغلي حکمتيار په اصطلاح د امريکايي ملېشې (شمالي ټلوالې) څخه د جوړ شوي دولت نسکورولو لپاره پېښ شول. د دوی په باور شمالي ټلوالې امريکا ته د راتګ زمينه مساعده کړې وه، د اجورتي ګارډ په حیثیت یې کار کاوه، د حزب محلي اقتدار یې له ګواښ سره مخ کړی و او په ټوله کې د حزب ډېر غړي یې د ترهګرو په نامه و وژل. په حقيقت کې د کنړ په غرونو کې دېره زیاتره حزبي جنګیالي د امريکايانو په نسبت د نظار شورا پرضد غصمېدلي دي. که له دوی سره عقلاني او ازاد بحث وشي، نو د حکمتيار د سیاست تناقض به شدیداً نقد کړي او ښايي ډېری ملګرو یې په همدې دليل سنګرونه پرېښودي او طالبانو ته وراوښتي وي.
اوس چې په ټاکنو کې د حزبيانو د ګډون فرمایش صادرېږي یو دليل یې دادی، چې له شمالي ټلوالې سره د حزب ایتلاف غښتلی شي او په صحنه کې د حزب سياسي اینده تضمین شي. ښه خبره ده، چې یوازې د سياسي راتلونکې د تضمین لپاره دا ګام پورته شوی وي، اما دا هم له پامه نشي غورځېدای چې حزب د غرني جنګ او په کابل کې د سياسي سهامۍ توازن له ډېره مهاله ساتلی دی.
عبدالله عبدالله د شمشتو غوراوی:
یوه معتبره سرچينه د هارون زرغون له قوله وايي، چې دوی د عبدالله عبدالله بري ته په تمه دي، زرغون بیا خپله د حکمتیار په حواله وايي، چې عبدالله عبدالله به راتلونکی ولسمشر وي. سرچينه چې نوم نه اخلي په شمشتو کې د تېرې میاشتې د یو ماښام مېلمستيا ته اشاره کوي، چې هارون زرغون هم ورسره دی. (( زرغون له عبدالله سره په تليفون خبرې کولې، بیا یې په اسرار سره وویل چې هره ورځ تماس لرو حتی ځينې وخت څو ځله هم خبرې کوو. زرغون ټینګار کاوه، چې ډاکتر عبدالله عبدالله له حکمتیار صاحب سره هم تماسونه لري او دغه تماسونه ډېر شوي دي.))
په افغانستان کې هغه بحثونه لاهم بې پايلې دي، چې د کابل حکومتي حزب او په وسلو سمبال غرنی حزب چې د همدې نظام پرضد د جهاد په نیت جنګېږي سره جلا دي او که یو ځای؟ په ولسمشر کرزي د فشارونو لپاره دغه حزب د ټولو ناراضیانو برخه وړې ده، خو په عوامو کې یې د حمایت یو لامل دا و، چې له شمالي ټلوالې سره چې د دولتي او سوداګريزې مافیا اډانه تشکيلوي د مقابلې دعوه لري. که دغه دوه جریانونه له روغې جوړې او حقوقي استدلال پرته چې ټول ولس ترې باخبره وي، د مرموزو مشترکاتو او قدرت وېش پر بنياد سره یو ځای کېږي او په راتلونکي افغانستان به حکومت کوي، له شک پرته چې دا د یو ژور بحران زېګنال ورکوي.
یرغمل حکمتیار د خپلو ګټو په لټه:
لاثابته نده، چې ښاغلی حکمتیار چېرته اوسېږي، خبريالان وايي، ليکلي سوالونه ورواستوو او د ځوابونو سي ډي یې لاس ته راشي. غږ په سټډیو کې ثبت وي او فضا یې د مېلمستون په څېر وي، هېڅوک ادعا نشي کولای، چې نوموړی دې په ناامنه سيمو کې وي. د ترهګرۍ او وسله وال مخالفت پر بنیاد مطلوب حکمتيار چې له دوولسو کلونو ژوندی دی او ځای ځایګی یې معلوم ندی مانا یې داده، چې په سیاسي لوبه کې یې تر لوبېدو ډېر د لوبول کېدو احتمال دی. په وروستیو کې په اروپا کې مېشت پاکستاني سياستوالو ادعا کړې، چې پاکستان غواړي له طالبانو لاس واخلي او له شمالي ټلوالې سره یارانه ټینګه کړي، دا چاره په افغانستان د ای اس ای د نفوذ د دوام دویم چپټر دی. تېر کال د پاکستان سياسي استازو څو پلا افغانستان ته د رسمي سفرونو په پلمه له پخوانیو جهادي قوماندانانو او په تېره د ټلوالې له مشرانو سره وکتل. یا دغه ناستې د پاکستان لپاره ګټورې نه وې او یا شرايط ایجابوي چې ځینې رازونه پټ وساتل شي. د دوی په باور پاکستان هڅه کوي، د یو مشخص مهال لپاره د افغانستان په سياسي اقتدار کې د ټيکاو ملاتړ وکړي او دغه ملاتړ له ټلوالې سره د دوی د اړیکو پر بنیاد باید استوار شي.
شنونکي وايي، سملاسي حکمتیار او په شمشتو کې مېشته سلاکاره شورا یې هغه کسان دي، چې د فشارونو په ذریعه له ټلوالې سره یو ځای کېدای شي خو لا دا څرګنده نده، چې په افغانستان کې د حکمتیار د نفوذ لپاره څومره زمینه په پخواني حالت پاتې ده او څومره حزب ته منسوب خلک د حکمتیار د متضادو سیاستونو د بدرګې حوصله لري.
له محور ورځپاڼې په مننې
ګول بیدین پاټکیار صاحب دی پخیر راشی سره له مجاهد ورونو پاټکیارانو زهرداد، قلم، پنسل، کبل او چمن سره. په خدای باور وکړئ چې د سروبي سړک د پاټکیارصاحب دجهادي- اسلامي پاټکونو بغیر بد ښکاري، د پاټکي دموکراسي په لور!!! هه هه ههه ههه ههه