تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، امریکا په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت په څېر د یو سهامي شرکت د رامنځته کولو په لټه کې ده.

دغه ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د بحران د دوام او پراخولو په لټه کې ده او غواړي چې د روغې جوړې او مصالحې په نوم د ارګ او سپېدار ماڼیو تر منځ قدرت وویشي.

دغه ګوند ویلي،  واکوېش د اصولو، قانون او د خلکو د ارادې خلاف کار دی او دا به د ارګ او سپیدار ماڼیو لخوا د خلکو رایو ته سپکاوی وي.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه تاند ته د هغې احتمالي هوکړې متن ورسېد چې له مخې یې عبدالله عبدالله د ولسمشر غني ماموریت او د مصالحې عالي شورا مشري منلې خو واکونه یې هم ډېر غوښتي او په کابینه کې يې هم نیمايي ونډه غوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ