تاند- د حزب اسلامي هغې څانګې، چې مشري یې عبدالهادي ارغندیوال کوي، د جګړې د پای ته رسولو او د وینې بهېدا د بندولو لپاره د طالبانو د یو شمېر مشرانو د وروستي اعلان هرکلی وکړ.
د طالبانو یو شمېر مشران په وروستیو ورځو کې په متحده عربي اماراتو کې سره جرګه شول چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو پر لارو وږغېږي.
د کوټې د شورا د یوه غړي معتصم اغا جان په وینا د غونډې برخوال دې نتیجې ته ورسېدل چې طالبان نور د جنګ د دوام ضرورت نه ویني او نه غواړي چې د مسلمان او افغان وینه د بل افغان په لاس تویه شي.
په دې اړه د ملا معتصم اغا جان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:« موږ د يوه سوله خوښونکي خواخوږي جهت په بڼه په خپل هیواد کې د کورورانونکې تپل شوې جګړې د پایته رسیدو غوښتونکي، او په خپل ټول توان سره د هر هغه جریان پلوي کوو چې په هیواد کې د دائمې سولې د ټینګښت تضمین کوي .»
د ارغندیوال اسلامي حزب، چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي، د طالبانو دا دریځ معقول بللی او ویلي یې دي:« حزب اسلامي افغانستان د هېواد د يوه مطرح سياسي قوت په حيث ددغسې يوه معقول حرکت د پيل هرکلى کوي او د پرمختګ هيله يې لري. حزب اسلامي افغانستان پر دې باور دى چې زموږ هېواد سولې ته بېړنۍ اړتيا لري او ټول اختلافات د سوله ييزو مذاکراتو له لارې حل کيداى شي.»
د معتصم اغا جان اعلان د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی خو د طالبانو ویندویانو تراوسه پوري هغه نه رد کړی او نه یې تایید کړی دی.
دافغانستان په سیاسی فضا کی ددی بهر راټوکیدل په شیدو کی دتوملی په مانا ده که چیری دغه بهیر په حقیقی ډول راژوندی شی او مرسته ورسره وشی نو کیدای شی له دغه کاروان سره زمونږ ډیر ناراضه وروڼه یوځای شی اوددی بهیر چټکتیا به ددی لامل وګرخی چی په هیواد که سوله اوامنیت راشی دا داعتماد دجوړیدو لپاره یو ښه اغاز دی زه یی تائیدوم اودنیک فال په نظر ورته ګورم
که چیری دا رښتیا وی نوډيرښه زیری دی ځکه جګړو هرڅه له مونږه اخیستی او ښه به داوی چی ټول ورونه سره په یوټغر راټول شی اودهیواد دراتلونکی برخلیک په اړه تصمیم ونیسی پدی کی نه یوازی دطالبانو بلکه دټولو ناراضیانو ګټه ده ځکه دادی نوی حکومت جوړیږی نوهر څوک به پکی کارنده ونډه واخلی اوهغه نیمګړتیاوی چی شته دخپلو مثبتو نظریو په وړاندی کولوسره به هم پوره شی
نن یی تاید کوم سبا یی تاید کوو او مخکی مو هم تاید کړی دی دلوی اومتعالاو قدرت مند او توانا خدای(ج)دی موږ ټوله سره یو مټی او متفق کړی نور دی مو پاک خدای(ج)دبی انتفاقی او بی اعتمادی سه خلاص کړی او دغه خبری دی پروردګارعالم زموږ دمابین څخه ورکی کړی چی ته څوک یی اوزه څوک یم تا څه وکړه اوماڅه وکړه زه حق اوته ناحق پاک خدای(ج)دی ټول پرحقه لار روان کړی نا حقی دی خدای ورکه کړی نن چی ورته ګورو هره ورځ مو ځوانان تر خاورو لاندی کیږی کونډی یتیمان مو ورځ په ورځ زیاتیږی ګوډیان زخمیان لاری خرابول پولونه نړول دمیصیبتو سره لاس اوګریوان یو دیوه ځای څخه بل ځای ته تګ نوردی مو الله (ج)پر کراره او ارمه کړی او زموږ ملک ته دی خدای(ج)داسی شخص راولی چی یواځی اویواځی داسلام او وطن غمخور وی نه داسی څوک چی هغه دبل خولی ته نیول شوی لوډسپیکر وی اودبل په اشاره کار کوی
پاکه خدای(ج) ته مو اصلاح کړی ته موپرحقه لار رروان کړی ته مودهدایت او مغفرت مرتکیب وګرځوی ته مو دهغه درپدره ټوک ټوک زخمی زخمی وطن راجوړ کړی موږ ته هدایت راپه نصیب کړه پرهغه لارموروان کړه چی ته په راځی کیږی
آمین آمین آمین
والله چی کله دا متن می ولوست دیر خوشحاله شولمه زمونژ د تولو افغان ولس همدا یو ارمان دی چی کله به د وینی د بهـیـدلو دریدولو ورح راشی چی د دومسلمانو ورونو په مابین کی دا 30 کاله جریان لری . خدای ج د زمونژ مشرانو ته د یوالی او ثبات د راوستلو قدرت او توان ورکری. تر حو چی د پردیو هیوادونو د مداخلی نه په امن شو .